کور / مرکه / اجينټ ونود Agent vinod د ليدونکو له نظره

اجينټ ونود Agent vinod د ليدونکو له نظره

اجيټ ونود چي د سيف علي خان  سياسي او مشهورو فلم په نامه  دنیاوالو ته وړاندی شو، که څه هم په دې فلم کي ځيني مغلق او پيچيده موضوعات څېړل سوي دي خو ډېرى کسان يې پر نېک پال باندي نيسي.
د سياسي فلمونو ډېرى ليدونکي د دې فلم په جوړېدو سره د هغو ستونزو د له منځه تلو په هيله دي چي په اوسنيو وختونو کي د جنوبي اسيا ډېر هيوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي.
 په هندوستان کښی مو د یو سیاسی چارو کارپو نه و پوښتل او هغه په دی اند دئ چي په دې فلم کي خلکو ته د جنوبي اسيا د ځينو هيوادونو لکه هندوستان، پاکستان او افغانستان تر څنګ د نوري نړۍ سياست هم نړيوالو ته په ګوته سوى دئ
او ځینی بیا په دی اړه باندی داسی وایی چی همیشه د داسی پیښو تر شا د پاکستان   (ای اس ای ) اداری لاس وی او هند همیشه ښودلی ده چی د پاکستان ملګرتیا وکړی پاته دی نه وی ؛  مګر پاکستان دی ته نه دی چمتو چی د هند ملګری اوسی ځکه پاکستان نه غواړی چی خپلی ګټی تر پښو لاندی کړی او دا یی هم ور سره زیاته کړه وایی پاکستان هر کال د امریکا نه په میلینونو ډالر اخلی د القاعدی او طالب جنګیالویو د ختمیدو په خاطر په هم هغه پیسی باندی بیرته ورته القاعده او طالب جنګیالی د خپلو نورو ګټو لپاره روزی نو ځکه له دی فلم نه څرګنده ده چی هیڅ وخت پاکستان د هندوستان او افغانستان سره هغه همکاریی نه ده کړی کومه چی دوی ځینی غوښتونکی دی لا یی هم زیاته کړه ویل یی په منځنی اسیا کښی چی نن ورځ څه داسی حالات کړکیچن دی د دی تر شا د پاکستان لاس دی ؛ د دی زیاتر پړه یی پر پاکستان باندی واچوله .
د ده په خبره اجينټ ونود دا هم څرګنده کړې ده چي په نړيوال سياست کي د دې ترڅنګ چي درواغجن او دوه مخي کسان سته خو د ځينو پاکو انسانانو پر شتون هم سترګي نه سو پټولاى.
(( په دې فلم کي يو داسي سپېڅلى، مدبير او پاک شخص د خلکو مشري کوي چي خلک ان د يوه مذهبي مشر په سترګه ورته ګوري خو په داسي حال کي چي همدغه پاک سړى د پردې تر شا هغه کارونه کوي چي خلک يې ان تر مړيني وروسته په ملي خاين سره نوموي.
زما په نظر د دې ډول فلمونو جوړول نور هم اړين دي تر څو ټول خلک مو په دې پوه سي چي خلک او سياست څومره سره نژدې دئ او زموږ خلک څومره ورسره نابلده دي.
د دې ډول فلمونو په جوړېدو او ډېرېدو سره به ټول خلک له يوې خوا پر خپل دولت باندي باور پيدا کړي او د بې باورۍ فضا به له منځه ولاړه سي او له بلي خوا به خلک د استخباراتو په اهميت پوه سي او همدا رنګه دا به ورته څرګنده سي چي د دوى دولت د خپلو خلکو لپاره څومره کارکوي
او اوس مهال دا فلم په افغانستان کښی پښتو ژبی ته ژباړه شوی دی )).
د پلار پروډکشن مسؤلين پښتو ژبي ته د دې فلم ژباړل ځکه اړين بولي چي افغان دولت که څه هم خپل هيواد او هيودالو ته په هغه اندازه کار نه دئ کړى چي بايد سوى واى خو په اوسنيو نا امنه وختونو او کمو امکاناتو يې بيا هم ډېر کار کړى دئ.
خو دا چي دا فلم به په داسي يوه هيواد کي چي اقتصاد يې کمزورى، امنيت يې له جدي ګواښ سره مخ او د خلکو تعليمي کچه يې کښته وي څنګه به وکولاى سي چي د خلکو سره مرسته وکړي، دا پوښتنه مو په هندوستان کښی د سیاسی زدکړو د اخیرنی کال افغان محصیل حکمت الله حکیمی مخ ته کښیښودل.
ښاغلى حکیمی  که څه هم د دې فلم جوړېدل يو مثبت پرمختګ ګڼي خو دا هم زياتوي چي دې ډول فلمونو ته د هندي باليوډ له خوا په کمه سترګه د کتلو له امله يې د فلمونو صنعتي کمپنياني هم ډېره توجه نه کوي، نو ځکه ډېر لږ د ليدونکو لپاره نندارې ته ايښول کيږي.
د ده په خبره که څه هم افغاني ټولنه دې ته نه ده تياره چي دا ډول فلمونه دي ومني او د هندي فرهنګ تر تاثر دي لاندي سي خو د دې فلم جالبو او خوندورو مو ضوعاتو او زړه وړنوکو صحنو يې ډېرى ليدونکي ورمات کړي دي.
(( زما په اند دا ډول فلمونه په هره ټولنه کي اړين دي که څه هم موږ په يوه مذهبي ټولنه کي ژوند کوو خو بيا هم داسي فلمونو ته اړتيا ځکه لرو، چي موږ ته هيڅ دا نه معلوميږي هغه کسان چي د رسنيو له لاري يې اعلانيږي چي ملي امنيت يا بلي ادارې دومره کسان نيولي دي، خو بيا د هغو د برخليک څخه هيڅ نه خبريږو چي ايا دا کسان بيرته ايله کيږي او که په قانوني جزا رسول کيږي.
که چيري زموږ ادارې هغو ته سزا ورکوي نو ولي جرمونه تر پخوا زور اخلي او ولي نه کميږي، خو همدا ستونزي دي چي ټولنه مو ورځ تربلي پر شا روانه ده او هيڅ د پرمختګ نښي نه پکښي ليدل کيږي)).
خو ځيني کسان بيا دا فلم په هغو هيوادونو کي چي ښه نه ګڼي چي اقتصاد، امنيت او د تعليم درجه يې نسبت نورو هيوادونو ته کښته وي.
د دوى په نظر په نوموړي فلم کي ترسره سوي رولونه د دې پر ځاى چي خلک يې د باندنيو کړيو څخه د خپل ځان د خلاصون لپاره وکاروي بلکي غلطي استفادې ورڅخه کوي.
دې ته ورته يوه پېښه درې کاله مخکي په کندهار د يوه کوچني هلک تر اختطاف کېدو، د نوموړي په وژل کېدو او د عاملينو په نيول کېدو پاى ته ورسيده.
د يادي پيښي عاملينو تر نيول کېدو وروسته سمدستي رسنيو ته وويل چي د دې کار څخه يې هدف د کوچني مړکول نه بلکي د پيسو ترلاسه کول وه، دوى زياتوله چي د دې پلان ټوله طرحه يې له هندي فلمونو څخه زده کړې وه.
ډېرى کسان په دې اند دي چي د دې ډول فلمونو څخه نالوستي کسان په هغه اندازه ګټه نه سي اخيستلاى لکه پوه او لوستي کسان.
خو يو شمېر نورکسان بيا وايې چي په دې فلم کي دا هم ښودل سوي دي که يو نظامي کس يو کوچنى خيانت هم وکړي او په داسي حال کي چي دى هر څومره لوى کس وي بيا به يې هم پايله رسوايې او شرم وي.
اجينټ ونود د 42 کلن سيف علي د صنعتي فلمونو له جملې څخه 50 فلم دئ چي خپلو ليدونکو ته يې وړاندي کوي، هغه تر دا مهاله پوري په 52 بېلابيلو فلمونو کي کار کړى دئ.
دی ته ورته بو بل فلم چی نوم یی (یک تا ټایګر) دی  لوبغاړی یی سلمان خان او کترینا کیف دی د ۲۰۱۲ کال د اګسټ پر ۱۵ ننداری ته وړاندی شو چی په هغه کښی هم د هندوستان او پاکستان د استخباراتو رول لوبول شوی دی چی دم او
ګړی لا ننداره چیان یی ننداری ته را روان دی او ډیر زیات شهرت یی وموند دی فلم او ننداره چیان یی ډیر زیات دي.