کور / تازه خبرونه / په مزارشريف کي طبعي طوفان ستونزي رامنځته کړي

په مزارشريف کي طبعي طوفان ستونزي رامنځته کړي

 


په مزار شريف کي د سخت طوفان ګرد او غبار له امله ښوونځي تړل سوي . دمزار شريف له هوايي ډګر څخه نن هغه الوتکو چي حاجيان به يې سعودي عربستان ته ليږدول خپلي الوتني ( فلايټونه ) د طوفاني هوا له کبله ځنډولي دي .   ، په مزارشريف کي زيات شمېر دکانونه تړل سوي دي ، روغتيايي چارواکي وايي چي دغه ډول ګرد او غبار د سيمي د اوسيدونکي پر روغتيا هم بده اغيزه کولای سي په ځانګړي ډول دماشومانو سترګو ته زيان رسولای سي . په مزار شريف کي دوه کاله مخکي هم دغسي طبعي طوفان رامنځته سوی و .