کور / راپور / د کابل د نړيوال کرنيز نندارتون، انځوريز راپور

د کابل د نړيوال کرنيز نندارتون، انځوريز راپور

سږ کال بيا کرنې وزارت وښودله چې کولای شي په خپل مټ دغه شان نړيوال نندارتون جوړ کړي.
د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۷د بادام باغ څيړنيز فارم يو ځل بيا خپل ښايسته او شين ټغر درنو ميلمنو او کابل ښاريانو ته وغوړاوو چې درې ورځې يې دوام درلود.




لومړئ ورخ رسميات و، د ولس مشر دويم مرستيال، د کابينې وزيرانو، د ولسمشر سلاکارانو، د ولسي جرګې وکيلانو، ملي او نړيوال سوداګرو، د خصوصي سکتور استازو، کورني متشبثينو، توليدونکو او پروسس کوونکو، تمويلونکو او د بهرنيو سفارتونو استازو او همدارنګه د ازبکستان، تاجکستان، هندوستان، متحده عربي امارتو، پاکستان، فلسطين او جرمني پيرودونکي او لوی صادراتي او وارداتي شرکتونو د کرنې د وزير په بلنې سره په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون کړئ وو.






کرنې وزارت تر اوسه په بهر او کور د ننه ديارلس نړيوال کرنيز نندارتونونه جوړ کړي، چې په ټوليز توګه پنځه سوه زره کسانو له دغو نندارتونونو ليدنه کړې او همدار رنګه د څلويښت ميليونو ډالرو په ارزښت قراردادونه عقد او کرنيز محصولات پلورل شوي دي. کرنې وزارت زيار ايستلئ چې هر کال دوه کرنيز نندارتونونه په پسرلي او مني کې داير کړي، چې له دغې لارې وکولای شي د هيواد کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې مناسبې لارې چارې ولټوي او تر ډېره برېده يې دغه موخه تر لاسه کړې ده.



په دغه نندارتون ګڼ کرنيز عصري وسايل، چې په کور د ننه جوړېږي او ځيني د کرنې وزارت او يا خصوصي سکتور له لوري د نړئ له معتبرو کمپنيو څخه هيواد ته د کرنې د پرمختګ لپاره راوړل کېږي.
 




 په تيرو لسو کلونو کې د هيواد د کرنې سکتور د پام وړ پرمختګ کړئ، لاندې به يې څو بېلګې چې د کرنې ښاغلي وزير په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه، راوړو:
 
د اوبو لاندې کرنيزې ځمکې له 1.2 ميليونه هکټار څخه 1.8 ميليونه هکټارو ته پراخې شوي، د آبي غنمو توليد له 1.5 ميليونو ټنو څخه 3.5 ميليونو ټنو ته پورته شوئ، د وريجو توليد له 122 زره ټنو څخه 500 زره ټنو ته لوړ شوئ، د بڼوالئ ساحه له 75 زره هکټار څخه 120 زرو ته رسېدلې، د زعفرانو توليد په کال کې 2000 زره کيلو ګرامو ته رسېږي، د پنبې توليد په کال کې له 20 زرو ټنو څخه 45 زرو ته لوړ شوئ، د انګورو توليد له 364 زرو ټنو څخه 615 زرو ته په کال کې پورته شوئ.




 
د ډيرو شنونکو په آند د دغه شان نندارتون جوړول او د کورنيو او بهرنيو سوداګرو د ليدنې موقع برابرول د مارکيټ په موندلو کې خورا ګټور ګام بلل شوئ. د کرنيز نندارتون دايرول له يوې خوا کورنيو سوداګرو او د کوپراتيفونو استازو ته دا موقع په لاس ورکوي چې خپل محصولات او کرنيز توليدات هيوادوالو ته وښيي او له بلې خوا په خپلو کې سره ګڼ سوداګريز قراردانونه وکړي، او همدارنګه د کرنې وزارت په هر نندارتون کې د بهرنيو او کورنيو شرکتونو تر منځ ګډه ناسته جوړوي چې په دغې ناسته کې زموږ افغاني خوا کولای شي د ګاونډيو او نورو بهرنيو کرنيزو شرکتونوڅخه ډېرې تجربې تر لاسه او د هيواد د کرنې د لا پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلي.




 
له ټولنيز پلوه بايد وويل شي چې په نندارتون کې د هيواد د ګڼو ولايتونو د کوپراتيفونو غړي، سوداګر او ځيني بڼوال ګډون کوي، خپلې تجربې شريکوي او له يو بل سره بلدېږي، د جنوب بزګر او بڼوال د شمال د توليداتو انځورونه له ځان سره وړي او د لويديځو ولايتونو د کوپراتيفونو غړي د ختيځو له هغو سره آشنا کېږي.
 




بايد وويل شي چې نندارتون درې ورځې و، لومړئ ورځ تر غرمې رسميات و، له هغې وروسته تر ماښامه دکابل ښاريانو پراخ ګډون نندارتون نوره ښکلا ور وبښله، په کابل کې د مېلو او تفريح ځايونه لږ دي خو کابل ښاريان هر کال پسرلئ او منئ په بادام باغ کې کرنيز نندارتون ته داسې په تمه وي لکه چې په ټول ښار اختر او يا برات وي، ډېرې کورنئ دغه بڼ ته راځي، د خپل اړتيا وړ وچې او تازه مېوې، نور لاسي صنايع او انتيک توکي اخلي د خپل هيواد له توليداتو خوند اخلي، د کورنيو پراخ ګډون د ماشومانو شور او مستئ د نندارتون ښکلا څو برابره زياتوي، چې دا هم د کرنې وزارت د نوښتګر مشرتابه او د وزارت په لوړ ظرفيت دلالت کوي.
 
د آباد او پرمختللي افغانستان په هيله!!!