کور / راپور / خوست:دسولي ولسي کاروان راپور

خوست:دسولي ولسي کاروان راپور

په دې نړۍ کې ټول مېشت ملتونه په دې حقيقت او واقعيت پوهيږي چې هره سيمه ځانګړى تاريخ،جغرافيه ،کلتور،ښکلا ،ټولنيز دودونه ،بېلابېلې ټولنيزې ،فرهنګي ،سياسي ،اقتصادي،حقوقي ،ديني ،طبعي ،هنري اوډيرې داسې نورې ځانګړتياوې لري ،چې ترډيره بريده دهمدې ځانګړتياو پربنسټ دنړۍ په ورغوي کې دهرهېواد دقلمرو دايره راټوله شوې ده افغانستان چې په نړۍ کې داسيا دلويې وچې زړه بلل کيږي په دې کې هم ځانګړى حکمت ،منطق او راز نغښتى دى ځکه چې دغه هېواد څوزره کلن لرغونى تاريخ اوپه دې سيمه کې يو ستراتيژيک جغرافيوي ،اقتصادي اوسياسي موقعيت لري چې په خپل طعبي قوت اولرغوني تاريخ يې په نړۍ کې خپل نوم هسک ساتلى دى ،همدا اوس افغانستان په خپل اداري جوړښت کې ٣٤ولايتونه لري چې دځانګړتياوو،شرايطو اوښکلاپه لحاظ يو له بل سره ډيرتوپير لري ، دهرولايت په ليدو سره دانسان په ذهن کې نوى انځور پيداکيږي،خوست چې دافغانستان په سويل ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دى دغه ولايت هم هراخيزه ارزښتمنې ځانګړتياوې لري چي يوه ښه او غوره ځانګړتيايې داده چې په دې خاوره کې مېشتو او اتلو ولسونو تل په ډيره ميړانه ،وطن دوستۍ ،ملي احساس ،اسلامي اوملي مسووليت سره دخپلې خاورې ،ولس تاريخ اوسرحدونو څخه ساتنه اودفاع کړې ده .



خوست مېشتو ولسونودتاريخ په هر لوى ازمون کې دا په ثبوت رسولې چې دوى کولى شي دخپلومشرانوترقيادت لاندې دخپلو ملي ګټواو ارزښتونو څخه دفاع وکړي ،سوله ،امن اوثبات چې دافغان ملت اوخوست مېشتو ولسونو يوه سترهيله اوتاريخي ارمان دى ، دهمدې ارمان دپوره کيدو لپاره په دې وروستيو دوه کالونوکې په خوست ولايت کې دټولنيزې اوسياسي سولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې په ډګرکې بنسټيزې هڅې ترسره شوې دي په لويه کچه دعامه پوهاوي ،ښې حکومتدارۍ ،غوره مشرۍ اوقوي مديريت په اساس دلته دولتي حاکميت ټينګ ،امنيتي حالت ډاډمن اوولسي همکاري له ټولو امنيتي ،کشفي ،نظامي او سرحدي ځواکونو سره زياته شوې ده.



په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت ،سرحدونو دساتنې اودفاع ترسرليک لاندې دهمدې مقدسو موخو دترلاسه کولولپاره  دخوست والي په نوښت او ملاتړ سره ددغه ولايت نورو ولسواليوته دپرلپسې سفرونو ترڅنګ دتڼيو اوځاځي ميدان ولسواليو ته سترو ولسي کاروانونو يون وکړ ،دچنګاښ دمياشتې په شلمه نېټه دتڼيو سرحدي ولسوالۍ ته دسولې اوقومي يووالي دټينګښت کاروان ترسره شو چې په ملي اونړيواله کچه يې دعامه فکرونو توجه راجلب کړه ،داځل خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له کړې ژمنې سره سم له مرکز څخه د٥٠کيلومترو په اندازه لرې پرتې سرحدي او دسولې په نوم نومول شوې ځاځي ميدان  ولسوالۍ ته دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت سرحدونو دساتنې اودفاع دستر ولسي کاروان دلارويانو اودپياوړو ،



اتل ،ميړنيو امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونو په بدرګه سره دصبريو اوباک ولسواليو له پرتو لارو څخه سفروکړ،په ياده شوي سترمقدس کاروان کې دخوست والي ترڅنګ ،امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي،دملي امنيت رئيس جنرال عبدالواسع احمدزي ،دولايتي شورا وکيلانو،دسولې دولايتي کمېټې مسوولينو،دعلماوو شورا غړو،ديني علماوو،مخورو قومي مشرانو،وتلي عملي ،فرهنګي ،سياسي شخصيتونو،دپوهنتون استادانو،محصلينو،ښوونکو ،زده کوونکو ،دملکي ادارو مسوولينو،دامنيتي ارګانونو منسوبينو،دمدني ټولنوغړو،دکلتوري بنسټونو استازو،دصنفي اتحاديو نماينده ګانو دسيمه ييزو ،ملي اونړيوالو رسنيو استازو ترڅنګ په زرګونو ځوانانو اودسيمې اوسيدونکو ګډون درلود چې په ملي مينه ،وطن دوستۍ او لوړ مورال سره يې ددغه کاروان خوځښت ګړندۍ کړ،دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت سرحدونو دساتنې اوفاع دغه ستر ولسي کاروان دخوست ښار دجرګو له کور خپل يون پيل دصبريو اوباک ولسواليوپه منځ کې په غځيدلې لويه لاره يې دملي ځواک په بدرګه درپانده ملي بيراغونو ترسيوري لاندې په ډير زوږ ،قوت اوګړندي خوځښت دځاځي ميدان ترسرحدي ولسوالۍ اوسرحدي پوستو پورې مزل وکړ،دهمدې لارې په اوږدو کې چې کلونه کلونه پرې ددولتي چارواکو لپاره دسفرکولو امکان نه وو،کاروان دسيمې دزرګونو اوسيدونکو توجه ځان ته راجلب اوټولو ته داپه ډاګه شوه چې په خوست کې اوسنۍ رهبري ددې توان اوقوت لري چې دخپلو ولسونو په همکارۍ او دخپلو امنيتي ځواکونو په ملتيا ددغه ولايت هرګوټ ته سفروکړي. دځاځي ميدان سرحدي ولسوالۍ ته دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت سرحدونو دساتنې اودفاع دکاروان درسيدو سره سم تللى کاروان ديادې ولسوالۍ دسلګونو ديني علماوو ،مخورو مشرانو ،بانفوذه شخصيتونو،ځوانانو او زده کوونکو لخوا چې ملي بيراغونه ورسره و له تود هرکلي سره مخامخ شو.


دهرکلي له مراسمو وروسته دځاځي ميدان ولسوالۍ دعالي لېسې په نوې ودانۍ کې کوم چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دزياتو هڅو اوتلاشونو په پايله کې جوړه شوه داسې شانداره اوپرتمين مراسم جوړ شوي و چې هرڅه يې ولسونوته يو څرګند پيغام و،دکاروان په وياړ جوړ شوي مراسم دقاري صاحب حيات نور لخوا دپاک قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې ديادې سرحدي ولسوالۍ ولسوال محمديونس ځدراڼ دکاروان لارويانوته دښه راغلاست ترڅنګ  وويل ځاځي ميدان ولسوالي دامن  او سولې ګډ کور دى چې په کې مېشت ټول ولسونه دخپل نظام ترچترلاندې دخپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي اودخپل هېواد د ابادۍ ،ترقۍ اوسرحدونو دساتنې سره زياته مينه لري،نوموړي په خپلو خبرو کې دخوست ولايتي ادارې مشرتابه څخه مننه وکړه چې دسولې دکاروان په سرلاروۍيې دغه ولسوالۍ ته دسولې ،امن  او ځوانانو دروزنې پيغام راوړئ دى په ولايتي شورا کې ديادې ولسوالۍ دخلکو استازي ګل محمد ځاځي په خپلو څرګندونو کې په تاريخي لحاظ دنوموړي سرحدي ولسوالۍ په اهميت باندې خبرې وکړې اودغه ولسوالۍ يې دداسې ولسونو ګډ کوريادکړ چې په ولسي قوت خپله خاوره اوتاريخ ساتي ،نوموړي له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه په ياده ولسوالۍ کې ديوشميربنسټيزو پروژو دپلي کيدو غوښتنه هم وکړه دده په خبره که چيرې مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې بنسټيزې پروژې پلې کړې دخلکوپه وړاندې به ډيرې پرتې ستونزې هوارې شي ښاغلي ځاځي دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت اوسرحدونو ددفاع ولسي  کاروان داسې يوځواک ياد کړ چې دخوست مېشتو ولسي قوت په ملي اونړيواله کچه په ډاګه کولى شي.


دمراسمو بل ويناوال مفتي محمدامير مخلص بياله ولسونو غوښتنه وکړه چې دخپل موجوده اسلامي نظام سره په هره برخه کې همکاري وکړي اودهغه کسانو دبشريت ضد کړنو مخه ونيسي کوم چې دپاک قران اوحضرت نبي کريم ص داحاديثو خلاف يې ترسره کوي دنوموړي په خبره سوله يوالهي امر دى هرهغه څوک چې په دې لاره کې صادقانه تلاش وکړي خداى پاک ج به دنياوي او اخروي اجر ورپه برخه کړي اوهغه څوک چې دسولې په وړاندې خنډونه پيدا کوي سخته سزاء به وويني.


نوموړي هم په خپلو خبرو کې دمرکزي حکومت اوپه ځانګړې توګه دامريکا دمتحده ايالاتو څخه ددې غوښتنه وکړه ترڅو دځاځي ميدان په ولسوالۍ کې ديوشمير ګټورو پروژو په پلي کولوکې مرسته وکړي .



ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي  دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت سرحدونو ددفاع دتللي کاروان دټولو لارويانو اوپلويانو څخه مننه وکړه چې په ملي احساس ،هېوادنۍ مېنې او زړورتيا سره يې دکاروان خوځښت ته قوت ورکړ ،نوموړي دخوست ولايت دټولو امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونودمسوولينو اوسربازانوله هڅو،تلاش اوملي خدمت څخه دستاينې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه اوپه دې تړاو يې وويل چې چې اوس مهال په خوست ولايت کې ټول امنيتي ځواکونه په بشپړ اسلامي ،ملي مسووليت ،نظم ،دېسپلين او لوړ مورال سره دخپلو ولسونو له سر اومال څخه ساتنه اودفاع کوي ،اوچاته ددې اجازه نه ورکوي چې په دې ولايت کې دسولې ،امن ،ولس ،پرمختګ اوبشريت ضد کړنې ترسره کړي .



خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي  په خپلو خبرو کې وويل خوست کې دقومي يووالي ،سولې دټينګښت او سرحدونو دساتنې دغه  ولسي کاروان    دځاځي ميدان دسولې سرحدي ولسوالۍ ته په داسې حال کې خپل يون کوي چې دچنګاښ دمياشتې په ٢٠نېټه همدې کاروان دخوست ولايت دتڼيو ولسوالۍ يوې لرې پرتې سيمې ادمحمد تاريخي زيارت غرته يون ترسره کړ کوم چې شمالي وزيرستان ته څيرمه يوه استراتيژيکه سيمه بلل کيږي.


دنوموړي په خبره ددغه کاروانونوپه لاره اچولو کې  دسولې ،امن ،ترقۍ ،اسلامي ورورولۍ ،يووالي ،تمدن ،پوهنې ، پرمختګ اوسرحدونو دساتنې او دفاع څرګند پيغامونه نغښتي دي.


ده وويل   ډير دوياړ اوخوښۍ ځاى دى چې ددوهم ځل لپاره ددغه مقدس کاروان دهرکلي لپاره په دغه سيمه په سلګونو ځوانان ،ديني علماء ،مخور مشران ،ميړني اواتل سربازان ،استادان ،ډاکټران خبريالان اودبېلابېلو ادارو مسوولين راټول شوي دي اوغواړي په ډيرقوت سره دخپلې خاورې دساتنې ،دفاع ،خدمت ،ترقۍ ،تمدن  پيغام په ملي اونړيواله کچه په ډاګه کړي  او دخپلو اتلو اوميړنو سربازانو چې بيراغ په لاس خپل خاوره ،ولس اوتاريخ ساتي دقربانيو اوتلاشونوڅخه ستاينه اوملاتړ وکړي.


ښاغلي نعيمي زياتوله   دافغانستان  دهره سيمې ،غر،دښتې ،کلي  بانډې او لمنې  څخه دفاع  دافغانستان دټولو ولسونومسووليت اودملي دنده بلل کيږي ،بايد دخپلو امنيتي ځواکونو سره ددې خاورې دارضي تماميت ،ساتنې اودفاع په لاره کې ولسي همکارۍ ژوندۍ وساتل شي ځکه  دسولې ،ثبات ،امن اوترقۍ دښمنان دخپلو شومو اهدافو دترلاسه کولوپه موخه په واکمن اسلامي نظام پسې ناوړه تبليغات ترسره کوي  غواړي په دې سره دولسونوپه منځ کې بدمرغۍ ،نفاق اوستونزې پيداکړي  دده په خبره که چيرې په دې خاوره کې مېشت او اتل ولسونه په خپل منځ کې نورهم متحد شي اوپه ولسي قوت دخپل نظام سره دبشپړې همکارۍ په چوکاټ کې دبشريت ضد کړنو،ورانکاره فعاليتونو،مافيايي کړيو ،غصب ،اداري فساد،ټولنيزو فسادونو ،قومي شخړو،منازغاتو اوشته ټولو بدمرغيو اوناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي ،ددې خاورې دښمنان به نورهم شرمنده شي اوپه هېواد مين ولسونه به نورهم دامن ،ترقۍ ،سولې اوثبات څخه برخمن شي.


خوست والي وويل چې يوشمير کسان دخپلو شخصي ګټو اوسياسي لوبو لپاره دخوست ولايت په سرحدونوپسې بې بنسټه تبليغات کوي چې په واقعيت دغه کسان دخوست ولايت له ولسونو ،امنيت اوپرمختګ سره جفاء کوي ، غواړي ددې لارې څخه دخلکوپه منځ کې تشويش اوبې اتفاقي پيدا کړي  خوست والي له خلکو غوښتنه وکړه چې دځوانانو دروزنې ترڅنګ ددغه سترولسي کاروان لارويان شي اوپه خپله خاوره کې دسولې ،امن ،ثبات اوملي يووالي بنسټونه پياوړي کړي.


خوست والي دکاروان لارويانو ته په خپلو خبروکې  په تيرو دوه نيمو کالونو کې دبيارغونې ،ښې حکومتدارۍ ،سالمې ادارې ،امنيت اونورو سکتورونو کې دلاسته راوړنوترڅنګ داوسنيو تلاشونو اوراتلونکو پلانونو په اړه هم څرګندونې وکړې ،نوموړي زياتوله چې دامهال په خوست کې دنړيوال هوايي ډګر،ګمرکي تاسيساتو،دولتي ادارو دودانيو،يوشمير ښوونځيو ،په مرکز او ولسواليو کې دسلګونو نورو پروژو دجوړيدو کارونه روان دي چې له پلان سره سم به په نورو ولسواليو کې هم دبيارغونې يو شميرپروژې پلې شي .


نوموړي دکاروان په زرګونو لارويانوته په خپله وينا کې داهم وويل چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دتګ لارو اودهېواد جمهور رئيس جلالتماب حامدکرزي له لارښوونې سره سم به دنظام دپياوړتيا ،ولسونو دهوساينې ،سولې دتامين اوخلکوته دخدمت په خاطرهڅې نورې هم ګړندۍ کړي ترڅوپه دغه سرحدي ولايت اوولسوالۍ کې مېشت ولسونه دخپل اسلامي نظام ترچترلاندې په خوښۍ اونيکمرغۍ کې خپل ژوند وکړي.


ښاغلي نعيمي له ولسونو غوښتنه وکړه چې دتل پاتې سولې دټينګښت لپاره په ولسي قوت کار وکړي اوپه خپلو سيمه کې دخپلو امنيتي ځواکونو سره دامنيت په ټينګښت کې بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکړي په خپلو سيمو کې دسولې اوملي پخلاينې دروانې پروسې دپياوړتيا سره خپله همکاري ژوندۍ وساتي ترڅو دولس ،هېواد،سولې اوثبات دښمنان ددې توان پيدا نه کړي چې ظالمانه ،وحشيانه اوبشريت ضد کړنې ترسره کړي اومرور وروڼه چې د دښمنانوپه اشاره دخپل هېواد،ولس اوتاريخ سره جګړه کوي له جګړې لاس واخلي اودخپل هېواد په ابادۍ اوپرمختګ کې دنورو افغانانوپه شان برخه واخلي.


همداشان يې په ولسونوغږ وکړ چې ترڅو دخپلو اولادونوپه سالمه روزنه اوپالنه کې خپل تلاش زيات کړي ځکه چې يواځي پوه ،روزل شوى اوپه ملي احساس سمبال نسل کولى شي خلک له بدمرغيو اوبې عدالتيو وژغوري.


همدا راز نوموړي په خپلو خبرو کې مطبوعات دملت جوړونې اوهېوادجوړونې په لاره کې يوسترځواک ياد کړ له ټولو خبريالانو يې غوښتنه وکړه ترڅو ددغه کاروان اوپه خوست کې دنورو پرمختګونو په ښه انعکاس کې خپل مسووليت اداء کړي او دواقعيتونوپربنسټ دخوست ولايت انځورخلکوته روښانه کړي.


خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي په خپلو خبرو کې دخپلو امنيتي ځواکونو ميړانه وستايله چې په بشپړ دېسپلين اوعسکري مکلفيت سره يې دسولې دغه کاروان په ملي برم تردغه سرحدي ولسوالۍ پورې بدرګه کړ ،نوموړي وويل چې ټول امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونه به دخپلې خاورې او ولس دساتنې اودفاع په لاره کې خپل تلاشونه زيات کړي دسرونوپه قيمت به ددې خاورې ساتنه کوي.


مل پاسوال سردارمحمدځاځي داهم وويل چې ټول امنيتي ځواکونه په لوړ مورال اوقوت سره دخپلو خلکو دسراومال څخه په اسلامي اوملي مسووليت سره ساتنه کوي چاته ددې اجازه نه ورکوي چې په دې ولايت کې امنيت ته ګواښ پېښ کړي ،نوموړي له ولسونو وغوښتل ترڅو دسولې ،امن اوثبات ددښمنانودپلانونوپه شڼدولوکې دخپلو امنيتي ځواکونو سره نوره هم خپله همکاري زياته کړي اوپه خپلو سيموکې دسولې ،امن اوثبات تامين ولسي خوځښونه پيل کړي.


ښاغلي ځاځي وويل ټول امنيتي ځواکونه وياړي چې دخداى هېواد دندې ترشعارلاندې په عملي توګه بيراغ په اوږه دخپل ولس خدمت کوي نو ولس هم مسووليت لري چې دخپلو ملي ځواکونو له خدمت ستاينه اوملاتړ وکړي.


وروسته دسولې دولايتي دفتر مشر مولوى صاحب حنيف شاه حسيني هم خبرې وکړې نوموړي دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت اوسرحدونو ددفاع کاروان دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې په لاره کې يو سترولسي قوت ياد کړ،له خلکو يې غوښتنه وکړه چې ټول دافغانستان دسولې دعالي شورا له تګ لارو سره سم دسولې دلارې دکاروان لارويان شي اوپه دې ولايت کې دسولې اوملي پخلاينې دروانې پروسې دچټکتياپه لاره کې تلاش وکړي،نوموړي زياتوله چې نور بايد هرفرد هڅه وکړي ترڅو په دې خاوره کې دجګړې دروازې بندې اودسولې دروازې خلاصې شي.


دځاځي ميدان ولسوالۍ دځوانانودټولنې وياند ډاکټرمعراج ګل مصاف په خپلو خبرو کې وويل چې دځاځي ميدان ولسوالۍ ټول ځوانان دسولې دکاروان لارويان دي نوموړي له خوست والي مننه وکړه چې په خوست ولايت کې يې دځوانانو دروزنې اوفکري رغونې لپاره اساسي کړنې ترسره کړي ده ،ښاغلي مصاف دکاروان ټولو لارويانوته داډاډ ورکړ چې دځاځي ميدان ولسوالۍ ځوانان دعلم حاصلولو ترڅنګ دخپلې سيمې اوسرحدونو څخه دامنيتي ځواکونه په شان ساتنه اودفاع هم کوي.


دمراسمو په وروستيو کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دځوانانو دروزنې ،فکري رغونې اوعلمې ودې په خاطرديادې ولسوالۍ ولسوال ته دخوست پيژندنې نوي په سلګونو چاپ شوي کتابونه اودپوهنې مديرته د١٥٠تکړه زده کوونکو لپاره ځانګړې اخيستل شوې تحفې هم ډالۍ کړي اوله دوى غوښتنه وکړه چې دغه کتابونه او ځانګړې ډالۍ دځاځي ميدان ولسوالۍ تکړه او اول نمره زده کوونکوته ورکړي ترڅو نورځوانان هم وهڅيږي چې دعلم ،پوهې اوقلم لاره خپله کړي.


دکاروان په وياړ جوړو شويو مراسمو ته  دتنګيو ماشومانو لخوا په زړه پورې ملي ترانې هم وړاندې شوې چې دټولو ګډونوالو لخوا په ملي مينه بدرګه شوې ،همداشان ديوشمير ځوانانو لخوا ملي اتڼ هم ترسره شو چې جوړ شوي مراسم يې نورهم شانداره کړل دپښتني دود او دوستورله مخې دکاروان ډير درنو مېلمنو اولارويانوته لونګۍ هم په سره شوې.


وروسته خوست والي چې دکاروان ګڼ شميرلارويانويې ملتيا کوله په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې دافغانستان دسرحدي پوستوڅخه ليدنه ترسره کړه ،نوموړي دسرحدي پوستو په ليدوسره دسرحدي ځواکونو له سربازانو مننه وکړه چې په ملي مسووليت اوقوت سره يې خپل بيراغ اوچت اوسرحدونه يې ټينګ ساتلي دي دوى ته يې دنده وسپارله ترڅو په سرحدي سيمو کې نورې هم خپلې ګزمې زياتي کړي.



دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت ،سرحدونو دساتنې کاروان چې په ډير قوت اوملي مينې سره دځاځي ميدان سرحدي ولسوالۍ ته تللى و ،ماښام ناوخته خوست ښارته په تللې لاره بيرته راستون شو.


دقومونو ديووالي  سولې دټينګښت سرحدونو ددفاع کاروان له سرحدي پوستو ليدنه وکړه


پجنشنبې دتلې دمياشتې په شپږمه نېټه چې دسپتمبر دمياشتې له ٢٧نېټې سره  سمون خوري ،دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په نوښت اولارښوونه دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت سرحدونو دساتنې اودفاع په موخه دسلګونو کسانوپه ګډون يوسترولسي کاروان دځاځي ميدان سرحدي ولسوالۍ ته چې له ښارڅخه د٥٠کيلو مترو په اندازه لرې پرته ده دځمکې دلارې داتلو ،زړورو،ميړنيو اوبيدارو امنيتي ځواکونو په بدرګه سره خپل يون ترسره کړ،په دغه سترولسي کاروان کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ ،امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ،دملي امنيت رئيس جنرال عبدالواسع احمدزي ،دولايتي شورا وکيلانو ،دعلماوو شورا غړو ، دسولې دولايتي کمېټې نماينده ګانو ،دملکي ادارو ،مسوولينو دامنيتي ارګانونو منسوبينو ،ديني علماوو ،مخورو قومي مشرانو ،دپوهنتون استادانو ،سترو علمي ،فرهنګي ،سياسي شخصيتونو ،دمدني ټولنو غړو درسنيو استازو اوپه سلګونو ځوانانو اودسولې دلارې لارويانو برخه اخيستې وه.


دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت ،سرحدونو دساتنې په موخه دخوست ولايت دځاځي ميدان ولسوالۍ ته ياد سترولسي کاروان دافغان ميړنيو ،امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدوي ځواکونوپه بدرګه سره په ډاډمنه امنيتي فضاء کې دصبريو او باک ولسواليو له سيمو څخه ځاځي ميدان ولسوالۍ ته ورسيد چې دهغه ولسوالۍ دزرګونو اوسيدونکو لخوا يې په ملي مينه تود هرکلى وشو.


هغه مراسم چې دهمدې کاروان دهرکلي په وياړ جوړ شوي  دپاک قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل وروسته دسيمې ولسوال محمد يونس ځډران ،دولايتي شورا وکيل ګل محمدځاځي ،مفتي محمداميرمخلص  دځاځي ميدان ولسوالۍ داوسيدونکو په استازيتوب دکاروان لارويانو ته ښه راغلاست وويلو دغه کاروان يې دخوست په تاريخ کې هغه سوليز خوځښت ياد کړ چې دسولې امن ،اوثبات دښمنانوته يې غاښ ماتونکى ځواب ورکړ،ددوى په خبره چې دامهال په خوست کې امنيتي حالت ډاډمن شوى دى اوټول خلک په ډاډمنه امنيتي فضاکې خپل ژوند کوي دوى زياتوله ډير دوياړ ځاى دى چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په سرلاروۍ دغه ولسوالۍ ته دسولې يو سترکاروان راځي  دوى په خپلو څرګندونو کې دکاروان لارويانوته دا ډاډهم ورکړ چې دخپلې خاورې ،ارزښتونو اوملي ګټو څخه به په ملي مينه اومسووليت سره ساتنه اوپالنه کوي.


خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي  په خپلو خبرو کې وويل خوست کې دقومي يووالي ،سولې دټينګښت او سرحدونو دساتنې دغه  ولسي کاروان    دځاځي ميدان دسولې سرحدي ولسوالۍ ته په داسې حال کې خپل يون کوي چې دچنګاښ دمياشتې په ٢٠نېټه همدې کاروان دخوست ولايت دتڼيو ولسوالۍ يوې لرې پرتې سيمې ادمحمد تاريخي زيارت غرته يون ترسره کړ کوم چې شمالي وزيرستان ته څيرمه يوه استراتيژيکه سيمه بلل کيږي.


دنوموړي په خبره ددغه کاروانونوپه لاره اچولو کې  دسولې ،امن ،ترقۍ ،اسلامي ورورولۍ ،يووالي ،تمدن ،پوهنې ، پرمختګ اوسرحدونو دساتنې او دفاع څرګند پيغامونه نغښتي دي.


ده وويل   ډير دوياړ اوخوښۍ ځاى دى چې ددوهم ځل لپاره ددغه مقدس کاروان داستقبال لپاره په دغه سيمه په سلګونو ځوانان ،ديني علماء ،مخور مشران ،ميړني اواتل سربازان ،استادان ،ډاکټران خبريالان اودبېلابېلو ادارو مسوولين راټول شوي دي اوغواړي په ډيرقوت سره دخپلې خاورې دساتنې ،دفاع ،خدمت ،ترقۍ ،تمدن  پيغام په ملي اونړيواله کچه په ډاګه کړي  او دخپلو اتلو اوميړنو سربازانو چې بيراغ په لاس خپل خاوره ،ولس اوتاريخ ساتي دقربانيو اوتلاشونوڅخه ستاينه اوملاتړ وکړي.


ښاغلي نعيمي زياتوله   دافغانستان  دهره سيمې ،غر،دښتې ،کلي  بانډې او لمنې  څخه دفاع  دافغانستان دټولو ولسونومسووليت اودملي دنده بلل کيږي ،بايد دخپلو امنيتي ځواکونو سره ددې خاورې دارضي تماميت ،ساتنې اودفاع په لاره کې ولسي همکارۍ ژوندۍ وساتل شي ځکه  دسولې ،ثبات ،امن اوترقۍ دښمنان دخپلو شومو اهدافو دترلاسه کولوپه موخه په واکمن اسلامي نظام پسې ناوړه تبليغات ترسره کوي  غواړي په دې سره دولسونوپه منځ کې بدمرغۍ ،نفاق اوستونزې پيداکړي  دده په خبره که چيرې په دې خاوره کې مېشت او اتل ولسونه په خپل منځ کې نورهم متحد شي اوپه ولسي قوت دخپل نظام سره دبشپړې همکارۍ په چوکاټ کې دبشريت ضد کړنو،ورانکاره فعاليتونو،مافيايي کړيو ،غصب ،اداري فساد،ټولنيزو فسادونو ،قومي شخړو،منازغاتو اوشته ټولو بدمرغيو اوناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي ،ددې خاورې دښمنان به نورهم شرمنده شي اوپه هېواد مين ولسونه به نورهم دامن ،ترقۍ ،سولې اوثبات څخه برخمن شي.


خوست والي وويل چې يوشمير کسان دخپلو شخصي ګټو اوسياسي لوبو لپاره دخوست ولايت په سرحدونوپسې بې بنسټه تبليغات کوي چې په واقعيت دغه کسان دخوست ولايت له ولسونو ،امنيت اوپرمختګ سره جفاء کوي ، غواړي ددې لارې دخلکوپه منځ کې تشويش اوبې اتفاقي پيدا کړي  خوست والي له خلکو غوښتنه وکړه چې دځوانانو دروزنې ترڅنګ ددغه سترولسي کاروان لارويان شي اوپه خپله خاوره کې دسولې ،امن ،ثبات اوملي يووالي بنسټونه پياوړي کړي.


خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي په خپلو خبرو کې دخپلو امنيتي ځواکونو ميړانه وستايله چې په بشپړ دېسپلين اوعسکري مکلفيت سره يې دسولې دغه کاروان په ملي برم تردغه سرحدي ولسوالۍ پورې بدرګه کړ ،نوموړي وويل چې ټول امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونه به دخپلې خاورې او ولس دساتنې اودفاع په لاره کې خپل تلاشونه زيات کړي دسرونوپه قيمت به ددې خاورې ساتنه کوي.


دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى حنيف شاه حسيني  اودځاځي ميدان ولسوالۍ دځوانانو دټولنې دوياند هم په خپلو څرګندونو کې سوله دافغانستان دخلکو يوه بنسټيزه اړتيا ياده کړه اوله خوست والي يې مننه وکړه چې په ملي مينه ددغه مقدس هدف دترلاسه کيدو لپاره تلاش کوي.


په همدې تړاو جوړ شويو مراسمو کې دزده کوونکو لخوا دسولې په تړاو ملي ترانې هم وړاندې شوې اوديوشمير ځوانانو لخوا دافغانستان ملي اتڼ هم ترسره شو.


وروسته دپښتنې دودله مخې دسيمې دولسوال محمد يونس ځدران لخوا خوست والي او دکاروانو نورو لارويانوته لونګۍ ورپه سر شوې ،ورپسې دخوست والي لخوا دځاځي ميدان ولسوالۍ له ١٥٠تنو اول نمره زده کوونکو لپاره اخيستل شوې تحفې هم ديادې ولسوالۍ دپوهنې مديرته ډالۍ شوې.


همداشان سيمې ته تللي  دقومونو ديووالي ،سولې دټينګښت اوسرحدونود ساتنې کاروان په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې دسرحدي پوستو اوبېلابېلو ستراتيژيکو نقطو څخه په پلي توګه ليدنه وکړه ،کاروان ماښام ناوخته خوست ښارته راستون شو.