کور / راپور / خوست:د کرني او مالدارۍ د۱۳۹۱د لومړيو شپږمياشتو راپور

خوست:د کرني او مالدارۍ د۱۳۹۱د لومړيو شپږمياشتو راپور

په خوست ولايت کې د اوبو ، کرنې او مالدارۍ رياست په شپږ مياشتيني راپور کې راغلي چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د لس مليونه ، اته لکه ، شپږويشت زره ، اووه سوه شپږ شپيته (١٠٨٢٦٧٦٦) افغانيو په مالي لګښت انکشافي پروژې پلې شوې دي همداشان د نړيوالي ټولنې په چوکاټ کې د ( اې ډي ټي ) ټيم په مرسته ٣٣ نوي باغونه جوړ شوي دي .

د زراعت رياست د مسئولينو د معلوماتو په اساس د ١٣٩١ هجري لمريز کال د حمل مياشتې څخه د سنبلې مياشتې ترپايه پورې د اووه مليونه ، څلور لکه ، اته ديرش زره ، دوه سوه (٧٤٣٨٢٠٠ ) افغانيو په لګښت اصلاح شوي تخمونه او په مرکزي باغ او ( ٨ ) ولسواليو کې د څلور لکه ،څلور اتيا زره ( ٤٨٤٠٠٠ ) افغانيو په قيمت سره د زعفرانو امتحاني پروژې پلې شوې دي .

په دغه راپور کې ليکل شوي چې د دوه مليونه ، نهه لکه ، څلور زره ، پنځه سوه شپږشپيته ( ٢٩٠٤٥٦٦ ) افغانيو په ارزښت د شين اقغانستان او جلغوزيو پروژې هم د کار لاندې نيول شوي چې په راتلونکي لنډ وخت کې به يې چارې سرته ورسيږي .

د اوبو ، کرنې او مالدارى رياست په راپور کې ددې يادونه هم شوې چې د هندوستان هېواد څخه رانقل شوي (٢٥٠٠) مټريک ټنه خوراکي غنم يې (٢٥٠٠٠ ) غريبو کورنيو ته د ټاکل شوي کميسيون په د نظارت وړاندې ويشل شوي دي چې تر ډيره بريده يې د بې وزلى مخه نيولي ده .

همداشان ( ٢٤٢٤ ) تنه بزګران د نيالګيو کښينولو او پيوند کولو ، (٥٩٧) تنه د نباتي سرې جوړولو او د تازه ميوې وچولو په برخه کې روزل شوي دي او ٦٠ تنو بزګرانو کرنيز وسايل د( اې ډي ټي ) ادارې په مرسته ورکړل شوي دي .

په ورته بڼه د کرنې او مالدارى په برخه کې د زراعت رياست د ترويج او نورو څانګو مامورين د ورکشاپونو او سمينارونو له لارې ښه روزل شوي دي .

په دغه راپور کې راغلي چې د دولتي باغونو او ځنګلونو د ساتنې او احيا لپاره زيات کار شوى چې په پايله کې يې عامو خلکو او بزګرانو ته د کار کولو وړ شرايت مساعد شوي دي .

په خوست کې د زراعت رياست د ١٣٩١ هجري لمريز کال په لومړنيو دوو ربعو په جريان کې د ولسي غوښتنو د پوره کولو لپاره زياتې هڅې کړې او پلان لري چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې له دې هم لوړ خدامات د خوست خلکو ته د اوبو لګولو ، کرنې او مالدارى په برخو کې وړاندې کړي .