کور / راپور / پکتيا: د کره کتني او مشاعرې راپور

پکتيا: د کره کتني او مشاعرې راپور

د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز د فرهنګي يون په تالار کې کره کتنه او مشاعره وشوه!
د روان کال د تلې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د جمعې په ورځ د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز د فرهنګي يون د غونډو په تالار کې د ډاکټر خالد آمان ( غازي ) په غزل کره کتنه وشوه او ورپسې د ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو لخوا مشاعره وشوه، غونډه د تل په څېر په تلاوت پېل شوه چې قاري صېب فضل احمد نظري د قرآن عظیم الشان مبارک آیاتونه تلاوت کړل، ورپسې د غونډې ویاند شاهد خان تنها لخوا معروف افغان ته وار ورکړی شو تر څو د تېرې اونۍ راپور وړاندې کړي له راپور وروسته د غونډې مشر نورګل تګابی او مشر مېلمه ډاکتر ملنګ غر وګومارل شول، تر څو غونډه تنظیم کړي له دې وروسته کره کتنه رسما پېل شوه چې په هر بېت په جلا جلا ډول کره کتنه وشوه او هر ګډونوال په خپل وار سره سالم نظرونه ورکړل چې د غزل نیمګړتیاوې او ښېګڼې یې په ګوته کړې، کره کتنه په آرامه فضاء کې پای ته ورسېده او ورپسې په خپله شاعر خالد آمان ته وار ورکړی شو تر څو له خپل شعر څخه دفاع وکړي او یا هم دغه نظرونه تاييد کړي هماغه وو چې نوموړي د ټولو ګدونوالو نظرونو ته احترام درلود له ټولو یې مننه وکړه چې دده په شعر یې کره کتنه وکړه، له کره کتنې وروسته مشاعره وشوه چې شاوخوا ۲۵ تنه شاعرانو پکې ګډون درلود لکه هر یو ( محمد رفیق مهران، ډاکټر ملنګ غر، پروېز نیازی، خالد آمان، شاهد خان تنها، عتیق الله نادم، عرفات سلیم، نورګل تګابی، فضل احمد نظري، خان ولي محمدزی، معروف افغان، عبدالصبور هجران، محمد خان رېحان او داسې ګڼ شمېر نورو ) ټولو خپل او د نورو شاعرانو شعرونه دکلومه کړل، په پای کې د راتلونکې جمعې ورځې لپاره د انجینر پروېز نیازي شعر د کره کتنې لپاره غوره کړی شو او غونډه د قاري محمد رفیق مهران لخوا د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده .
د یادونې وړ ده چې سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز د هېواد په کچه د ځوانانو د سالمې بوختیا او روزنې په موخه ګڼ شمېر سالم فعالیتونه کوي چې له نېکه مرغه د عدلیې وزارت او نورو اړونده ارګانونو سره په رسمي ډول ثبت او راجستر دی، دغه ډول ادبي کره کتنې او مشاعرې د هرې جمعې په ورځ له لمانځه وروسته برابروي، هېره دې نه وي چې دغه مرکز د ( پکتیا سحر ) په نامه یوه مهالنۍ هم لري چې شپږمه ګڼه یې همدا نن د شنبې په ورځ له چاپه راووته.