کور / راپور / په ننګرهار پوهنتون کې د وینې ورکړي دوامداره کمپین

په ننګرهار پوهنتون کې د وینې ورکړي دوامداره کمپین

د ۱۳۹۱ د لړم په ۲۰ مه نېټه د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک د خپلو خدماتي پرګرامونو په لړ کې د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي په تالار کې د وينې وړيا ورکړې پروګرام د با احساسه محصلينو او ویښ افغان ټولنیز اصلاحې تحریک غړو په ګډه پیل کړ. چې د مشرۍ او درېځ چارې یې نظیف الله ځیرک پر مخ وړلي، پروګرام د سهار په لسو بجو د قاري صيب محمد ګل له لورې د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو پيل شو.

د پروګرام لومړنی ويناوال د ننګرهار اسلامي پوهنتون رئيس ډاکټر محمد صابر مومند ؤ ، چې په خپلو خبرو کې يې د ويښ افغان خدماتي پروګرامونو ټولې هڅې وستايلي او زياته يې کړه چې زه ډیر خوښ یم چې په دوامداره توګه د ویښ افغان له لوري د وینې د کمپین شاهد یم، زموږ ډیری ناروغان چې دایمې وینې ته اړتیا لري نن ورځ ډيرې ستونزې ګالي تر څو وینه تر لاسه کړي، ویښ افغان په ځینو ولایتونو لکه خوست، کونړ، لغمان او ننګرهار کې ډیرې تاندې هڅې پیل کړي چې تر څو د افغانانو د وینې اړوند ستونزې څه ناڅه کمې کړي چې تر اوسه یې په ننګرهار پوهنتون او ولایت کې ۱۱۰۰ محصلین او ځوانان د وینې وړیا ورکړې لپاره ثبت او راجستر کړي دي، او دا ډیر د خوښۍ ځاې دی چې په راجستر شوي کسانو کې د ننګرهار پوهنتون محصلینو زیاته ونډه اخیستې، نو زه د محصلینو او ويښ افغان دغه قدم يو نيک او پر ځای کار بولم زه يې ستايم او ورته ډاډ ورکوم چې د دوی سره په دې نيک کار کې ملګرتيا او همکارې کوم .

ډاکتر دل آقا وقار د ننګرهار پوهنتون علمې مرستیال د وينې ورکړه د اسلام له نظره وڅیړله او داسلام مبارک دين د ارشاداتو په رڼا کې يې د وينې ورکولو دنياوي او اخروي ګټې په ګوته کړې ، هر څوک چې ناحقه وینه تویوې لکه چې ټول خلک یې وژلي وي او چا چې یو کس ته ژوند و بښلو لکه چې ټول خلکو ته یې ژوند ورکړی وي، هره نیکه هڅه او ښه کار صدقه بلل کیږي، د وینې ورکړه هم په صدقه کې شمیرل کیږي، نوموړي وويل: چې ننګرهار پوهنتون ډیر ټولنېز، علمې او څیړنیز فعالیتونه کړي خو تر ټولو قابل قدر فعالیت یې د ویښ افغان په همکارۍ د وینې دغه کمپین دی زه په خپل وار د ویښ افغان غړو څخه د زړه له کومې منندوي یم.

د اقتصاد پوهنځې رئیس سید داؤد صمیم په خپل وار د وینې د ورکړې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ویښ افغان دغه وینه ټولوي او په وړیا توګه ناروغانو ته ورکول کیږي او نه خرڅیږي، راځۍ چې د پردیو له محتاجۍ څخه ځانونه وژغورو او خپل خوار ملت سره په هره ستونزه کې همکاري وکړو، صمیم صیب وویل: «چې زه د ویښ افغان له مؤسسو غړو څخه دا هیله لرم چې راځئ د ناسمو او ناروا رواجونه چې په افغانې ټولنه کې په ودونو او خیراتونو کې ترسره کیږي له منځه وړلو په هکله د علماؤو کرامو، قومي مشرانو او بااحساسه ځوانانو سره په ګډه کار وکړو، تیره جمعه زموږ د خپلوانو یو واده چې په هوټل کې ؤ لس لکه افغانۍ مصرف وکړ چې دا د حده زیات اصراف دی، ویښ افغان باید په دغه موضوع اړوند سیمینارونه او غونډی ترتیب کړي او د مسجدونو ملا امامانو سره خبرې وشي چې د جمعې په خطبه کې د ناروا رواجونو په هکله تقریرونه وکړي، زه او د اقتصاد پوهنځي ټول محصلین د ویښ افغان سره په اصلاحي او ټولنیزو فعالیتونو او کارونو کې د همکارۍ ژمنه کوو.»

دا چې د ننګرهار پوهنتون عمومې رئیس ډاکټر محمد صابر مومند د ویښ افغان سره په ټولنیزه او اصلاحې فعالیتونو کې تاندې هڅې او همکارۍ کړي او ارزښتناکه مشورې یې د یادې ټولنې سره شریکې کړي او په ځانګړې توګه د وینې او چاپیریال ساتنې په اړوند یې د هیڅ ډول همکاریو دریغ نه دی کړی د ویښ افغان غړو له لورې ورته د اعزاز لونګۍ په سر شوه، او بیا د نوښګرو ځوانانو د مؤسس عبدالحنان صوفي زي له لورې هم مومند صیب ته افتخاري مډال ورکړ شو، دغه مډال د خوست ولایت د سولې دروازې په نامه یو انځور ؤ. دلاورخان د ویښ افغان په استازیتوب رسنیو سره خبرې وکړې. کلید، همیشه بهار، ژوندون او ننګرهار ملې راډیو او تلویزیون په پروګرام کې برخه اخیسته وه. هېره دې نه وي چې لسګونه ښځینه محصلینو هم په دغه کمپین کې برخه درلوده.

په پاې کې يو شمېر ګډون کوونکو او د ننګرهار پوهنتون محصلينو خپله وينه ورکړه او په لسګونه محصلینو خپل د وینې ګروپونه مالوم کړل .