کور / تازه خبرونه / ډیویډ پیټریاس د ناروا جنسي اړیکو له کبله استعفاء وکړه

ډیویډ پیټریاس د ناروا جنسي اړیکو له کبله استعفاء وکړه

دآسوشیتیدپريس خبری آژانس له مخې دامریکادڅارګری مرکزی اداری مشر ۶۰ کلن ډيويډ پیټریاس پرخپل واده سر بیره دمیرمني په پټه دخپلي اداری دپیژند پاڼی لیکوالي همکاری سره ناوړي اونارواړیکی درلودی.
دغه خبری آژانس زیاتوی چي پيټریاس پخپله ویلې چي د۳۷ کلونوکورني ګډ ژوند سره سره بیا هم دیوی بلي ښځي سره د ناروااړیکو په خیانت ځان ملامت ګڼي اوددندي څخه د ګوښه کیدوهیله یی وکړه ، هغه وایی (چي زه په خپلي کړنې ډیر پښیمانه یم اودازما دکمزورتیا نښه ده ،چي دخپل واده سر بیره دامریکا دڅارګری مرکزی اداری دمشرپه توګّه زما څخه سر غړونه شویده )او ولس مشراوباما زما دګوښه کیدوغوښتنه ومنله .
دامریکا دفدرالي اداری پولیسو په ډاګه کړی چي ښاغلي پیټریاس ددي اداری دپيژندنې څانګي لیکوالي همکاري پائولابرادول سره جنسي اړیکي درلودی.دآف،بی ،آی (FBI )مرکزی اداری ددووجګ پوړوپولیسودمالوماتو د ایملونودپلټڼی اوڅارني په وخت کي داموضوع بربڼده او رسواکړه چي پیتریاس ددی اداری همکاری نجلي سره ناروا جنسي اړیکي لرلې .ډیوید پیټریاس ۳٧ کاله مخکي واده کړی او دخپلي میرمني څخه دوه زامن لری.