کور / طنز / ګراني برېښنا

ګراني برېښنا

تا له هغه وخته پیژنم کله چه دبابا ولي صاحب زیارت ته نژدی دلنګر دکلي په څنګ کي دواړه بند له پاسه سرراپورته کړاوپه خپلو شغلو دی دهغه وخت ښارته روښنایي ورکړه ،هوکي کندهارته داستا لومړنۍ سفرؤ ،وروسته بیا دي دفیل کوه دغره په لمنه کي داوبو دیوډم پرغاړه کورګۍ جوړکړ اودروښنايي ډک وزرونه دي نور هم وغوړول ،په هغه وخت کي ستا ټپه ځواني وه ستا دښايست انګازي هری خواته تللي وي او هرچا غوښتل چه ستا دښایست ننداره وکړي او ته يي دکورڅراغ سي ،ځکه هغه وخت ډیروخلکو لاته نه وی لیدلي . څه موده وروسته دکجکي دلوی بنده څخه راښکاره سوی او دکندهار نه علاوه دلښکرګاه ښار ته دي ځلا وروبخښل .

ګراني برېښنا

ته دهرکورڅراغ یی ،هرکور ته خوشحالي راوړي او کله چه ته نه یي نو چوپه چوپتیا وی ،ماشومان بیله دي چه ډوډي وخوری دلته اوهلته بیده سي ، کله چه ته راښکاره سي نو په کورکي غوغا جوړه سي ،دکور میرمني ستا په راتګ ډیري خوشحاله سي ،څوک دکالوپریوللو ماشین ته ځغلي او څوک په اتوکاري اخته سي .

اوس ته دبیمارۍ پرکټ پرته یي او ستا رنځور وجود ډیر بي واکه او کمزوزی سوی دی ،خوبیا هم ستا همت ډیر لوړ دی په دي مړژواندي حالت هم راپورته سي اوپه ریږدیدلی بدن پردي ورستو او پوده سوی لینو باندي لالهانده دی خوا او ها خوا ځغلي،کله چه پردي زړو او شکیدلو لینو ګرزي ستا دلاسو اوپښوڅخه ویني څاڅي ، کله کله خو ستا دوجود یوه برخه لولپه سي ،خو ته داټولي ناخوالي زغمی .

ستا کمزوری ورځ په ورځ زیاتیږي کله خو ټوله ورځ داسي بیرانه پرته یی چه ته وای چه په وجود کي دي هیڅ ساه نه سته ،او کله چه راپورته سي نو په ساعت کي دوه دري واره بیهوښه سي . که څه هم ځایي طبیبان تاته کله کله دقوت اوطاقت سیروم درکوی اوتاته دحرکت څه توان درکوی خو داسیروم ډیر ګران دی اوکله وی کله نه وی .

ګراني برېښنا

ستا رنځ ډیرو طبیبانو تشخیص کړی دی وایي چه ستا زړه پړسیدلی دی اودویني رګونه دي بند دی ،ستا دعلاج لپاره نوی زړه راغوښتل سوی دی او ددووکالو راهیسي رارسیدلی دی خوستا درنځ طبیب نامردي کوی هغه دچا خبره لور پرلوټه تیره کوی اوستا علاج د ننه سبا ته ځنډوی ، داناځوانه طبیب ته دی خدای جزا ورکړي چه ددی زموږ برښنا ته پاملرنه نه کوی .