کور / طنز / له ارګمشر سره د طنز دخبریال ځانګړې مرکه

له ارګمشر سره د طنز دخبریال ځانګړې مرکه

طنز

خبریال : صیب! تاسو د دمزارد پیښې په اړه څه وایاست؟

ارګمشر: زه هغه غندم ، ما دملګرو ملتونو سر منشي ته ډاډ ورکړ :
زه به ددې پیښې عاملین لکه د نورو پیښو ژر د محاکمې میز ته کش کړم
دملګرو ملتونو سر منشي راته وویل : مننه

خبریال :تاسو د ښوونځی له زنګ وهلو و روسته طالبانو ته څه پيغام ولیږئ؟

ارګمشر :ماورته ویل نور ښوونځي مه سوځئ!
هغو ویل : ښه دی .
ما ورته وویل : یو وار بیا ووایاست!ما وانه وریده !

خبریال :تاسو ولي لوړو چوکیو ته بدماشان غوره کوئ نه اهل کار ؟

ارګمشر:دا ټوله د پارلمان له لاسه!
هر وکیل یو وزیر ته د یویوې رای ورکولو په بدل کې لس زر ډالره غواړي، اهل د کار دا پیسې له کومه کړي .

خبریال :ستاسو وزیران ولي کار نه کوي؟

ارګمشر: څه وخت کار وکړي!
ټوله یې کرۍ اوونۍ د پارلمان وکیلانو ته د خپلونه کړل سوو کارونوراپوړت ورکوي.

خبریال :دا ټاکنو د تخطیو کمیسیون پریکړه مو ولي عملي نه کړه ؟

ارګمشر:بد ماشانونه منل، هغه متل دی چې بدماش نه تښتي ښه ماش دي وتښتي .

خبریال:تاسو دا پارلمان قانوني بولئ ؟ستا قضاوايي د هغو( ۶۰ )کسه په چم راغلي دي ، ته د هغو پرېکړې منې؟

ارګمشر: هغه فیصلې چې مې خوښې وي منم ،هغه چې مې خوښې نه وي نه یې منم، وایم پارلمان قانوني نه دی .

خبریال: تا د ولس سره وعده وکړه عدالت تامینوم .

ارګمشر: ته هم بلا کوې ، ما کومه وعده پوره کړې ده.

خبریال: امر الله چې په دولت کې لوړ مقام درلود ، تل د سولې خبرې کولې اوس ،چې په کور کې ناست دی سوله ردوي دا ولي؟

ارګمشر: هغه وخت ما معاش ورکوی اوس یې ډبل عبدالله ورکوي .

خبریال : امرالله هغه وخت نه ژړل اوس ډیر ژاړي ؟

ارګمشر:اوس يې د سد سوری خلاص سو ،چې ایله عبدالله عبدالله هغه ختاایستلی دی.

خبریال : ولي ستاسو دوې بیانې سره ورته نه دي؟.

ارګمشر: څنګه سره ورته سي، چې زه هغه د خپلې خیټې وایم .

خبریال : تاسو یو فرمان د لاسلیک مخکې لولئ یا وروسته ؟

ارګمشر:هیڅ وخت یې نه لولم .

خبریال : ولي دي له امریکا سره ستراتیژیک تړون په نیمه شپه کې لاسلیک کړ؟

ارګمشر: له تورسره تور کارونه په توره شپه کې تر سره کیږي .

خبریال: تا د دي تړون مادې ولوستې ؟

ارګمشر: یا هغه تړون تور ماما له ځانه سره راوړی و، زموږ پر یو بل اعتبار لرو ان ما یوه ورقه سپینه هم ورته لاسلیک کړه نه چې کله یې په کار سي .

خبریال : تاسوله نوروهیوادونو سره هم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړه تا هغه هم نه دي لوستي؟

ارګمشر: په دې قراردادونو کې کوم شی نسته، یوازې دهغو په کښ کښ اصلي ږغ پټوم .

خبریال : تا ویل زه مصلحتي وم نور مصلحت نه کوم .

ارګمشر: هغه ورځ ګنس وم .

خبریال : ولي دی یوپوهنتون د ربانی په نوم کړ.

ارګمشر: ما یې پلویانوته د شهرت کچه ورښوول.

خبریال: تا ویل نور ځان نه ټاکم.

ارګمشر: زه نه وایم قانون وایي، خدای مهربانه دی که مې نظام په پاچاهي واړوی .

خبریال : د چوک آوازه ده چې ته له سوټ پزې سره اوبه غلبیلوې .

ارګمشر: یا نور د پښو له ترپه لوېیدلی یم.

خبریال : خلک وایې ته له اوله سره له ترپه لوېیدلی معلومیدې او اوس تولو ته بې بیې سوی هم یې .

ارګمشر: څه وایې یوه چپنه مي په څو ارزي!

خبریال : ته ولي دولتي څوکۍ ارثي کوې ؟

ارګمشر: غواړم زامنو ته یې لا اوس اوبه ودروم چې بیا د واک دعوا ونه کړي .

خبریال : تا ولي ټوله غل غدو او لوټماران پر ځان راټول کړي دي .

ارګمشر: چې زه معلوم نسم .

خبریال : ولي دعدالت د راوستولو لپاره ځان په یوه اوبله کوې ؟

ارګمشر :غواړم خپله پاته دوره په خیر سره تیره کړم .

خبریال : خلک وايي تا یوازې توپکسالاري،ځانمني،زورویلو، اوبې

مسولیتي ته وده ورکړې ده .

ارګمشر: ولي بډي اخیستل، کام پرستي …
خبریال: دا وزیران ولي خپله بودجه نه سوی لګولائ؟

ارګمشر: یو یې لا د وزارت له کاره بوی نه وړي .

خبریال: تاسو وایاست آزادي مو راوستې ده لکه دبیان آزادي، د هغه له برکته

آزادې رسنې لکه پوڅکی را وغورځیدې ،دهغو خولو ويښتان وکړه، تاسو هغه نه اورئ، د هغه څه ګټه ؟!‎

دالکه د غرب دموکراسي څه مانا لري ،چې خلک مظاهرې کوي خو څوک هغه ته غوږ نه نسي.

ارګمشر:زه هم آزادي لرم چې هغه ه وانه ورم .

خبریال: خلک وایي تاسو له خپل سیوري څخه بیرېږئ، ځینې پياز ستاپه خوله نه ریزه کوي ولي د هغو یاغی بڼکه نه کاږې؟

ارګمشر:خپله ګذاره کوم هغه متل دی چې وایي مرغ پلو بخور و ګذاره کو!

خبریال:په اول کې دي د امریکا مداخلې خوښېدې اوس دي چندان مندان ښه نه ځنې راځې.

ارګمشر: تر هغه مې خوښې وې چې په خلکویې وټاکلم .

خبریال:ددیورند په هکله څه وایاست؟

ارګمشر:لویه جرګه راغواړم.

خبریال:په ستراتیژیک تړون کې دي هم لویه جرګه را وغوښتله، هغوی ته دې ان دتړون مادې ونه ښوولې او بیا تاهغه په توره شپه کې لاسلیک کړ.

ارګمشر: قسم خورم ماهم تر اوسه د هغه تړون مادې نه د ي لیدلي !

خبریال:د ټاکنود تخطیو لپاره دي قضايي کمیسیون جوړ کړ ،چې هغو فیصله وکړه ،ته تر شا سوې، د هغو دي پزې پرېکړې،تا ویل پارلمان نه پرانیږم په سبا دي پرانیست نه پوهیږم بیا د چا پزه پرې سوه ؟

ارګمشر: په اصل کې د سیاست مانا درواغ ده، زه هم یو سیاست مدار یم پر خبره سر پوش ایښوول په کار دی ،پزه مهمه نه ده ،چې زما سره کار کوي پزه دی لکه ما په خدای وسپاري .

خبریال:جهاد فی سبیل الله دی ولي هغوی ستا څخه امتیاز غواړي ؟

ارګمشر: دهغوی په پورته چندان زړه پوړه نه دی .

خبریال:له ۲۰۱۴ کال وروسته چیري ځئ؟

ارګمشر: په دوبی کې مې خټې اچولي دي .

خبریال:ستا په وخت کې چې دا دومره پښتانه بمبارد سول تاسو ځان مسول نه بولې؟

ارګمشر:څوک مړه سوي، زه ولي چا نه یم خبر کړی.چې زر ډالره ورواستوم .

خبریال:پښتانه تا نه مني .

ارګمشر:هغو بیا څوک منلی دی، چې زماخر هلته زه هلته .

خبریال:دغه چې پر تالکه مچان راټول دی هغه هم تا نه مني .

ارګمشر:له هغو څخه ګیله نه سته غله دي .

خبریال: تاسو ځان یو کامیاب مشر بولئ؟

ارګمشر:یو خبره په یاد لره که زه نه وم بیا به ټوله ما یاد وي

یو به وایي که ارګمشر وای ولي به په رشوت بندي کیدم…

خبریال:تا لمړی نه منل چې افغانستان اشغال دی اوس وایې لکه چې موږ اشغال یو.

ارګمشر:اوس مي لږ لږ سد سر ته راځي راته لږ لږ مالومیږي چې لکه چې اشغال یو.

خبریال:داود خان قومي تخلصونه ورک کړه تا ډیر کړه ولي ؟

ارګمشر:ځکه هغه هم ورک سو که دانه وای زه چا پيژندلم چې کندهاری یم .

خبریال: ولي به بهر کې افغانانو ته د رای اجازه نه ورکوې ؟

ارګمشر:هغوی جهان دیده دي .

خبریال:دادومره مشاورین دڅه لپاره دي؟

ارګمشر: دا زما د احتیاط خاک باده ټولۍ ده مازې خوله مې په ډالرو وربنده کړې ده، په خبره سر مه خلاصوه.

خبریال :ته د امریکا تر وزر لاندې راغې اوس ولې ځان باندې تلې ؟

ارګمشر : اوس له ځانه ملي شخصیت جوړوم .

خبریال : پخوا به د یو ځای په افتتاح کې یونفر فیته پرې کول اوس د لس دولسو تنو غیچیاني په لاس کې وي او فیته پرې کوي، پخوا به په نوی تهداب کې یوه سپیره ډبره ایښول کیدل اوس لس دولس تنه په زري کاغذو کې ګل پوشه ډبرې ایږدي دا ولي؟

ارګمشر : ساده په دې هم نه پوهیږې، هغوی قراردادي ته ځان ښیي چې هغوی یې هم شریکان دي .

خبریال: ولي رشوت له منځه نه ځي ؟

ارګمشر : هر یوه په پور چوکۍ رانیسي باید خپل پور خلاص کړي اوبل دا چې مفتي پیسې خوند کوي ماچې له ایرانه کڅوڼې راوړې ډیر خوند یې راکوی .

خبریال:ولي وطن پرستو ته دنده نه ورکوې ؟

ارګمشر: دبزو په رمه کې پسه کله ژوند کولای سي.

خبریال: ولي د پارلما ن ټول غړي یو ځای حج ته ولاړه ؟

ارګمشر: د هغو ګناهوي ډیري سوي وي ، باید ژر ژر ګناهوي پاکي کړي ، ځکه په ژوند باور نسته .

خبریال:د پوهنتون دنو م امر تا ورکړ لغو یې ولي د رباني له زویه غواړې؟

ارګمشر: هغه وایي پلار مي ښه سړی و، د خلکو سوچونه توپير لري یو یې له زړه کوي ،بل یې له عقله او بل یې له کولمو. ما له کولمو وکړ هغه دي له عقله هغه لغوه کړې .

خبریال:تاسو ځان څه بولئ ؟

ارګمشر :بې وزله پاچا ، په ګدایي څه پیدا کوم په څلویښتو غلو یې څټم چې راڅخه خفه نسي .

خبریال:اوس د رشوت لپاره کمیشن کاران درول سوي دي .

ارګمشر:ښه سو اوس به د رشوت بد نوم له وطنه ورک سي.

خبریال:خلک وایي پارلمان مو بې وجدانه دی .

ارګمشر :وجدان څه شی دی؟

خبریال:دا وزیرانو دي ولي کندهار هیر کړی دی .

ارګمشر :ځکه زه کندهاری یم .

خبریال:ولي دي اداري اصلاحات له لاندې پیل کړه .

. سر دی خلاص سو! ارګمشر :که یې له سره پيل کړم باید زما څخه پیل سي

خبریال:تاته دا پاچاهي څه خوند هم درکوي ؟

ارګمشر : څه وايې دا دارګ پیخره ډوډۍ ، نورو هیوادو ته چکرونه ، دا تحفې چې میروس جان ته راځي…

خبریال: تا ولي دا دوه پړانګان مرستیالان غوره کړي دي ؟

ارګمشر : چې خلک د هغو په لیدو زما د سر دعا وکړ ي ،په خبره ورسیدې!

خبریال:په اخیر کې که ولس ته څه پيغام ولرې .

ارګمشر : هر څوک چې کولای سي ځان دي مړوي چې د وطن عاید لوړ سي.
خبریال: ستا سو څخه مننه چې خپل ګران وخت مو ماته راکړئ
ارګمشر : خدای دي وکړي، چې سر دي خلاص سوی وي .

کنایې

[ بیه نه درلودل ] بدنام کیدل ؛[له ترپه لوېدل ] له جست او خیزه لویدل ؛ [اوبه درېدل] بی حرمته او بې عزته کیدل ؛[اوبه ور سره غلبېلول] له شریر او فتنه سړي سره گذران کول ؛[دپښو له تر په لوېدل ] ستړی کیدل ؛ [ ځان په یوه او به بله کول ] بهانه کول ؛ [ ځان تلل ] ځان لوی ښوول؛[ له خپله سیوری بیریدل ] بې زړه؛[خولې ويښتان کول] ډیر ویل ؛[ بوی نه وړی ] نه پوهیږی؛[زماخر هلته زه هلته]هغه څوک چې یوازې د ځان ګټه غواړي؛[زړه پوره کول] خاطر جمع؛[پياز د چا په خوله نه ریزه کول] اهمیت نه ورکول؛[ پر خبره سر پوش ایښوول ] راز پټول؛[ یاغی بڼکه ځینی کښل ] رام اوله تکبره اچول.