کور / راپور / د حج لپاره 6000 كلو متره پياده سفر كونكى مسافر

د حج لپاره 6000 كلو متره پياده سفر كونكى مسافر

د بوسنيا نه يو مسلمان تقريبان 6 زره كلو ميټره پياده سفر كولو نه وروسته د حج لپاره سعودي عربسان ته ورسېد، د ډان نيوز د يوه پورټ په مطابق مكې ته تلونكى د بوسنيا اوسېدونكى هادزيچ د خپل سفر پيل تېر كال په دسمبر كي وكړ او په دې مهال هغه د كورني جنګ څپلي سوريې په ګډون د 7 ملكو تېرېدو نه وروسته مكې ته ورسېد .



47 كلن هادزيچ وايي چي دا د هغه د ژوند يادګاري سفر و او په همدې مهال هغه هيڅ ستړيا حس نه كړه، هادزيچ وايي چي هغه په 314 ورځو كي 5700 كلو مټره سفر وواهه او په دې مهال هغه له بوسنيا، سربيا، بلغاريا،تركي، سوريې او اردن نه تېر سو ، زيچ 20 كلو سامان په شاه اخستى او خپل تصويرونه او حال يې فيس بك باندي خپروى .


هغه د بد امني ښكار سوريې كي د سفر په اړه وويل چي هغه په اپريل كي د كورني جنګ ځپلي سوريه كي 11 ورځي سفر وكړ،  هغه په حلب او دمشق كي د حكومت او ياغيانو تر واك لاندي ډېرو پوستو نه هم تېر سوى، هغه دا هم وايي چي په سوريه كي د 500 كلو مټره سفر په مهال هغه هيڅ كله هم د چا لخوا نه دى نيول سوى .


د يوې واقعې په بيانولو سره وايي : د صدر بشارالاسد د پوځيانو د واك لاندي په يوه پوسته باندي زما د بكس د تلاشي غوښتنه وسوه، د بكس څخه د قران په را ايستو او زما په ويلو چي زه په پښو ته حج ته روان يم هغوى ماته د تلو اجازه راكړه .



هادزيچ وايي چي د هغه دا سفر د الله، بوسنيا، د هغه د مور پلار او د خور لپاره و، هغه وايي چي الله په خوبونو كي د دې سفر لار راښكاره كړه او دا يې هم راته وويل چي د عراق په ځاى د سوريې په لاره لاړ سم، په دې اوږده سفر كي هغه د سختو موسمونو سره هم مخ سوى، په بلغاريه كي د سفر په مهال درجه حرارت منفي 35 او په اردن 44 ګرمي وه .


هغه وايي د ويزې د ستونزو  له امله څو هفتې په تركيه كي او دوې مياشتي د اردن او سعودي عرب په پوله تېرولو ته اړ سوم .


د هادزيچ سره د سفر په پيل كي 200 يورو و، په لاره كي ځينو خلكو هم د هغه سره مرسته وكړه، په سړكونو او مسجدونو كي يې شپې كولې .


هادزيچ ته خوراك څښاك مسلمانو اوسېدونكو وركوى، ځكه هغه ته د 200 يورو خرڅ كولو ضرورت پيښ نه سو .


د زيچ په خبره هغه څو واره د حج اراده وكړه خو د زياتي لاري له امله به هر وخت هغه مايوسه سو، خو يوه ورځ هغه په پښو حج ته  تلو اراده وكړه، هغه دا هم وايي چي په دښتو كي د سفر په مهال هغه هيڅ كله هم ويره نه ده محسوس كړې، په دې سفر كي الله هره شېبه له ما سره و .