کور / اسلامي / يوه داسي گناه چي انسان جنت ته داخلوي

يوه داسي گناه چي انسان جنت ته داخلوي

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
بعضوعلماووفرمايلي دي:
ذنب يدخلک الجنة وحسنة تدخلک النار
يوه داسي گناه ده چي تاجنت ته داخلوي اويوه داسي نېکي ده چي تااورته داخلوي.

گناه داده چي څوک گناه وکړي اوهغه گناه يې په يادوي،دهغې له کبله په ده کي عاجزي اوپښېمانتيا راشي،الله ته متوجه شي،توبې باسي،نوالله پاک په پايله کي ورڅخه راضي شي او باالآخره يې جنت ته داخل کړي.

نويوه گناه يې جنت ته دداخلېدلوسبب شوه .

دوزخ ته داخلوونکې نېکي داده:يوښه کاروکړي،تل يې يادساتي چي ماخوپه فلاني وخت داسي ښه کاروکړ،ددې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي راشي،ځان ورته لوی سړی معلوم شي اونوروته په سپکه گوري،چي نورخلگ
په گناهونوکي لگيادي اوزه دادی داسي عبادتونه کوم،په دې سره الله جل جلاله ناراض کړي،په پايله کي يې دغه عبادت جهنم ته ورسوي نودادی عبادت يې وکړواودعبادت له کبله جهنم ته ورسېد!!

حضرت امام مالک رحمه الله فرمايلي دي چي تاسودخلگوگناهونوته مه گورئ لکه تاسوچي خدايان ياست!

بلکي خپلوگناهونوته وگورئ لکه تاسوچي بندگان ياست!

پرهغوخلگورحم وکړئ څوک چي په تکليفونوکي مبتلاوي اودالله پاک شکرپه دې ا داکړئ چي تاسوته يې سلامتيادرکړې ده!

دچاپه هکله له داسي فيصلې کولوډډه وکړئ چي دادوزخي دی اوداجنتي دی!

پرگناهگارانوباندي ځان لوی مه بوله بلکي دهغوی لپاره دهدايت اوسم لاريتوب دُعاگاني له الله پاکه وغواړه!!

حضرت ضمضم هلالي رحمه الله ويلي دي چي ماته حضرت ابوهريره رضی الله عنه وويل چي ته چاته داسي مه وايه چي تاته الله پاک بخښنه نه کوي اويادي جنت ته هيڅکله نه داخلوي .

ماورته وويل :اې ابوهريره(رضی الله عنه)داخويوه داسي خبره ده چي

په موږکي يې څوک خپل ورورياملگري ته په داسي حال کي چي درداوغصه ورشي،کوي؟

حضرت ابوهريره(رضی الله عنه)وفرمايل:ماله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چي په بني اسرآئيلوکي دوه کسان وو،په دوی کي يوه په عبادت کي ډېرکوښښ کولواوبل يې پرځان زياتی کولو(گناوي يې کولې)اوددوی دواړوورورگلوي(دوستي)وه.

په دوی کي عابدبه هروخت هغه بل په گناه باندي ليده،اوورته ويل به يې چي اې سړيه !داکارپرېږده!
نوهغه به ورته ويل:مااوزمارب سره پرېږده،آياته پرماباندي نگهبان اوساتونکی رالېږل شوی يې؟

تردې چي يوه ورځ يې په يوه داسي گناه وليد،چي عابد غټه وبلله،نوورته ويې ويل :هلاک شي داپرېږده!هغه ملگري يې ورته وويل :مااوزمارب پرېږده،آياته پرماباندي نگهبان رالېږل شوی يې؟نوده ورته وويل:په الله مي دي قسم وي چي تاته به الله پاک بخښنه نه کوي اوياداچي الله پاک به دي هيڅکله جنت ته نه داخلوي

نوالله پاک ملايکه ووروليږله اوددواړوساوي يې واخيستلې .

ترمرگ وروسته يې گناهگارته وويل :لاړشه زماپه رحمت سره جنت ته ننوزه !اوعابد ته يې وويل :آياته پرماخبروي(چي ده ته به بخښنه نه کوم،يابه يې جنت ته نه داخلوم)؟آياتادهغه څه واکمن وې چي زماپه اختيارکي دي(بخښنه اوجنت ته داخلول)؟(نوالله پاک ملايکوته امروکړچي)داسړی اورته بوزنئ!

نونبي عليه السلام وفرمايل:په هغه ذات مي دي قسم وي دچاپه واک کي چي دابوالقاسم(نبي عليه السلام)ساه ده،چي ديوې خبري کولودده دنيااوآخرت وربربادکړل(ابوداودشريف)

نومطلب دادی چي مهمه خبره داده چي انسان به په ځان کي عاجزي راولي .

يوترکي بزرگ چي دمولاناعبدالرحمان جامي رحمه الله مُريدوو،دهغه حال داسي ووچي تل به يې په خپل سرباندي يوه رڼاليدله،حج ته ولاړ،له حج څخه فارغ شواوراغی،نوهغه کيفيت په ځای ددې چي زيات شي،بالکل ختم شو،خپل پيرمولاناجامي رحمه الله ته يې خپل حالت بيان کړو.

نومولاناجامي رحمه الله ورته وويل چي ترحج مخکي په تاکي عاجزي

وه،خپل ځان دي گناهگارباله،الله پاک ته دي عاجزي اوزارۍ کولې،ترحج وروسته ځان بزرگ درته معلوم شو،له دې کبله حج ستادغروراولويي سبب شو،له دې امله هغه مخکينی کيفيت ختم شو (تفسيرمعارف القُرآن ص۴۹۵ج۱)

په قرآن کريم کي هم په گڼوآياتونوکي دمؤمنانوصفت داسي بيان شوی چي دوی دعبادت دکولوسره هم له الله پاک څخه وېرېږي اوبخښنه ترې غواړي.
نوبايدپه عبادت باندي له لويي کولوڅخه په کلکه ځانونه وژغورو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين