کور / راپور / ميرمن بهير شلمه غونډه سولي ته ځانګړې وه

ميرمن بهير شلمه غونډه سولي ته ځانګړې وه

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نیټه غونډه وکړه. دا ځل غونډه له نورو غونډو لږ څه بیله وه او هغه داسې چې د بهیر د غونډې ګډونوالو میرمنوخپله غونډه له هغې غونډې سره چې د سپتمبرد یویشتمې د سولې د نړیوالې ورځي په مناسبت د افغان کلتوري ټولنو جرګي د کمیټې له خوا په مشعل انستتیوت کې جوړه شوې وه شریکه کړې وه.

په غونډه کې د سولې په هکله د مقالو او ویناوو سربیره د میرمن بهیر د غړو له خوا د سولې په هکله او د جنګ د شومې پدیدې په خلاف شعرونه وویل شول چې په ترڅ کې یې میرمنو له جګړې څخه د بیزارۍ او هغو ستونزو په اړه چې د یوجنګ ځپلې هیواد وګړي په تیره بیا ښځې ورسره مخ کیږي خپلې تجربې د شعر په ژبه څرګندې کړي، او خپل ګران هیواد افغانستان ته یې د یوې دایمي سولې او ډاډمنې فضأ د راتلو هیله څرګنده کړه،او دایې د خپلو او نورو هیوادوالو د هیلو او پرمختګونو د تحقق یوازنۍ لار وبلله.

په غونډه کې د نورو ویناوو ترڅنګ د بهر میشتې تکړه شاعرې زرلښتې حفیظ پیغام چې ددغې غونډې د جوړیدو نوښت هم د هغې په مرسته شوی و، د میرمن بهیر د یوې غړې له خوا ولوستل شو. دغه راز د میرمن بهیر د دارالانشآ غړې توباندا ساپۍ په ښکللو هنري الفاظو د افغان میرمنې د سولې هیلې په اړه په زړه پورې مقاله واوروله.

د غونډې د مشاعرې په برخه کې د وروڼو شاعرانو ترڅنګ د میرمن بهیر دغو غړو خپل شعرونه ولوستل: زمزمه نیازۍ، توبا ندا ساپۍ، شکریه جلالزۍ، حوره سپیڅلې، مدهوناحیدري، پاکیزه ارزو، لیمه نیازۍ، نظیفه نیازۍ او نورې.

دغه راز د میرمن بهیر د خپرونو او تبلیغاتو د څانګې مشرې پاکیزې ارزو د بهر میشتې تکړه شاعرې زرلښتې حفیظ ښکلی شعر دیکلمه کړ.

د غونډې په بهیر کې د بهر میشتې تکړه شاعرې زرلښت حفیظ د (( سولې انتظار)) په نوم کتاب د غونډې پر ګډونوالو وویشل شو.

د غونډې په پای کې ګډونوالو خپله شریکه هیله چې نړۍ او هیواد ته د سولې راتګ او د جنګ پای ته رسیدل دي په خپلو دعاوو کې له الهي دربار ځخه استدعا کړه.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

یاده دې وي چې د بهیر راتلونکې غونډې به د تل په څیر د ښوونې او روزنې د وزارت په تالار کې هره شنبه په یوه نیمه بجه تر سره کیږي