کور / تازه خبرونه / د هلمند د يشوولسوالي تردولتي حاكميت لاندې راغله

د هلمند د يشوولسوالي تردولتي حاكميت لاندې راغله

په هلمند ولايت کي ډيورنډ کرښي ته څېرمه د ديشو ولسوالي دتيروشپږورځنيوچاڼيزوعملياتوپه ترڅ كې چې د ملي اردواوسرحدي پوليسولخوا ترسره شول په پايله كې وسله وال مخالفين له نوموړې ولسوالى څخه وشړل شول اوپه بشپړډول تردولتي حاكميت لاندې راغله.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر د خبر له مخی ددې ولسوالى څخه د نږدې ليدنې په موخه د يكشنبې په ورځ د هلمند والي الحاج محمد نعيم اويوشميرامنيتي مسؤلينوپه ملتيا دې ولسوالى ته سفرترسره اوله نږدې يې ددې ولسوالى له اوسيدونكوسره د ليدنې په ترڅ كې خبرې اترې وكړې.

نوموړي ددې ولسوالى خلكوته وويل چې په نږدې راتلونكي كې به په دې ولسوالى كې ملكي اوامنيتي ادارې فعاله اوپه هره برخه كې به خلكوته د دولتي خدمتونود وړاندې كولولړى پيل شي.

د هغه په وينا چې د ديشوولسوالى لپاره د ولسوال،امنيه قوماندان په گډون د نورومامورينوتشكيل له وړاندې جوړشوى اوپه نږدې راتلونكي كې ددې ولسوالى د ودانى په جوړيدوسره دې ولسوالى ته وليږدول شي چې ترڅنگ به يې يوځل بيا د زده كوونكوپرمخ ښوونځي خلاص،روغتيايي خدمتونه اونورې چارې پيل شي.

د ياودنې وړده چې په نوموړې ولسوالى كې د ترسره شويوعملياتوپه ترڅ كې يوشميرځمكني ماينونه هم د امنيتي ځواكونولخوا كشف اوله منځه وړل شوي دي.