کور / طنز / د قهرمان په نوم

د قهرمان په نوم

حکومت ناڅاپه پرېکړه وکړه چې د پوهنځي نوم د يوه مړي په نوم بدل کړي غټه لوحه يې وليکله او د پوهنځي پر سر يې نصب کړه ، اکاډميکو استاذانو او محصلينو ډېرې چغې ووهلې چې موږ يې نه منو خو بس د حکومت او سرکار زور و نو د روان او څپاند سيند اوبه يې په بره وخېږولې ، دشپې چا بېرته ښکته کړې وه او ځانه سره يې وړې وه ، په سبا يې حکومت بله لويه لوحه جوړه او د پوليسو عمومي قومندان ته يې وسپارله چې د پوهنځي پر پخوانۍ لوحې يې ولګوي٠
قومندان راغلو او د يو لوی او ښکلي تعمير له دروازې يې لوحه راښکته کړه او پر ځای يې نوې لوحه ور نصب کړه ٠ درنګ شېبه لا تېره نه وه چې خبريالانو خبر خپور کړ چې بېسواده قومندان د پوهنځي لوحه د باغ وحش پر دروازې نصب کړې ده ٠