کور / نوميالي / دقلمي جهادستوری عبدالمحمدمموزي په ویاړ (۱)

دقلمي جهادستوری عبدالمحمدمموزي په ویاړ (۱)

دیوه ملګري په صفت لاندې لیکنه دګران قلمي جهادستوری ،داسلام دین سترعالم ، دهیواد ملي څېره ‏،دپښتو اودرې ژبې ځلانده خپلواک رښتیاپال، سرښیندلی ژونالیست ښاغلی عبدالمحمد مموزی په ویاړلیکم . دلوی الله  ج په دربارکې دوعاکوم چې هغه ته  بیرته ‏روغتیا،سلامتي ،خوشحاله ژونداواوږدعمر په نصیب شي .


همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم ‏چې دعبدالمحمدمموزي دژوندپه موده کې دهغه   په هکله په سترګولیدلای حال ولیکم :    د مموزی صاحب په تړاو لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ‏ساینس پوه په توګه ځینې خاطرې په څوراتلونکوبرخوکې ولیکم . لومړی برخه دده په ژوندلیک باندې پیل کیږي .


عبدالمحمد مموزیعبدالمحمدمموزی دعبدالعزیزخان زوی په  ۸/۵/۱۳۱۶  ل کال  (۱۹۳۶ زکال   )  ،  دافغانستان میدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ څکا لي کلي په یوه متدینه،درنه ،نجیبه اوپه بې وزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي . په ۱۳۲۴ ل کال کې دفیض آبادپه ابتدايي ښونځۍ کې  داخیل شو.  د۱۹۴۲زکال څخه تر۱۹۴۸ زکال پورې ېې په نوموړې ښوونځۍ کې زده کړې ترسره کړې دې . وروسته له هغې بیرته خپل کلي نرخ ته راستون شو .


مموزي صاحب د  (۱۹۵۲ زکال مارچ) په اخیرکې دکابل ښارعالي  لیسه په بریالیتوب سره ترسره کړه اوورپسې په ۱۳۳۶ زکال  د پغمان دشرعیاتوپه مسلکي لیسه (ابوهنیفه )کې په ازموینه کې بریالی شو. په ۱۹۶۳ لمریزکال کې دشرعیاتوپوهنتون څخه دليسانس شهادتنامې په اخیستلوبریالی شو. د  (۱۹۶۶زکال ) څخه تر (۱۹۷۲زکال) پورې دتعلیم اوتربیې په وزارت کې دترجمي اوتألیف ریاستمقام کې په کاربخت وو. .  دکارپه نوموړې موده کې ده لاندې کتابونه تأ لیف اوترجمه کړل :


۱- دلیسونهم ټولګي لپاره دشرعیاتودرسي کتاب ،دښوونې اوروزنې وزارت له خواخپورشوی دی


۲-  دکوچنیانولپاره تربیتي کیسې ،نوموړی کتاب دنړیوالې ورځي دنمانځني په مناسبت دښوونې اوروزنې وزارت له خواخپورشوی دی . نوموړی کتاب دویم ځل دالمان بن په  ښارکې  دافغانستان کلتوري ټولنې مرکز له خواچاپ شو.


۳-  دلیسودوولسم ټولګې شاګردانولپاره د شرعیاتودتدریس محتویاتوتغیراونوښتنه


۴-  دپیداګوژی مسلکې ښونځیولپاره دپښتودرسي کتاب ، دپيداګوژي لوړومسلکي ښوونځیو۱۳م او۱۴م ټولګې لپاره دپښتوژبې ستانداردکتاب


که څه هم دمموزي صاحب دژوندپه موده کې دلیکل شووکتابونو،تیت شووپاڼو،سیاسې اوفرهنګي خپرونولړۍ دومره اوږده ده چې که مې غاړه بنده نه شي ، څوکتابونه به ورباندې ډک شي .  خودلته زه یوازې دهغوخپرونویادونه کوم  چې په پاکستان او المان کې خپرې شوې دي . په پاکستان کې یې په خپل مادې مټ رسالې چاپ کولې اوبیابه یی خلکوته ویشلې .     


۱-  دروغ های شاخدار(کتاب ) چې په هغه کې دګوډاګي رژیم درواغ اودمجاهدملت رښتیابیان شوي دي .(دپاکستان رادیوپه دې اړوندتبصره کړې وه )


۲-  په افغانستان کې دروسانوجنایات ،ظلمونه ، چپاول او ناوړه عملونوباندې رڼااچول شوې ده


۳-  په افغانستان کې دوینې سیلاب : په دې کتاب کې دځاځیو،لوګر،وردک،میدان ،هزاره جات جهادي سنګرونواوپه سترګولیدلی حالات لیکل شوي دي .


۴-  نامه من :  دادهغې رسالي نوم دی چې په کابل کې دښونځیوقهرمانوانجونودروسانواودهغوی دمزدورانوپرضدمظاهروکړې اوشهیدانې شوی دي .


۵- څرنګه کولای شویووالۍ بیرته تقویه کړواوافغانستان بیرته ازادکړو. په دې کتاب کې داسلامې اتحادپه موردځینې مطالب اوغوره نظریی خپرې شوې دي .


کله چې مموزی صاحب په ۱۹۷۰ زکال کې المان ته راغی نويې په خپل مادې مټ لاندې رسالې چاپ کولې اوبیابه يي خلکوته ویشلې .  


۱- دسهارخپرونه :


دروسانوله شرمونکې تاریخي ماتې اوزمونږ له هیواد څخه دسرولښکروله  ماتې  اووتلووروسته یې هراړخیزحالا بیان کول .


 ۲- مستعاري خپرونې :


 دهغو کسانو په هکله خپرونې دي چې پخوايي په افغانستان کې خیانتونه  اوجنایتونه کړې او اوس بیادقدرت خوبونه وینې  اویادتیروخیانتونو اوظلمونودپټولولپاره هلې ځلې کوي اویادځینونورووګړوچې دجهادروپی يي غلا کړې دي .


۳-  دحق اخبار:


نوموړې اخبار دده دکاکا مرحوم مولوي عبدالرحمن په نامه خپریده . په هغه کې دغازي امیرامان لله خان په پلوی سره رښتونې حالتونه بیان شوي دي .


۴- دتلې اخبار:


نوموړی اخبار(په افغانستان کې دمساواتواوعدالت ټولنه )    دهغه پلارعبدالعزیزڅکالي سورخاني ترنوم لاندې چلیده . په همدې اخبارکې مثبت اومنفي اړخونه دیوبل سره پرتله شوي دي


۵-   دڅپې اخبار:


دااخبار(دفدايي  مسلمانانوټولنه) دده دکشرورور (مرحوم معلم شاه ولي ذرخولي ځوریدلی) په نامه چاپ اوویشل کیده .په نوموړي اخبارکې دافغانستان دخلکودقاتلانواوروسي مزدورانو،نومونه خپاره شوي دي .


۶-  دترګمی اخبار:


  دااخبار(دلوی افغانستان ټولنه) دده دمشرورور( جمعه ګل عزیزڅکاليکریم دادي) ترنوم خپریده . په نوموړي اخبارکې دتاریخ په اوږدوکې دپښتنوزړه ورتوب اوقهرمانۍ په هکله مالومات خپورشوی دی  . همدارنګه دپښتنوپټ اوښکاره دښمنان په ګوته شوي دي اونورزیات رښتیامالومات پکې لیکل شوی دی .


۷- دبهیراخبار:


دغه اخباردده دکاکا(بسم الله جوکولی ) ترنوم لاندي خپریدلو. دنوموړي اخبارموخه داوه چې دارشیف دنده يې لرله . په دې ماناچې تاریخي اوورځني اسناداوخبرونه به پکې خپریدل اوخوندي ساتل کیده .


۸-  دڅلی اخبار:


په دې اخبارکې مالومات  دکارتوني په شکل سره خپریده . دا اخباريې د مستعارنامه  (صدمرده يي) په نوم خپورکړ.


۹-  دڅانګه اخبار:


کله چې دمموزوقوم  پاکستان ته مهاجرشو،  نو ده    ( دمموزو قومي اسلامې اتحادیه) ترعنوان لاندې دنوموړي اخبار بنسټ کیښود. ددې اخبارمحتویات داوو چې   همدا اوس  خوراډیره اړینه ده ترڅو  په افغانستان کې پښتانه قومونه سره متحدشي .


۱۰-   داتحاداسلامي اخبار:


دوسله وال پاڅون په پیل کې ټولو مجاهدینوداهیله درلودله چې یورښتونی اتحادجوړکړي . داسې فکرکیده چې ښايي داتنظیم به دټولومجاهدینواومهاجرینوترمینځ داتحاداوپیوستون کړۍ ټینګې کړي .  نوموړی اخباردده دزوی (سیداحمدسرتیری نرخي ) ترمسئولیت اونوم لاندي خپریدلو.


اسلام اوعیسویت :


ددې اخبارموخه داوه چې افغان ځوان نسل اوهمدارنګه دنوروهیوادونوخلک داسلام دین اوعیسوي دین داړیکو په اړوندمالومات ترلاسه کړي .  نوموړی اخبارپه الماني ژبه خپریدلو.


  زماپه اند چې دمموزي صاحب ټولې ليکنې د افغانستان دملي ګټو، ملي ارزښتونو،خپلواکۍ ،ملي یووالی، دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک په خاطر لیکل شوې دي .  –



په ډیره مینه
نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
دجرمني هیواد
نیټه : داکټوبرمیاشتې شلم


 
اخذلیک :


 ۱- دلراوبرپه ویبپاڼه  کې دغوره مضمونونو څخه ګټّه پورته شوې ده
۲-  عبدالمحمدمموزي : زماقلمې جهاداومبارزه  ،۱۹۹۴ زکال ، داوکټوبرمیاشت دجرمني هیواد
۳- عبدالمحمدمموزي سره مرکې اومجلسونه
۴- د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيارلیکنه : دجهادپه هکله څو مهمي پوښتني او د هغو ځوابونه ، لراوبر Larawbar.com  2009-09-26