کور / راپور / په شيخ زاهدپوهنتون کي علمي کنفراس ۲۰۱۲

په شيخ زاهدپوهنتون کي علمي کنفراس ۲۰۱۲

په شيخ زايدپوهنتون کې يومياشتنى علمي کنفرانس ترسره شو


نن سې شنبې دتلې دمياشتې په ٢٥نېټه چې داکتوبر دمياشتې له ١٦نېټې سره سمون خوري ، په شيخ زايدپوهنتون کې يومياشتنۍ په لاره اچول شوى علمي کنفرانس هغه تکړه او وتلو محصلينو چې ددې کنفرانس ترسرليک لاندې يې دبېلابېلو موضوعاتو په تړاو ارزښتمن څيړنيز سيمينارونه وړاندې کړي و، دشيخ زايدپوهنتون اړوند دعبدالصمدخان اڅکزي دکنفرانسونوپه تالار کې ديوې درنې اوشانداره غونډې په ترڅ کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا ورته دلازياتې هڅوونې په خاطر ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.دتکړه محصلينو دتقدير په موخه په دغه جوړه شوې غونډه کې دخوست والي ترڅنګ ،دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري ،دولايتي شورا وکيلانو ،دسولې دولايتي کمېټې نماينده ګانو ،مخورو مشرانو،دمدني ټولنو غړو ،خبريالانو ،دپوهنتون استادانو اوپه سلګونو محصلينو ګډون درلود.



دغه علمي غونډه دشرعياتو دپوهنځي دمحصل قاري محمدعيسې لخوا دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري دغونډې برخوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ پرانيستونکې وينا وکړه نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې دغه يومياشتنى علمي کنفرانس يې دپوهنتون دعلمي ودې ،ظرفيت لوړونې اوځوانو کدرونو دهڅوونې  لپاره په لاره اچولى و ، دپوهنتون په کچه ١٤تنه هغه محصلين چې دهمدې کنفرانس په ترڅ کې يې غوره علمي سيمينارونه وړاندې کړل ديوې کمېټې لخوا په ګوته چې دخوست ولايت دفرهنګپال والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا دځانګړې مينې او لورينې په اساس ورته دلازياتې هڅوونې اوعلمي سيالۍ دپياوړتيا لپاره ځانګړې ډالۍ چمتو شوي دي.


باوري زياتوله چې دپوهنتون اداره تلاش کوي ترڅو دنړيوالو منل شويو معيارونو سره سم خپلې درسي چارې منظمې کړي اودپرمختللو معيارونو مطابق په شيخ زايدپوهنتون کې اساسي پروګرامونه په لاره واچوي ترڅو له يوې خواعلمي وده پراختيا ومومي اودبلې خوا دغه سترعلمي مرکز وکولى شي خپل هېواد دخدمت لپاره په بېلابېلو عرصوکې داساسي خدمت لپاره ښه کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي.


دپوهنتون رئيس په خپلو خبرو کې له خوست ولايتي ادارې په ځانګړې توګه خوست والي څخه يې په دې خاطرقدرداني وکړه چې تل دپوهنتون دپرمختګ اوعلمي ودې دپروګرامونو ملاتړ کړى او دستونزو دهواري په برخه کې يې هيڅ ډول خپله همکاري اومرسته نده سپمولې.


نوموړي په خپلو څرګندونو کې داهم وويل چې دپوهنتون دپرمختګ ،ستونزو دهواري اوپه اداره کې دمثبت بدلون اوسمون لپاره يې ځانګړې تګ لارې ترلاس لاندې نيولې دي ،دده په خبره چې له دې وروسته بايد دپوهنتون هره پوهنځي اوديپارتمنت ځانګړي علمي اهداف ولري اوټول تلاش بايد داوي چې دغه هدفونه ترلاسه شي ،دده په خبره چې دپوهنتون دپرمختګ لپاره دولايتي ادارې اوخلکو بشپړ ملاتړ لري نو دهمدې ملاتړ په اساس به په پوهنتون کې شته ستونزې هوارې اودغه پوهنتون به په يوپرمختللي پوهنتون بدل کړي.


ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ددغه علمي کنفرانس دبرياليو ،تکړه اووتلو محصلينو ته دمبارکۍ ترڅنګ په خپلو خبروکې دغه يومياشتنى علمي کنفرانس دپوهنتون دپوهنيزپرمختګ ،ظرفيت لوړونې ،فکري رغونې ،سالمي علمي سيالۍ اوعلمي سرمايو په شريکولو کې يو غور عملي اواساسي ګام وبللو ،اودغه ټول کنفرانسونه يې دشيخ زايدپوهنتون دادارې سترې لاسته راوړنې اودځوانو کدرونودهڅوونې اوروزنې ترټولو غوره  پروګرامونه وبلل کوم چې دبېلابېلو پوهنځيو محصلين په کې دعلمي اوسالمو سياليوله لارې دبرياليتوب ترلوړو پوړونو پورې درسيدلو لپاره مبارزه کوي.



خوست والي ددغه يومياشتني کنفرانس له جوړيدو خوښي څرګنده کړه اوپه دې تړاويې وويل چې ددغه علمي کنفرانس دهغه برياليو اوتکړه محصلينو چې غوره علمي سيمينارونه يې وړاندې کړي دهڅوونې په خاطريې ١٤پايې کمپيوټرونه اخيستي چې ددغه علمي فکري مبارزې وتلو لايقو محصلينو په واک کې به ورکړل شي چې دوى له دغه کمپيوټرونو څخه دزياتې علمي سرمايې په ترلاسه کولو کې ګټه پورته کړي.


ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو څرګندونو کې شيخ زايدپوهنتون دهېوادپه کچه هغه سترمعنوي اوفکري مرکزيادکړ چې دامهال په کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو محصلين لوړې زده کړې ترسره کوي اودهېواد دځلانده راتلونکې لپاره علمي اوملي مبارزه کوي ،دده په خبره چې دهېواد ټول محصلين دافغان ځوريدلي ،کړيدلي ولس سترګې اولويې هيلې دي چې په راتلونکې کې به په دې هېوادکې دتمدن ،پرمختګ ،سولې ،امن اوثبات خوځښتونه نور هم پياوړي کړي،نوټول محصلين بايد په اسلامي اوملي مسووليت سره په ښه توګه خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي ترڅو هم دخپلې کورنۍ اوهم دافغانستان دولس اوتاريخ ستروياړونه شي.


همداشان خوست والي زياتوله که چيرې محصلين په علمي مرکزونو کې دزده کړو پرځاى په بې ځايه سياستونو کې ښکيل شي ،افغانستان يوځل بياله سترو تاريخي بدمرغيو ،بې عدالتيو اوبحرانونو سره مخامخ شي اوافغان ملت به نورهم دنړۍ له نورو ملتونو دپرمختګ په ډګرکې شاته پاتې شي ،ده له استادانو غوښتنه وکړه ترڅو په اسلامي روحيې ،ملي فکر ،وطن دوستۍ اوملي احساس سره دمحصلينو په روزنه کې نه ستړې کيدونکې هڅې وکړې اوچاته ددې اجازه ورنه کړي چې دشومو او ناوړه هدفونو او ويجاړونکو پلانونو دپلي کيدو په خاطر دافغانستان دځوانانو له احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړي.


ښاغلي نعيمي په خپلو خبروکې دې ته هم اشاره وکړه چې يوشمير ويجاړونکې کړۍ او دغيرې منطقي سياستونو لوبغاړي پرلپسې تلاش کوي ترڅو دپوهنتون دمحصلينو له پاکو احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړي او عملي مبارزو ،فکري رغونې دبهير ،اساسي هدفونو او لاروڅخه يې راو ګرځوي اوپه داسې اعمالو ،دسيسو او توطيو کې يې ښکيل کړي چې له يوخوا دپرديو په اشاره دهېواد په تخريب کې لاس پيدا کړي اوله بلې خوا دځينو شخصي ناروا ګټو دپلويانو ګټې خوندي کړي.


دپوهنتون له ادارې ،استادانو ،محصلينو اوکورنيويې غوښتنه وکړه چې دهېواد اودعلمي پرمختګ ددښمنانو دغه ډول ناروا کړنو اودسيسوته متوجه شي اوچاته ددې اجازه ورنه کړي دشومو هدفونو دترلاسه کولو لپاره دپوهنتون دمحصلينو له پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.


خوست والي داهم وويل چې اوس مهال په هېوادکې دملي مشرتوب اوملي نظام ترچترلاندې دنړيوالې ټولنې په مرستو سره په بېلابېلو سياسي ،فرهنګي ،علمي ،ټولنيزو ،اقتصادي اونورو ډګرونو کې دپام وړمثبت بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي دي ،ښاغلي نعيمي په محصلينو باندې غږ وکړ چې په علمي تلاشونو ،زيار اوکوښښ سره ددغه رامنځته شويو پرمختګونو دثبات اوپياوړتيا لپاره دافغانستان ديوځيرک اوپوه نسل په توګه مبارزې ته دوام ورکړي اوخپل هېواد دنړۍ دپرمختللو هېوادونو سره په هره برخه کې سيال کړي.


ښاغلي نعيمي دنړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه دامريکا دمتحده ايالاتو له ټولو هغه مرستو څخه مننه وکړه چې دپرمختګ ،بيارغونې ،پوهنيزې پرمختيا،امنيتي سکتوردپياوړتيا اونورو سکتورونو دتقويې په ډګرونو کې يې ترسره کوي ،نوموړي دهېواد،سولې ،امن اوثبات ددښمنانولخوا ټول هغه ځانمرګي او تروريستي بريدونه په سخته ټکو وغندل کوم چې په افغان اونړيوالو ځواکونو يې دملکي بې ګناه وګړو په منځ کې ترسره کوي ،دده په خبره نړيوال په ځانګړې توګه امريکا دنړيوالو اصولو ،نورمونو اوستراتيژيکې همکارۍ په اساس دافغانستان دهراړخيز پرمختګ هرډول مادي اومعنوي ملاتړ کوي ،هغه څوک چې دنورو په اشاره په نړيوالو ځواکونو بريدونه کوي په واقعيت کې ددغه هېواددپرمختګ ،ترقۍ ،امنيت دافغانستان او امريکا ترمنځ دښه مشارکت زغم نه لري ،نوموړي له محصلينو وغوښتل چې هيڅکله دهېواد ،سولې ،امن اوثبات ددښمنانوپه اشاره په احساساتي ډول دامريکا يا دنورو هېوادونو بيراغونه ته ور وانه چوي بلکې ټول محصلين بايد په حوصله ،صبر ،زغم اوترڅيړنې وروسته دهرناروا اسلام اوبشريت ضد عمل په وړاندې خپل سوله ييز غږ اوچت کړي .


همدا راز نوموړي په خپله وينا کې ځينې سروې ګانې ،غيرمنطقي اوله واقعيت لرې تحليلونه بې اساسه وبلل چې په دې وروستيو کې ديوشمير سازمانونو اوځينو شننونکو لخوا دافغانستان دراتلونکي سياسي ژوند په اړه وړاندې کيږي ، دنوموړي په خبره چې افغانان اوس په ملي قوت  سره دخپل ملي نظام ترچترلاندې کولى شي په ملي غرور ،وطن دوستۍ تاريخ ته په کتوپه ميړانې اواتلولۍ سره خپل ولس ،هېواد اوتاريخ له هرډول پېښو اوبدمرغيو وژغوري  اوپه خپل قوت خپل هېوادته کار وکړي.


خوست والي دخپلې وينا په وروستۍ برخه کې له ټولو ملي بنسټونو ،سياسي ګوندونو ،مطبوعاتو ،مدني ټولنو ،استادانو ،محصلينو ،ښوونکو ،سياسي شننونکو بلکې ټولو ولسونو اوبنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې دخپل هېواد په جوړونه ،ابادۍ ،ترقۍ اوپرمختګ کې په ملي يووالي سره ونډه واخلي اوپه هېوادکې دټولنيزو اوانفرادي اصلاحاتو لړۍ پياوړې وساتي ،همداشان نوموړي ددې يادونه هم وکړه چې ټول افغانان بايد په يوموټي توګه دملي ګټو ،ملي ارزښتونو اوملي هويت ساتنه وکړي او دټولو هغه منفي تبليغاتو اونيوکو مخه ونيسي چې دځينو کړيو ،فرصت طلب کسانو لخوا ترسره کيږي.


خوست والي په خپلو وروستيو څرګندونوکې دشيخ پوهنتون ادارې ته دهراړخيزه ملاتړ ډاډ هم ورکړ.


ورپسې دځانګړو مراسمو په ترڅ کې ددغه کنفرانس دعلمي سيمينارونو ١١تکړه محصلينو  ترڅنګ ،دنومرو په اساس په عمومي کچه ددغه پوهنتون درى تنو ممتازو محصلينو او دژورناليزم دپوهنځي دوه هغه محصلينوته چې په ملي کچه يې په يوې علمي سيالۍ کې لومړى مقام خپل کړى دى ، دخوست ولايت مقام له خوا ورته اخيستل شوي ١٤پايې کمپيوټرونه دځانګړۍ ډاليو په توګه دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ،دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمدرسول باوري ،دپوهنځيو درئيسانو اويوشمير مخورو لخوا ووېشل شول ،دخوست والي لخوا دممتازو دريوتنو زده کوونکو سره نقدي مرسته هم وشوه اودپوهنتون دادارې لخوا ټولو لايقو محصلينوته چمتو شوي ستاين ليکونه ورکړل شول.



دعلمي کنفرانس دتکړه محصلينو دتقدير په وياړ جوړ شوي مراسم ،دشرعياتو دپوهنځي درئيس مولوى عطاءالله عصامي لخوا په هېواد کې دپوهنيز پرمختګ ،ځوان نسل دښې روزنې ،سولې امن ،پرمختګ ،ملي يووالي لپاره په دعا سره پاى ته ورسيدل.