کور / نوميالي / عبيدالله جان کندهاری

عبيدالله جان کندهاری

عبيدالله جان كندهارى چا وواژه؟ دا خبره تر اوسه سمه جوته نه ده چې كواگې عبيدالله جان كندهارى چا، چېرې او په څه ډول وواژه؟ “


د سر خبرې
له ډېره وخته په دې تلاښ كې وم چې زه به د عبيدالله جان كندهاري په اړه د وس تر بريده كوښښ كوم چې د هغه د ژوند او هنر په اړه د هغو خلكو سره وږغېږم چې هغه د عبيدالله جان كندهاري سره ډېر نژدې پاتې شوي وي او د ده د ژوند او هنر پر ټولو اړخونو راته وږغېږي، او موږ هم د ده تر مينه والو او اورېدونكو پورې هغه څه چې تيار كړي وي، په سم ډول ور ورسوو. او د دوستانو، يارانو، اورېدونكو او مينه والو مينه يې پرې خړوبه شي او يا په بله اصطلاح د عبيدالله جان د ژوند او هنر په اړه داسې څه پاته نه شي چې هغه بيا سبا چا ته د سوال وړ وګرځي. نو ګرانو لوستونكو! دا دى د شهيد عبيدالله جان كندهاري د ژوند او هنر په  اړه په سورغر اوونيزه كې داسې يوه لړۍ پيل شوې ده چې ارواښاد به ګام په ګام درپېژني. او يوه ډېره مهمه خبره دا چې داسې څوك نشته چې هغه دې له سهوې او تېروتنې څخه خلاص وي. (له دغې ډلې څخه يوازې انبيا عليهم السلام مستثنى دي.) معلومه خبره ده چې تېروتنې به وي، نو بيا هم ستاسو لوستونكو څخه هېله او غوښتنه كوو چې د موضوع په كره والي كې راسره پوره مرسته او همكاري وكړئ او زموږ سره په تماس كې شئ! مننه.


عبيدالله جان كندهارى چا وواژه؟ دا خبره تر اوسه سمه جوته نه ده چې كواگې عبيدالله جان كندهارى چا، چېرې او په څه ډول وواژه؟


موږ په دې اړه د وس تر بريده كوښښ كړى او د بېلابېلو سرچينو مو پوښتنې ګروېږنې كړې او دغه څه مو تر تاسو پورې رارسولې دي، چې هغه به كټ مټ ستا مخې ته ږدو.


عبيدالله جان كندهارى په قوم سلېمانخېل و او له نن څخه لسګونه كلونه وړاندې يې نيكونه له پكتيا څخه كندهار ته راغلي وو. او دلته په كندهار ښار (څلورمه ناحيه) كې يې اړولي


وو. پلار يې په استاد محمدانور مشهور و، (ځكه چې دى يو ښه نانواى و) او اكا يې معلم محمداكبر په ظاهرشاهي ښوونځي كې ښوونكى وو..


استاد محمدانور څلور زامن او يوه لور درلودل، چې مشر زوى يې عزيزالله، دويم يې بسم الله درېيم يې عبيدالله او كشر يې حبيب الله وو. مشر زوى عزيزالله يې د نورمحمد تركي د حكومت پر مهال په عسكري كې ورك شو. دويم زوى بسم الله يې په لس كلنۍ كې مړ شوى، عبيدالله كندهاري سندرو ويلو ته مخه كړه، خور يې واده شوه، چې دا مهال په كوټه كې نوي كلي كې اوسېږي) مور چې يې كله د مشر زوى څخه خبره شوله چې ورك دى، ډېره سخته ناروغه شوله او تر څه مودې وروسته يې د درېيم زوى عبيدالله كندهاري د وركې او ورپسې د مرګ له آوازې هم خبره شوله، چې د دوو پرله پسې ځوانو زامنو مرګونو سخته ناروغه كړله او هغه و چې  د عبيدالله تر شهادت يو كال وروسته په حق ورسېدله. (روح دې يې ښاد وي.) پلار او كشر ورور حبيب الله جان يې د دوستانو سره يو ځاى د هجرت پر مهال پاكستان ته كډوال شول، چې پلار يې د ژوند تر وروستيو پورې د خوشحالۍ ګوله خولې ته پورته نه كړه او په داسې حال كې يې د اجل استازي ته لبيك ووايه، چې د غربت او مسكينۍ تورو تيارو يې د ژوند رنګونه او خوندونه ټول په اوبو لاهو كړي وو. او كشر ورور حبيب الله جان يې دا مهال د كوټې په (شالدره) سيمه كې په يوه غريبه جونګړه كې د كډوالۍ شپې سبا كوي. شهيد عبيدالله جان كندهارى له نن څخه پوره شپېته كاله وړاندې په (۱۳۳۰ه ش) كې د كندهار ښار د څلورمې ناحيې د شاه ويالې (جوى شاه) په كوڅه كې سنګي حمام ته څېرمه د يكشنبې په ورځ د سپېده داغ تر مخه د استاد محمدانور په كور كې دنيا ته سترګې پرانيستې دي. عبيدالله جان كندهارى لا د څلورو كلونو نه و چې كورنۍ يې په دې سلا شوله چې په همدې ناحيه كې د توفيق كوڅې ته كډه وكړي.


عبيدالله په اووه كلنۍ كې د خپل مشر ورور عزيزالله سره يو ځاى د خپلې كوڅې په مسجد كې شاګردان شول او د مسجد تر څنګ يې د همدې ناحيې په تېمورشاهي ښوونځي هم زدكړې پيل كړې. په مسجد كې يې هغه مروج علوم، لكه: قران كريم، شروط الصلات، قدوري او… ولوستل. په مسجد كې د عبيدالله استاد او د دوى ملا امام وايي: ((عبيدالله يو ډېر ذهين، هوښيار او چالاك هلك و او ډېر ژر په موضوع باندې پوهېدى، هغه به په كوچنيوالي كې په يو يونيم غزلو لاس واهه او كله ناكله به يې يو ترانه او لنډۍ هم په لوړ ږغ سره ويل. هغه خداى بخـښلي ډېر ښه ږغ درلود) عبيدالله جان د ښوونځي له دويم ټولگي څخه پيل او په همدې ښوونځي كې يې تر دوولسم تولګي پورې خورا په برياليتوب سره  ورساوه. د عبيدالله جان كندهاري د ښوونځي د شپو د پښتو يو استاد عبدالهادي خان وايي: ((عبيدالله جان دې خداى وبخښي، هغه يو عجيبه ذهن، اخلاق، ځيركتيا او يو ښه ږغ درلودل. د هغه سارى په ټول تېمورشاهي لېسه كې نه و، هغه د اخلاقو او انسانيت يوه ټوټه وه او دغه ډول زدكوونكي ډېر كم پيدا كېږي. هغه به اكثره وخت د پښتو او سپورټ په ساعتونو كې په ښه او لوړ ږغ سره ترانې ويلې او ځينې وختونه به يې د نورو شاعرانو شعرونه هم ويل، خو افسوس چې اوس زموږ په منځ كې نشته.


ارواښاد په لس كلنۍ كې د مسجد او ښوونځي د زدكړو تر څنګ د خپل يوه دوست (استاد نيازمحمد بوټ جوړوونكي) سره په حرفوي زدكړو هم بوخت شو، چې نيمه ورځ به يې ښوونځى لوسته او نيمه ورځ به يې د بوټ جوړوونكي سره كار كاوه.


نور بيا