کور / راپور / کراچی، د ارواښاد حاجی حکیم خان مندوخیل په یاد سیمنار

کراچی، د ارواښاد حاجی حکیم خان مندوخیل په یاد سیمنار

کراچی،ضیاءمندوخیل ،د پښتونخواملی عوامی ګوند د پخوانی ایالتی مشرارواښاد حاجی حکیم خان مندوخیل د څلورم تلین په مناسبت د ګوند په ایالتی دوتر بنارس کې  دهاشم خان مندوخیل په مشری سیمنار جوړشوپه سیمنار کې ایالتی مشرانو او دګوند په لوړ شمیر پلویانو ګډون درلود، سیمنار ته په وینا کې د ګوند ایالتی مرستیال،نذرجان لالا، هاشم خان مندوخیل، صابرین چغرزی،سکندر خان خان یوسف زی،باچاګل، محمدشاه مندوخیل،نورالله خان ترین او یوسف اغا وینا وکړه،سیمنار ته په وینا کې مشرانو دحاجی حکیم خان سیاسی او ټولنیزه مبارزه ته دعقیدت ګلونه وړاندې کړل اود کراچی او سیند ایالت دپښتو دحقونو او په پښتون قامی تحریک کې د هغه نه ستړې کیدونکې مبارزه یې نه هیریدونکې وبلله،هغوی وویل چی ارواښاد خپل ټول ژوند دپښتون قام د سیالی،پرمختګ او ښه راتلونکی او خپلواکی په مبارزه کې تیر کړ او دژوند تر اخیرنی سلګې پورې یې دپښتون قام د یوالی او سولې لپاره مبارزه ته دوام ورکړ .



حاجی حکیم خان مندوخیل د سهیلی پښتونخوا په تاریخی سیمه ږوب کې دحاجی خدای نور په کور کې زیږیدلی وو او د ده پلار هم د پښتون قامی تحریک د اتل خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی دکاروان ملګری وو،ارواښاد حاجی حکیم خان مندوخیل خپلې لمړنی زدکړې په ږوب او ورسته د لوړو زدکړو لپاره د سهیلی پختونخوا پلازمینه کویټه ته ولاړ او هلته یې له زد کړو سره سره د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن سره د یوه فعال غړی په توګه خپله قامی زمه واری ډیره په میړانه سره سرته رسوله اور وروسته کراچی ته راغلی او دلته د کاروبار کولو ترڅنګ یې خپل زیاتره وخت د قام د ستونزو هوارولو،د ګوند منظم کولو،پښتانه متحد کولو او د ترهګری په وړاندې یې کلکه مبارزه وکړه حاجی حکیم خان مندوخیل په داسې یوه وخت کې دکراچی دپښتنو لپاره غږ پورته کړ چی دلته د کراچی په شمول په ټول هیواد کې د پښتون قام په وړاندې  سختې کرکې او تعصب وجود درلود او د پښتون نوم اخستل کفر ګڼل کیده خو ارواښاد ډیر په میړانه سره په کراچی کې نه دا چی خپل خلک یې سره راټول په کراچی کې د میشتو پښتنو خپل منځی شخړو دهوارولو لپاره یې کار کاوه د دې ترڅنګ یې په هغوی کې د سیاسی شعور دپیدا کولو اوقامی تحریک سره د یوځای کولو چارې پر مخ بیولې، په دې لړ کې نوموړی په کال ۲۰۰۷کې د ترهګری ضد یوه پراخ لاریون مشری وکړه او په هغه کې یې د کراچی ښار د ټرانسپورټرانو،له خپلو سیمو په مزدوری پیسې دلته راغلیو پښتنو باندې د خپل منځی شخړو ختمولو او د ترهګری په وړاندې په منظمه توګه غږ اوچتولو توصیه وکړه چی وروسته د دې په پایله کې پښتون ایکشن کمیټی رامنځته شوه چی په کې ټولو پښتنو مخورو ته برخه ورکړل شوه او هغه د قام د ستونزو دحل په کاروان کې ورګډ کړل شول ویناوالو زیاته کړه چی ارواښاد که څه هم له دې نړی نه سترګې پټې کړې خو دهغه فکر او نظریه چی دکومې بنسټ خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی ایښې وو ژوندی ده او موږ ته پکار دی چی د هغه ارمانونه د پښتنو را یوکول، په بیلا بیلو برخو ویشل شوی پښتانه په یوه متحد ایالت کې راغونډول.


 د پښتنو پر شتمنیو باندې د پښتنو ته واک او اختیارورکول، د پښتنو د سر اومال تحفظ یقینی کول، پښتنو ژبه د پښتونخوا وطن سرکاری، عدالتی او د مکتب ژبه ګرځول او په کراچی کې د پښتانه وجود تسلیمول او هغوی ته د ژوند په ټولو چارو کې  دبرابری پر بنسټ حق ورکول وو بشپړه کړو، ویناوالو په پښتونخوا وطن او افغانستان کې د ترهګری پیښې په کلکه غندلو سره د اسلام آباد پر واکمنو یوځل بیا غږ وکړ چی د ترهګرو مرسته ته د پای ټکی کیږدی او په پښتون افغان خاوره کې په ترهګری کې لاس لرونکی دی د قانون منګولو ته وسپارل شی، په سیمنار کې ویناوالو پر ملالی یوسف زی باندې برید په کلکه وغانده او دا یې د هغو ترهګرو ډلو کار وباله چی څوکاله وړاندې د استعماری واکمنو لخوا په افغانستان کې د افغانانو د قتلونو او تباهی جوړولو لپاره په کار ګمارل شوی وو،هغوی وویل چی  پښتونخوا ملی عوامی ګوند له ډیر پخوا نه دغه خبره کوله چی دنورو په کورنیو چارو کې له لاس وهنه مه کوی، خود پاکستان اسټیبلشمنټ،پوځی او جاسوسی ادارو او دهغوی لخوا رامنځته شوو په بیل بیل بیرغ سره فعالیت کونکو سیاسی او مذهبی ګوندونو د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه د ځان حق باله چی اوس یې ورانی هرکس اغیزمن کړیدی، له افغانستان څخه ایستل شوی زخمی ښامارانو اوس په پښتونخوا وطن کې د تباهی پلانونه عملی کیدو ته وده ورکړیده چی په هیڅ صورت به ونه زغمل شی او پښتونخوا ملی عوامی ګوند به دخپل ولس په ملاتړ د ترهګرو ټولې هڅې شنډې کړې.