کور / طنز / سوله نن بیا دعوت شوه

سوله نن بیا دعوت شوه

د یو کال ډیر مودی مخکی مشر لالا په سپین کاغذ باندی بیا یوڅو توری ولیکل چی د فرمان په نامه باندی متحدالمال صادر شو. په ولایاتو کښی یی مشروع جګړه ماران پدی مکلف کړل چی د سولی ولایتی شورا په نوم یوه ډله قومی ډاره ماران، علماء او نور بی معاشه خلکو سره راغونډ کړی.

نو خدای تعالی دی لری مشروع جګړه مار(والی) هم د عادت سره سم هغه منلی او وتلی غوړه مالان او چاپلوسان، قومی داړه ماران او د غټی ږیری لرونکی بی علمه علماء راغونډ کړل، همدا ډله یی د سولی ولایتی شورا په نوم علان کړه.

یوه ورځ د سولی ولایتی شورا لخواه په میاشتنی ناستی کی د ګډون بلنه راکړه شوه، ما هم په ورین تندی ومنله، ډیر خوشحاله شوم ځکه په کلنو کلنو می اصلا د سولی د خبری نه وی اوریدلی، بس هر ورځ دومره خلک مړه شول، دومره ټپیان شول او په اخر کی د مشر لالا دفتر ننی بریدونه او وژنی په سخت ټکو وغندل، نو نن ورځ می د ژوند ترټولو خوشحاله ورځ ګنله خو تر تیرو ورځو هم ډیری د خفګان خبری می واوریدلی .شورا ته د کډون په موخه د ولایت د غونډو تالار ته ولاړم، د یوساعت انتظار وروسته مشرجګړه مار تالار ته تشریف راوړ ټول خلک ورته پورته شول.
مجلس شروع شو ترټول د ډیری غټی ږیری لرونکی ملاصاحب د قران کریم څو مبارک ایتونه داسی تلاوت کړل لکه قران شریف چی په پښتو ژبه نازل شوی وی. د تلاوت وروسته د سولی پتنګانو د خپلو تنخوا، دفتر، امینتی پولیسو، ډوډی او نورو شخصی امکاناتو باندی ډیر په زړه پوری بحث وکړه.

په اخر کی مشروع جګړه مار(والي) د ټولو ښاغلو څخه ډيره زیاته مننه وکړه چی تل یی د سولی په راوستولو کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی او کوی به یی. د سولی پتنګانو هم د مشروع جکړه مار د خوشحاله کولو لپاره د نوموړی شتون د لوی څښتن تعالی نعمت یاد کړه، او د نورو بریالیتوبونو په خاطر ټولو په ګډه ورته د دوعا لاسونه پورته کړل.

ملــــته! مطمین اوسی

اوس افغانستان ته سوله راځی نن ورته بیا زمونږ د سولی ولایتی شورا دعوت ورکړی، ټول ملت کولی شی چی په نورو دعوتونو کی ګډون وکړی. خو په یاد لری چی سوله به د افغان ملت د مرګ څخه وروسته لاکن د قیامت ورځی مخکی راځی.