کور / راپور / بلخ: دميرمن ادبي بهير دغونډي راپور

بلخ: دميرمن ادبي بهير دغونډي راپور

راپور: لیلا صافی د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي بهير په1391 كال کی خپله اونيزه غونډه دلرم د میاشتی 19مه نېټه سهار مهال د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې ترسره كړه.
غونده دهوسی په تلاوت پیل شوه چی ویانده یې چاری حمیده ځلا، د غونډې کوربه راضیه گران وه .شکریه، اوآغلې سهیلا د غونډې میلمنې وې.
غونډه د سهار په 9 بجی پيل شوه او د تل په څیر یې دوی برخې لرلې چې په سر کې ازاده مشاعیره وه چې په لړ کې یې میرمنو لیلا صافی، هوسی جلالزی، اسیه احساس ، ساینا صافی، حمیده حلا، زهرا احساس او نور گدون والی پخپل وار سره خپلی لیکنی او نثر توتی ولوستلی.

دغونډی په دوهمه برخه کې شاغلی ذبیح الله احساس د (نښی او نښانی) په هکله یو سه معلومات راکر چه سه وخت او سنگه په پشتو لیکنه کی وکارول شی

د مشاعرې په پای کې د غونډې کوربنې غونډه وستايله او زياته يې کړه چې د نثر په برخه کې د ملګرو استعداد لوړ شوی دی او که همداسې دوام وکړي نو ښه راتلونکی به ولري.
ياده غونډه د هوسی په تلاوت پای ته ورسېده.

مېرمن ادبي بهير د بلخ ادبي بهير له فعالو څانګو څخه ده چې هره جمعه، د سهار په 9 بجو د خوځښت په دفتر کې خپلې غونډې کوي.