کور / راپور / د ويښ افغان اصلاحي پروګرام راپور

د ويښ افغان اصلاحي پروګرام راپور

ويښ افغان د خپلو خدماتو په لړ کې يوه نوې کړکۍ پرانيسته

ویښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک د خپلو خدماتو په لړ کې یوه بله نوې کړکۍ پرانیستله ، چې هغه روزنیزی چوپړتیاوې دي.

په دې برخه کې یې لومړی اقدام له کندهار څخه وکړ.

د روزنیز ورکشاپ موضوعات:

1. د مدیریت اساسي مهارتونه

2. ستراتیژیکه رهبري

3. د وخت مدیریت

روزونکی: سمیع الله ایلم، د ویښ افغان غړی

د روزنیز ورکشاپ اسان چاري: عبدالله مصباح، د ویښ افغان غړی

د روزنیز ورکشاپ د دایریدو ځای: د ملالی د لوړو زده کړو موسسه، عینو مینه، کندهار ښار

د دایریدو نیټه: ۱۳۹۱، د وږې ۲۰ – ۲۲

ګډونوال: سوداګریزي خونې، افکو اداره، کاروان موسسه، ملي پولیس، د کندهار پوهنتون محصلین، د میرویس نیکه د لوړو زده کړې موسسې غړي؛ د ملالۍ د لوړو زده کړو د موسسی محصلین،

د مدیریت په برخه کی په لاندې عناوینو بحث ترسره شو:

1. تعریف: مدیریت

2. مدیریت: اساسي دندی

3. مدیریت ساینس دی که هنر؟

4. د مدیریت سطحې

5. د مدیر اساسي رولونه

6. ایا مدیران په خپلو دندو کې له یو بل سره توپیر لري؟

7. بریالي مدیران باید کوم مهارتونه ولري؟

8. د مدیریت اهمیت!

د رهبری په برخه کی په لاندی موضوعاتو بحث ترسره شو.

1. تعریف: رهبري

2. تعریف: د قدرت

3. د قدرت ډولونه

4. د مدیر او رهبر ترمنځ توپیرونه

5. ښه رهبران کومی ځانګړتیاوی لري؟

6. د رهبری ډولونه: دیکتاتوري، دیموکراتیک، مرکب؛

7. رهبري په اسیایی ملکونو کی

8. د اغیزمنو رهبرانو ځانګړتیاوی

9. بریالی رهبر څوک دی؟

د وخت مدیریت په برخه کی په لاندی موضوعاتو بحثونه ترسره شول:

1. ایا وخت مدیریت کیدای شي؟

2. د وخت د مدیریت موخې

3. د وخت د مدیریت په اړه ځینې غلط پوهاوي

4. لومړیتوبونه

5. د لومړیتوبونه د ټاکلو لپاره وسایل:

 بیړنیو او مهمو کارونو ترمنځ توپیر

 د کارونو جوړه یی پرتلنه

 Grid Analysis

 Pareto Analysis

 Nominal Group Technique

 صلاحیت تفویضول

6. د ځنډ تعریف

7. وخت ضایع کوونکي کوم دي؟

8. له وخت ضایع کوونکو سره څنګه مقابله وشي؟

د غونډی پای:

خاص میلمانه: د ولایتی شورا غړی حاجی نعمت الله شیردلي او څارنوال محمد عیسی، د ملالی د لوړو زده کړی مؤسسې رییس ډاکټر عزت الله مدقق

د غونډی په پای کی د روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته د ولایتي شورا د غړي حاجي نعمت الله شیردلی، د ملالی د لوړو زده کړو د رییس ډاکټر عزت الله مدقق، د څارنوال ښاغلی محمد عیسی، د روزنیز ورکشاپ د روزونکی سمیع الله ایلم لخوا اسناد وویشل شول.

د يادونې وړ ده چې دا ډول روزنيز پروګرامونه به ډېر زر دهلمند، ننګرهار، پکتيا او خوست ولايتونو ته هم وغځول شي.

ځانګړی مننه: له ډاکټر عزت الله مدقق، د ملالی د لوړو زده کړی د موسسی رییس او عبدالله مصباح د ویښ افغان غړی .