کور / روغتيا / توس(سفیدارBetulla) ــ ځنګلي درملتون

توس(سفیدارBetulla) ــ ځنګلي درملتون

د سفېدار ونه زمونږ د ګران هېواد په ډېرو برخو کې شنه کېږي . ددې ښکلې ونې لپاره ښه اقلیمي شرایط د هېواد په ځینو شمالي برخو کې تر سترګو کېيږي لکه پروان ،بغلان ، قندوز. دا ونه د وچ اقلیم سره پخلاېنه نه لري .


د سفېدار ونې ته یواځې د ښکلا د څلي په سترګه نه بلکه د روغتیا پال په سترګه هم کتل کېږي .د سپرلي په راتګ سره ددې ونو له پنډکو څخه خوشبویه رزیني (صمغ) څاڅکي چې په یونان او زمونږ په هېواد کې ورته د ونې ژړا وايي ترشح کېږي له همدې وجې د عسلو مچې ځان ته را جلبوي.



دا ونه سپینه تنه او زړه ډوله  کوچنۍ پاڼې لري . پاڼې او ځوانې نودې د صمخداره خوشبویه غوټو پواسط پوښل شوي دي.


ددې ونې مذکر او مونث ګلان غوږوالۍ ته په ورته ځوړندو کپسولونو کې ځای په ځای شوي دي.


په روغتیايي چارو کې ددې ونې له پاڼو ، پنډکو ، د ونې له شربت او تار(قطران،ژړا) څخه ګټه اخستل کېږي .په همدا شان د فیتوپاتوجني پرازیت په واسط د ونې په تنه کې د رامنځ ته شوی سفېدار مرخېړي (chaga) څخه هم کار اخستل کېږي.


د سفېدار پنډک سپرلی وختي چې لږ پړسېدلي او لا نه وي غوړېدلي را ټولوي
د سفېدار پاڼې د اپریل ــ می په میاشتو کې راټولوي
د سفېدار شیره یا شربت (SAP) سپرلی وختي د ونې د ویښتیا په مرحله کې راټولوي
Chaga یا د سفېدار مرخېړي په سپرلي یا مني کې راټولوي
 


جوړښت :


د سفېدار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول په پنډکو، پاڼو او شربت کې لاندې مواد شتون لري :


essential oil یا اتهر غوړي
بېتول ارېنتین اسید betuloretinovaya acid
ساپونین
Tannins  دباغي مواد
ګلوکوز
ویټامین سي
الکول (سپیرت)
فیتونسیدونه
د سفېدار په مرخېړي ډوله سفنجونو   chaga کې لاندې مواد کشف شوي دي :


Triterpenoid
آلکالوئیدونه
رزین(صمخ یا کنډ)
Tannins دباغي مواد 17٪
منرالي مواد ( پوتاشیمي مرکبات ، ایودین، منګنز)
اصلې اغېزې :


ادرار راوړونکې
ضد صفرا
ضد عفوني
ضد بکتریايي
تونیک یا قوت بښونکې
کارونه :


د سفېدار پنډک د زړه د حملې په وخت کې د ادرار راوړونکي درمل په شان کارول کېږي
د سفېدار د پاڼو او پنډکو د جوشاندې څخه د ځیګر،مسانې ، د پښتورګو د کاڼو ،روماتیزم ،نقرس ،اتر وسکلېروز ،د سږو د توبرکلوز ، جلدي ناروغیو او د ګرمي په لرې کولو کار اخستل کېږي .
د سفېدار باکتریاي ضد ځانګړتیا د ځیګر د حادې ناروغۍ lambliasis په درملنه کې کارول کېږي(دسفېدار دپاڼو جوشانده 1:10).
ددې ونې الکولي عصاره د وېښتو په وده کې مرسته کوي او اېشېدلې یا جوشانده يي د وېښتان د رژېدو څخه مخنیوی کوي.
د سفېدار د پاڼو کارونه په حمام کې د مفصلونو د روماتېزم په درملنه کې په زړه پورې پاېلې لري.
 
د سفېدار د ونې عصاره(شربت) د وینې پاکولو او لوړ ویټامین لرونکې وسیلې په توګه د ویټامین د کمبود ، کم خوني ،توبرکلوز ، د رحم د سرطان ، ذکام ، د غاښونو د ورستېدو او د جنسي ساري ناروغیو په درملنه کې کارول کېږي .
د سفېدار مرخېړی ډوله سفنج (chaga) د معدې د زخم ،ګاستریت او د خبیثه دانو په درملنه کې چېرته چې دجراحي او وړانګو ورکولو امکان نه وي ډېر ګټور تمامېږي .
د دې ونې قطران(ژړا) په یوناني طبابت کې د روماتیزم ، ښځینه ناروغیو او د پښتورګو لپاره توصیه کېږي
 
درمل جوړول :


د سفیدار د پنډکو اېشېدلې  د 90٪ الکولو کې په موجودیت کې د پنډکو او اوبو د 1:5 ترکیب سره جوړوي.دغه اېشېدلې د صفرا لرې کونکې او ادرار راوړونکې وسیلې په توګه یو قاشوقه درې ځله د ورځې کارول کېږي .
په همدا شان نوموړې اېشېدلې د بدن پر مخ د میوزیت ،ارتریت ، دهغه زخمونو چې سم نه دي جورشوي ،شوکارو (خراشیده ګې) او بستري زخمونو د تعقیمولو لپاره د یو مالش په شان کارول کېږي .
 
میوزیت ــ د بدن د مفصلې عضلاتو د زخمونو التهابي حالت چې د ناحیوي دردونو سره مل وي ويل کېږي.


ارتریت ــ د زخمونو د التهاب له وجې د بدن د مفصلي هډوکو د شکل بدلون ته ویل کېږي. له دغې ناروغۍ څخه په امریکا کې 42 میلونه انسانان رنځ وړي .


 د دې ونې 10 ګرامه پنډک په 200 ملي ګرامه اوبو کې د 15 دقیقو لپاره اېشوي او وروسته له چاڼولو څخه يي یو قاشوقه د ورځې درې ځله کا روي .
ددې ونې د پاڼو جوشانده:


د ونې تازه ټوټه ټوټه شوې پاڼې  په سړو اېشېدلو کې له وینځلو وروسته په 50درجو اېشل شو اوبو کې دوباره د 3.5 ساعتو لپاره پرېښودل کېږي او وروسته نوموړو پاڼو ته فشارورکول کېږي تر څو ټولې اوبه ورڅخه را و وځي او له چاڼ وروسته د 6 ساعتو دمې وروسته کارول کېږي . لاسته راغلې اېشېدلې ژېړ بخن شین رنګ او لږه تریخ خوند لري.
د سفېدار شیره ډېر ښه زړه تازه کونکی څښاک دې د هغه څخه د شربت ، سرکې ، شېرني او خمیرې په جوړولو کار اخستل کېږي همدا شان د وړو سره په یو ځای کېدو د هغه څخه په کیک پخولو کې کار اخستل کېږي.
پاملرنه :


دسفېدار څخه جوړ شوي درمل هغو ناروغانو ته  پنسلین او ګلوکوز د تزریق په ډول کاروي منع دي. په همدا شان د سفېدار د پنډکو کارونه د هغه ناروغانو لپاره چې د کولیت (قولنج)  په مزمنه ناروغۍ او وینه لرونکي اسهال اخته دي منع ده .


د سفېدار تنکۍ پاڼې د سوپ او خوړو لپاره  د ګشنیز ،تراتېزک ، کرفس celery سره یوځای په زړه پورې مساله ګڼل کېږي  .


د سفېدار د ونې څخه د شربت اخستلو بهیر:


د مارچ اواپریل په میاشت کې کله چې په ونه کې تازه د اوبو او منرالي موادو جریان له سره پېلېږي


د ونې په تنه کې له ځمکې پورته 50سانتي په تبر یوه برخه پرېکېږي او هلته یو نل نصبېږي د نل لاندې سطل ځای په ځای کېيږي تر څو د ونې څخه را څڅېدلی شربت هلته را ټول شي له یوې ونې څخه په 24 ساعتو یو سطل ډکېږي . د شربت د ټولو څخه وروسته د وني زخمي شوی ځای باید په پوره انساني احساس بېرته په موم یا خټه په درست ډول وپوښل شي غېر لدې ونه د پاتوجنو د ښکار سبب ګرځي او په مرور د زمان له منځه ځي . نو ځکه زه لیکونکی عبدالخالق دا وایم  چې  « د شنو بوټي او ونو سره دومره مهرباني پکار ده لکه دخپلو نازولو بچو سره ، ځکه هغه زمونږ د بچو روغتیا پال دي» .



ماخذ :


книги В.Р. Довженко, А.В. Довженко        “Секреты целебных растений”


Автор: Александр Кузнецов     hnb.com.ua


Главная » Травник » Травы на букву Б » Береза