کور / راپور / ((ځوانان څنګه پر ځان باوري کېدلاى شي)) علمي کنفرانس

((ځوانان څنګه پر ځان باوري کېدلاى شي)) علمي کنفرانس

مثب بدلون ټولنې غړو خپله دوهمه علمي ناسته ((ځوانان څنګه پر ځان باوري کېدلاى شي)) ترعنوان لاندې موضوع ته ځانګړې کړې وه.
دغه ناسته چې د تېرې پنجشنبې ورځ ( دتلې په ٢٧ مه) د ننګرهار په ټولنيز او فرهنګي مرکز (ميديوتيک) کې جوړه شوې وه، د تلاوت لپاره قاري ضياءالحق ته بلنه ورکړل شوه او پرانستې وينا يې عبدالبصير سباوون وکړه. نوموړي ګډونوالو ته د ((مثبت بدلون)) د چاپ شوې اخبار لومړۍ ګڼې مبارکي ورکړه او بيا يې په سيمه کې د اخبار د مطالعې د دودولو وړانديز وکړ. ورپسې نصير احمدکمال د اخبار پر ارزښت خبرې وکړې او وې ويل چې د ټولنې ټول غړي بايد د اخبار په فعال ساتلو کې پوره ژمن اوسي. نوموړي زياته کړه: پخوابه پېښور چاپ اخبارونه راتلل چې اتيا سلنه موضوعات به يې زموږ د ملي باور او ټولنيزو ارزښتونو په زيان وو؛ خو بيا يې هم لوستونکي لرل، موږ هم بايد لوستونکو ته قناعت ورکړو چې په دې برخه کې د خپلې سيمې توليد ترنورو هغو مهم او ګټور وبولي.
د ټولنې يو بل غړي شکيل احمد سعيدوويل: هغه لوستونکي چې پخوا به يې پاکستانۍ چاپ ورځ پاڼې لوستې اوس په کار ده چې مثبت بدلون يې ګوته ته ورسول شي.
سعدالله فطرت د مثبت بدلون د اخبار پرپاليسۍ روښانه کړه او وې ويل چې زموږ ټولې ليکنې بايد پخپلو ملي او ټولنيزو مسايلو وڅرخي، ستونزو ته حل لارې په کې روښانه شوې وي او د لوستونکي فکر کې مثبت بدلون راولي.
پر اخبار تر بحث وروسته غونډې ته په ځانګړې شوې موضوع د ننګرهار پوهنتون استاد محمد ناصر حليمي خپل معلومات ورکړل. نوموړى لومړى د انسان پر استعداد او فکري قوت وغږېد او بيا يې د اروا پوهنې له نظره پر عزت نفس د جسم، روحي او عقلي قوت اړخونه وڅېړل. استاد په دې اړه وويل: نړۍ ته هېڅ انسان بې استعداده نه راځي خو کورنۍ او ټولنيزه روزنه يې بيا پر شخصيت مستقيمه اغېزه کوي چې د ځينو ژوند يې پر باور مخ په وړاندې سختو او اسانه خنډونو سره مبارزه کوي او ځينې يې د بذدلۍ له امله له بلا ستونزو او کړاوونو سره مخ وي.
هغه دا هم وويل په نړۍ کې هغه خلک لوړ دي چې سخت پړاوونه يې وهلي وي، دوى د ناکامۍ فکر نه کوي او شعار يې يوازې برى وي. ښاغلي حليمي عزت نفس ته تابع وګړي په ټولنه پېټى، ښوېدونکي او پر خپل ځان ناباوره وګڼل او وې ويل هرڅوک چې پر ځان بې اعتماده شول نو نه يوزې به له ټولنيز باور بې برخې شي؛ بلکې ورسره به يې ژوند له کړاوه ډک وي.
په پاى کې استاد حليمي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل.
مثبت بدلون تر دې وړاندې شپږ ناستې کړي چې يوه يې علمي او پېنځه يې مشورتي وې.