کور / روغتيا / سپینه وله Salix alba L دوهمه برخه

سپینه وله Salix alba L دوهمه برخه


د  ولې (salix ) په اړوند  څېړنیزه لیکنه


Б. М. Зузук, Р. В. Куцик, А. Т. Недоступ, И. З. Хоменец, В. В. Перьмяков, Ивано-Франковский медицинский университет;


Н. К. Федущак, Львовский национальный медицинский университет им. Данила Галицкого


 په معاصر او یوناني طبابت کې د ولې (salix )  د کارونې تاریخچه



د سپینې یا نقري   ولې salix  alba L    کارونه په طبابت کې لرغونې تاریخچه لري . په لرغوني یونان کې د تیوفراست  او دیوکورید په عصر کې د ولې د پوټکي څخه د روغتیايي وسیلې په شان کار اخستل کېده . د یونان په لرغونو افسانو کې ولې ته د روح او جادو د الهې هیکېت او همداشان د خدایانو د قدرتمندې مللکې  هرا په سترګه او د ځوړندو ولو(مجنون بېدو)ډولونو ته د هیلو او غم د سمبول په سترګه کتل کېدل .



په عیسوي دین کې د نخل (خرما) د یکشنبې جشن ــ چې د عیسوي کلیسا تر ټولو مهم جشن شمېرل کېږي د یکشنبې په ورځ د مقدس اختر یا جشن په ترڅ کې نمانځل کېږي . دا جشن په تاریځ کې د یوې مهمې پېښې یعنې ایروسلیم ته د حضرت عیسی  د راتګ سره تړاو لري . په دغه ورځ  د ایروسلیم اوسېدونکو د حضرت عیسی قدمونو ته د خرما پاڼې فرش کړې وې . د سلاویا ولسونو لپاره دا جشن د وخت په تېرېدو سره د نخل د یکشنبې د جشن په نوم شهرت پېدا کړ . تر کومه ځایه چې په ډېرو اروپايي هېوادو کې خرما شتون نلري نو دهغه پرځای په دغه ورځ د ځوړندې ولې(willow )  د ګلداره شاخچو څخه کار اخلي . په لرغونو روایاتو کې د ولې د جادوګرو اوسحرګرو ځانګړتیاو په اړوند هم ډېر څه ویل شوي . ویل کېدل چې وله خلک له خبیثه ارواح او بدبختیو څخه ژغوري نو له همدې وجې خلکو د ولې شاخچې په کورونو کې ساتلې او د هغو له ګلانو څخه يي په خوړو کې  د حلوا سره  کار اخیسته . په لرغوني مصر کې د څېړۍ او چهارمغز  تر څنګ د مړي سوزونې په مراسمو کې د ولې له سوزولو څخه هم کار اخیستل کېده چې دې  کار د متوفا د قوت او پوهې ښکارندوي کوله . روسي لرغون پېژندونکي پلیني ستارشي د ولې د تکثر فوق العاده وړتیا څرګنده کړه .نوموړي لرغون پوه  په همدا شان د ولې 8  ډولونه او ددې په څنګ کې هغه ډول    چې د انګورو د چېلې په جوړولو ، د ټوکریو (سبد بافي) او ذنبیل په جوړونه  کې ترې کار اخستل کېږي را په ګوته کړ.   لرغونو شاعرانو لکه :


Virgil, Horace, Ovid, Juvenal, the Chinese medieval poet Liu Yu Xi, Bo Dzyuy  د ولې په اړوند ډېر شعرونه لیکلي . روسۍ شاعرې انا احمدوفې  د ولې په ستاینه داسې ویلي دي : «ځما لوپوخي Arctium او کراپیوه     nettles خوښیدله ، مګر تر ټولو ډېره مې نقري وله » . لوپوخ Arctium      او کراپیوه یو ډول بوټي دي چې په لنده بل ځایونو کې شنه کېږي .


 د لوپوخي Arctium او کراپیوه nettles  بوټي زمونږ د هېواد په ډېرو برخو کې شتون لري او زمونږ خلک ورسره اشنا دي چې لمړي ته يي بابا ادم بوټی او دوهم ته يي ګزنده بوټی وايي . ګزنده ځکه ورته وايي چې که د انسان د وجود سره په تماس شي نو هغه ځای سوزش کوي او تڼاکې کېږي . دغه دواړه بوټي په زړه پورې روغتیایي ګټي لري نو ځکه يي شاعرانو توصیف کړی. په  راتلونکي وخت کې به د دواړو بوټو په اړوند ګرانو لوستونکو ته معلومات وړاندې شي .


په پخوا زمانو کې د ولې د مختلفو ډولونو  د پوټکي څخه  د  نرمو  چرمي  دستکشو د جوړولو په مؤخه په دباغي کې کار اخستل کېده .


د ولې د مختلفو ډولونو څخه  په عربي طبابت کې په پراخه توګه کار اخستل کېده . د بېلګې په ډول  ، ابن سینا د ولې  شیره یا شربت  د بدن په مختلفو برخو کې د  پړسوب  د را ‌‌ذبېښلو  لپاره توصیه کاوه . ابن سینا په خپل اثر  « د طبابت د علم قانون » کې لیکلي  که چېرې د ولې د تازه پوټکي څخه لاس ته راغلې شيره د ګلاب د غوړ  او د انار د پوټکي د جوشاندې سره ګډ کړو او نوموړی ترکیب  په غوږ کې و څڅاوو  نو د غوږ دردې لپاره به  پوره مرسته وکړي .


روغتیا پالو  عالمانو  د ولې شیره  د ژېړي د ناروغۍ ، او د ولې د پوټکي  او ګل  جوشانده د hemoptysis  او همدا شان د پوست د خبیثه دانو د ناروغیو د درملنې لپاره توصیه کړي دي . عربي روغتیاپالو وله    د سینګار ( کسمېتیک ) ښه وسیله ګڼله او د پکوالي (ګنجیتوب) او  وېښتو د رژېدو څخه په مخنیوي کې يي د ولې رول خورا  لوړ ارزولې دی .


د اروپا  د منځنیو پېړیو په طبابت کې وله په پراخه اندازه کارېدله .د ولې د روغتیايي ځانګړتیاوو په اړوند معلومات په څوارلسمه  پېړۍ کې د هسپانوي  فېلسوف  او ډاکټر ارنولد  لخوا په مشهور اثر”Salerno Health Code”  کې  لیکل شوي دي . د ولې  د شاخچو د سوزېدو څخه پاته شوې ا یرې (خاکستر) د  callosity یا په پښو کې د میخک په لرې کولو کې مرسته کوي او د ولې له پوټکي څخه لاس ته راغلې تېزابي جوشانده د پوست پر مخ ‌ذخې له منځه وړي . د ولې د انفوزیون یا تزریق پواسط  ذکام او تبې درملنه کوي او د هغې د پوټکي د پوډر په واسط د زخمونو او جراحاتو درملنه کېږي .


د ولې  د زخم رغوونکې وړتیا په اړوند  د المان د منځنۍ پېړۍ ګیلدېګارد  (1098—1179) په خپل کتاب «فیزیکا » یادونه کړې او هغه يي یو له بهترینو  طبي نباتاتو  څخه شمېرلې .  د ایټالیا د منځنیو پېړیو نبات پېژندونکي او ډاکټر پېتر اندرې ماتيولي  په کال 1500—1577 کې د ولي د پاڼو او پوټکي  د جوشاندې په اړوند لیکلي وه چې ، نوموړې جوشانده  د روماتیزم او   نقرس    د درملنې لپاره په زړه پورې وسیله شمېرل کېږي . په همدا شان د نوموړي داکټر هم عصر او وطندار  ډاکټر او طبیعت پېژندونکي  ادم لونیسېري په کال 1527-1587 کې د زخمونو د ژر  تر ژر  رغولوو لپاره د  ولې د وچ پوټکي د پوډر  ترکیب  د سرکې سره توصیه کړی .


د سلاویا د هېوادونو  په  ولسي طبابت  کې  د ولې څخه  د ضد التهابي او د ملاریا  د تبي د ناروغیو  په درملنه کې کار اخستل کېده . د ولې پوټکی د غړغړې په شان  د خولې  د مخاطي غشا او د تنفسي مجرا د پورتنۍ برخې  د التهاب  د درملنې لباره کاروي .


د اوکراین په ولسي طبابت کې د ولې جوشانده  د توري، ساري ناروغیو ، د سږو توبرکلوز ، ژېړي ، روماتیزم او نورو ناروغیو په  درملنه کې     چې له وجې يي  توری او ځیګر په زهري موادو  ککړ شوي وي  کاروي .


د واریکوز  شریانو   varicose veins د  پراخېدو  په صورت کې چې  پښو کې د درد سره ملتیا لري د ولې د پوټکي له جوشاندې څخه په حمام کې کار اخلي چې البته د حمام موده 30 دقیقي  ټاکل شوې ده. له حمام وروسته پښې په بنداژونو یا اوږدو پشمي جورابو پټوي او ارام  پرېوزي .


د ګنجیتوب ، د سر د خارښت  او  د وېښتو د ټکېدو په صورت کې د ولې  د پوټکي  له مېده شوې قوي جوشاندې څخه کار اخلي .


د ازر با هیجان په ولسي طبابت کې د(Salix caprea L.)  وز  وله  چې مجنون بید هم ورته وايي د زړه د ناروغیو لپاره د هغه د مذکرو  ګوشوارو (ګلانو) کار اخلي .


تر کومه ځایه چې د ولې  ډولونه  جهان شموله  نباتات ګڼل کېږي نو له همدې وجې د نړۍ بېلابېل  ولسونه د هغو څخه په ولسي طبابت کې کار اخلي . په لا تینه امریکا کې سره پوستي  د تورې ولې (Salix nigra) او چیلي  ولې  (Salix chilensis L.)   څخه د روماتیزم  په درملنه  کې  کار اخلي . په چيلي کې د اند د غره سره پوستي قبائیل په ځانګړي توګه  اراوکانیا  د ولې د پورته یاد شوو ډولونو څخه  د تبې ، سر دردي ، ذکام او روماتیزم په درملنه کار اخلي . غېر له دې څخه  وله د   قوت بښوونکې  او د ښځو د میاشتني عادت  د دردونو  د رفع کوونکې  وسیلې په شان کارېدله . سره پوستانو  د ولې د پوټکي له وچ مېده شوي پوډر څخه  د غاښونو په پاکولو (سپینولو)  او  د ولې د  ګلانو له چای څخه  د جنسي غرایزو  په تحریک  او د ذکام په وخت کې د تبې په کمولو کار اخیست . دا  باید په ډاګه کړو  چې د ولې له پوټکي څخه د ناروغیو په درملنه کې د سره پوستانو  او اروپایانو مېتودونه یو شان دي (Rхtsch K., 1987). د تبت د ولسي طبابت په زېرمتون کې  د  وز  ولې (Salix caprea L.),  څخه  جوړ شوي درمل  چې  د ریوي  ناروغیو ، د ښځینه التهابي ناروغیو ، مسمومیت  او تورم  په درملنه کې کارېدل شتون درلود .


د کوریا په ولسي طبابت کې د بنفش ولې (Salix purpurea L)  د پوټکي له جوشاندې څخه  د تشنج  او د جرړو له  شیرې څخه د جوړ شوی محلول یا لوشن څخه د بواسیرو په درملنه کې کار اخیستل کېده .


د سپینې یا نقري ولې  د پوټکي    څخه سل کاله پخوا salicylic acid تر لاسه شول . پر همدې بنیاد د باهېر د  الماني کمپنۍ کارپوه  فیلکس هوفمن  او ملګرو يي په 8 د اکتوبر 1897 کې د نن ورځې  یوه تر ټولو مشهوره  دارو  استر سېتل  سالیسیلیک اسید (cetyl ester of salicylic acid) تر لاسه کړل . د وخت په تېرېدو سره نوموړې دارو په سوداګریز مارکېت کې د اسپرین (   aspirin) نوم تر لاسه کړ. هوفمن او ملګرو يي  وروسته له  یوي مودې څخه salicylic acid د اسپرین د تر لاسه کولو لمړنۍ منبع تثبیت کړه. د علم او تکنالوژي د بېړني پرمختګ  سره د ولې پوټکي خپل فارموکولوژیک ارزښت  د درمل جوړولو په صنعت کې له لاسه ورکړ ځکه چې د salicylic acid تر لاسه کول د ولې د پوټکي څخه د وخت په تناسب غېر اقتصادي تمامېده . مګر سره ددې هم د ځینو هېوادونو په طبابت کې د ولې د پوټکي او پاڼو څخه په درمل جوړولو کې ګټه اخستل کېږي . په همدا شان په ولسي طبابت کې د شپینې ولې او د  ولې د نورو ډولونو څخه جوشانده ،انفوزیون او چای د ضد عفوني وسیلې په توګه کاروي .


 


 


د ولې درملیزې ځانګړتیاوې( pharmacological properties)


 


په نړېوالو معلوماتي درملیزو  سر چینو کې  د ولې له پوټکي څخه د تر لاسه شو درملو د ځانګړتیا وو په اړوند لیکنې ښي ،چې نوموړي درمل  د روماتیزم ضد ، عفوني ضد ، رغوونکي (ترمیموونکي) ، antiseptic ، diaphoretic, ادرار راوړونکی ، د تبې ضد ، د وینې فشار د کمښت ، Choleretic ځانګړتیاوې لري . پر دې برسیره د ولې د پوټکي څخه لاسته راغلي درمل د برانشتي غدو   او د هاظمې ( معدې او کولمو) د جهاز  د غدو د ترشحاتو وړتیا  لوړوي چې په پاېله کې د معدې او پا نقراس د مایعاتو   د مخاطي موادو ترشح ځواکمنېږي . د نقريي ولې  د پوټکي د انفوزیون څخه د لاسه ته راغلي هاېدروالکولي عصارې د فارموکولوژیکو ازماېښتونو څېړنو  د نوموړې ولې  ضد التهابي ، تبه ټیټوونکې او درد ارامونکې ځانګړتیاوې په ډاګه کړي دي .


همدا شان  په ډاګه شوې چې  ،  د ولې د پوټکي څخه لاسته راغلې عصاره د ویني لخته کېدو او د رګونو په انقباض کې ډېره مرسته کوي (Todorov، 1959 ) .


په ډېر ګمان د هغه اثر تر څنګ چې د ولې په پوټکي کې د سالیسیلیک اسید  د گلیکوزید  د شتون سبب ګرځېدلی ، ددې نبات نورې برخې کاملا  د بل اثر لرونکي  دي . په ځانګړي توګه دلته باید د ازماېښت په درشل کې د ولې  د پوټکي څخه د تر لاسه شوو درملو ځواکمنه اغېزه د وينې په لخته کېدو کې    له پامه ونه غورځول شي . د ولې  د پوټکي څخه  تر لاسه شوې هایدرو الکولي  عصاره  څرګنده  ضد وایروسي (antiviral) اغېزه لري (Dundar, S., Antonov, P., M. Boyadjiev, 1973).


د ولې په پوټکي کې د رانغښتي شوي سالیسین ګلوکوزېد ډېره اندازه  په ارګانیزم کې د انزایمونو د عمل له وجې  په سالیګېنول الکول  او ګلوکوز تجزیه کېږي . سالیګېنول  یو ناپایدار ترکیب دی چې په  مرور د زمان په لمړي سر کې تر سالیسلیک الدیهاید  او وروسته  تر سالیسیک اسید پوري   چې د درملو  اساسي لمړني مواد  شمېرل کېږي    هایدرولیز ېږي  .


باید په ډاګه کړو چې  یواځې همدا سالیسین ګلوکوزید  دی    چې   د ولې د پوټکي د تودوخې  کموونکې اغېزه  د پېدا کېدو سبب ګرځي . له کوم ځایه چې د  سالیسین اغېزه  د سالیسییک اسید تر اغېزې کمزورې ده  نو د سالیسین تر اغېزې لاندې  د جلد لاندې رګونه  پراخېږي او  د خولو اندازه  ور  سره  زیاتېږي  .


د سالیسین درد اراموونکې اغېزه  د مفاصلو د درد په صورت کې  له دې وجې ده چې د هغه اصلي میتابولیت یعنې سالیسیک اسید د thalamus opticus د فعالیت یعنې د  درد  د احساس  د لېږد   مخه نیسي . په دې صورت کې د ګلوکوزید اغېزه ضعیفه کېږي او د سر د مغزو پر نورمال فعالیت هیڅ ډول اثر نه اچوی . د اوریک اسید قوي افرازات  د ولې د پوټکي څخه  چې  د سالیسیک اسید د ګلوکوزید د عمل په موجودیت کې  تر سره کېږي د نقرس په صورت کې  خپله اغېزه ښکاره کوي(Wilfort, 1975) .


فارموکولوژیکو  څېړنو په ډاګه کړې ، کوم فعال بیولوژیکي  مواد  منجمله  د سالیسیک اسید ګلوکوزید   چې د  ولې  له  پوټکي څخه  راوزي  د  وینې  کرونر رګونه  پراخوي او د زړه   د فریکوینسي  د نوسان ساحه  زیاتوي چې په پاېله کې د زړه ځینې ریتمونه کمېږي .


دوهمه برخه:


په 1966  کال  کې Nasudari  A.A.   د خپلو فارموکولوژیکو  څېړنو پر بنسټ   په ازربایجان کې    د ولو  په ځینو ډولونو کې دا خبره ثابته کړه چې ،  د Salix caprea L  ولې له پوټکي څخه  د تراوش  (   percolation  ) د مېتود پر بنسټ لاس ته راغلی هایدرو الکولي ټینچر  او   repercolation  پر بنسټ لاس ته راغلې   هاېدرو الکولي عصاره  د زړه د رګونو په سیستم(cardiovascular system) باندې څرکنده اغېزه کوي .


.


د  Berezin د ازماېښتي مېتود معلومات چې د چنګښې او د سوی(خرګوش) په زړونو تر سره شوي راښي ،چې د وز ولې Salix caprea  څخه جوړ شوي درمل  په معالجوي پېمانه څرګند مثبت اینوتروپیک  او منفي کرونوتروپیک chronotropicاثر لري ،مګر په توکسیکه پېمانه د چنګښي زړه له فعالیته غورځوي . په دې صورت کې د  Salix caprea د مذکرو ګلانو څخه د ترشح شوو فلاونوئیدي ترکیباتو  اغېزه ډېره ځواکمنه ښودل شوې ده. ددې تر څنګ له دې ولې څخه لاسه ته راغلي درمل د سوی  د غوږو  د رګونو  پراخيدل  او د وینې د فشار را ټيټېدل را منځ کوي چې د درملو په  بدلېدو سره بېرته خپل لمړی حالت غوره کوي .  فارموکولوژیکو ازماېښتي څېړنو په ډاګه کړې ،چې له سپینې یا نقري ولې   Salix alba L څخه لاسته راغلي ټینچرونه او عصارې څرګند تودوخه ټیټوونکی (تبه کموونکی) اثر لري  (Todorov, 1959) .په همدا شان د ولې څخه لاسته راغلې عصاره د وینې لخته کول زیاتوي او د بدن رګونه منقبضوي .


له پورته یادونو  پرته  د ولې  هاېدرو  او  الکولي  عصارې  ضد واېرسي (antiviral) اثر لري(Dundar, S., Antonov, P., M. Boyadjiev, 1973).  فېنولي سالیسین ګلوکوزید (Phenolic glycoside salicin)  چې د  ولې په پوټکي  کې په پوره اندازه  ٪7 سلمه  شتون لري ، د  ولې د پوټکي  د درملیزو   ځانګړتیاوو  اساسي  عامل ګڼل کېږي  چې  له ځانه  د تبې ضد ، ادرار راوړونکی  ، درد ضد  او  خوله (عرق) راوړونکی  اثر لري . د سالیسیلات  له برکته  د  اوریک اسید افرازات  کوم چې  د نقرس په صورت کې د ولې  درملیز اثر  بیانوي  زیاتېږي (Willfort, 1975).


د ازماېښت  په درشل کې  د ولې له پوټکي  څخه  لاس ته راغلي سالیسین  په   1:200000 رقیق انډول کې له ځانه fungistatic اثر  پر خمیرمایه ښکاره کړ (Vershinin N.V. 1926 ) . د سالیسیلي ګلوکوزید  د میتابولیسم  په درشل کې لاس ته راغلي Benzilgentizat  د Histoplasma capsulatum   او   Blastomyces dermatidis د  ودې  په ځپلو کې مرسته وکړه . د ازماېښت په درشل کې  د ولې له پوټکي  څخه  افراز شوو  فلاونوئیدونو  antifungal  اثر  وښود (Malterud et al, 1985).


Bovkin A.  او ملګرو يي( 2003 کال ) د درې ډوله  ولو  له پاڼو څخه چې په سپینه روسیه کې  شني کېږي د تر لاسه شوو ابي  عصارو (water extracts) انتي اکسیداني فعالیت  په ډاګه کړه . څرګنده شوه  چې  تر ټولو لږ انتي اکسیداني فعالیت  د Salix triandra د ولې  د پاڼو په جوشانده کې د Salix viminalis  او  Salix caprea پر تله تر سترګو شوو . وروسته څرګنده شوه چې د ولې د پاڼو د جوشاندې     انتي اکسیداني فعالیت  په پاڼو کې د پولي فینولي مرکباتو  د شتون له وجې  رامنځ ته کېږي .


په فرانسه کې لوړ اثر لرونکي  ضد واېروسي  جلدي  درمل  د  سلفر سره د   ولې  د پاڼو او شاخچو د جوشاندې  د ترکیب څخه تر لاسه کړې  چې د هرپس (تبخال) د واېرسي ناروغۍ په درملنه کې کارول کېږي .


 


په فرانسه کې د ولې  د پاڼو او شاخچو د جوشاندې او سلفر د ترکیب څخه  د هرپس (تبخال  چې معمولا په شونډو راوزي ) د واېرسي ناروغۍ  د درملنې  لپاره لوړ اثر لرونکي ضد واېرسي درمل تر لاسه شوي . د مخ د پوست  د ښکلا په مؤخه د نوموړي ترکیب سره د زېتونو غوړي یوځای کوي او د هغه څخه د واېرسي لکو د ورکولو په موخه د کریم په شان کار اخلي .


 


زهریت ، جانبي عوارض او نه کارونه  Toxicology, side effects and contraindications


د ولې د پوټکي څخه لاس ته راغلي  درملیز  توکې  عملاً اوچت زهریت نلري . د فارموکولوژیکو څېړنو پاېلو  د ولې د مختلفو ډولونو د  پوټکي څخه  د تر لاسه  شوو  فنولیکو او  فلاونوئید  مرکبونو  او همدا شان  د ساده عصارو  ضعیف  زهریت  په ډاګه کړی . د سالیسین ګلوکوزید  په ډېره کچه کارونه  کولای شي مسمومیت رامنځ ته کړي او  په غوږونو کې  د اواز  د پېدا کېدو ، سر ګرځېدو  او د زړه د ضربان د کمېدو  سبب شي . د ولې څخه تر لاسه شوي درملیز توکي  د هغه ناروغانو لپاره چې د سالیسیلات  په وړاندې حساسیت لري  یا  د معدې او اثنا عشر د کولمو په ناروغۍ اخته وي  او یا هم برانشتي استما ولري نه توصیه کېږي .


 


په  کلینیکي  چارو کې   د  ولې  کارونه


 


په کلینیکې چارو کې د ولې د پوټکي او پاڼو څخه د تر لاسه شوو  درملو څخه  د تودوخي (تبې) په کمولو  ، د ذکام او درد په ارامولو  ،  د روماتیزم  او همدا شان  د روماتوئيدي    ارتریت  په  درملنه کې کار اخستل کېږي .


د ولې  د پوټکي څخه تر لاسه شوې جوشانده  د حادو تنفسي  او التهابي ناروغیو په  درملنه  کې  کارول  کېږي .


د ولې د پوټکي څخه  د تړونکې (بندونکې)  او ضد التهابي وسیلې په توګه د Stomatitis, Gingivitis او فوقاني تنفسي لارو  د زکام په  درملنه کې کار اخستل کېږي. په کلینیکي طبابت کې د ولې د پوټکي څخه یواځې  د ضد التهابي وسیلې په توګه نه بلکه د وینې درونکې وسیلې په شان هم کار اخستل کېږي (Willfort, 1975, Fisher, 1978). د ازماېښتونو پر بنسټ  د ولې په پوټکي کې د  catechol tannins د موادو شتون  د پورته یادو شوو ناروغیو په درملنه  کې د هغې د اغېزې ښه څرګندوی دی . د ولې د پوټکي څخه د تر لاسه شوو درملو د تشنج او انقباض ضد  ( antispasmodic) او choleretic  خواصو له برکته د هغو څخه  د صفرا د کاڼي (سنګ صفرا) او د صفرا د کڅوړې د  دېسکینزي د ناروغیو په درملنه کې کار اخستل کېږي (Bergeret، Tetau، 1972).


په بلغاریا کې د  نقريي  ولې  د پوټکي 20٪ جوشانده  د عفوني ارتریت او د روماتیزم د درملنې لپاره کاروي ، چې په پاېله کې د ناروغ  دردونه  او د مفصلونو پړسوب ، د بدن د تودوخې درجه کمېږي او د ناروغ اشتها او روغتیايي حالت ښه کېږي .


د ولې پوټکی  د تانین د شتون له برکته د خونرېزي  د راز راز  ډولونو  ، اسهال او د ښځینه جنسي ارګان  د مبهل د وینخلو او د التهابي  ناروغیو په درملنه کې  کارول کېږي . د ولې  د پوټکي جوشانده د سترګو د وینځلو لپاره د بلفاریت یا د سترګو د زېزمو د مزمن التهاب  او  د سترګو د ګاټو د سره کېدو په صورت کې کارول  کېږي . په همدا شان د ولې د پوټکي جوشانده  د د ستوني  او د وریوو(بیره) د  التهاب  په صورت کې غړغړه کوي  . د ولې دغه ځانګړتیاوې د تانین د موادو چټکه او کارنده اغېزه  حسابېږي .په balneology (د منراالي ، چټلو او بحري اوبو او اقلیمي  درملني په اړوند زده کړي ته وايي ) کې د ولې  پوټکی د بدن د خارجي برخو  د  درملنې لپاره په  حمامونو کې  د پښو د خولو(عرق)  او  د جلدي ناروغیو لپاره کارول کېږي . د ولې د پوټکي  د پوډر  غلیظّه  جوشانده  د التهابي زخمونو د درملنې  لپاره په زړه پورې وسیله ګڼل کېږي . د اسېتیل سالیسیک اسید  سنتزول  او په درملیزو  چارو کې د هغه کارول ، په همدا شان د سالېسیک اسید پر بنسټ د نورو درملو جوړولو  په اوسني وخت کې د ولې  د پوټکي  کارونه  په طبابت کې  محدوده کړې .


 


د ولې څخه  جوړ شوي  درمل  او غذا تکمیلوونکي


1. Alleviate (Neways, USA)


د سپینې ولې د پوټکي  عصاره لرونکی  125ملي لیتره لوشن د عضلاتو د ضعف ، کشش ، د رګه کېدلو او نورو  صدمو  همدا شان  د میوزیت ، ارتریت ، د عضلاتو ، مفاصلو ، ستون فقرات د  دردونو ، د نېورالژي او نېوریت  د درملنې لپاره کارول کېږي . د نوموړی لوشن پواسط  د وجود عضلات غوړېږي .


2. Bronchicum tea (tea Bronhikum), (Nattermann, Germany


Instant tea in bottles of 150 ml, which includes: the root cortex Piscidae – 2 g/25 g willow bark – 6 g/25 g fruits of anise ordinary – 1 g/25 g, anise oil – 0.002 g/25 g fruit fennel – 0.075 g/25 g fennel oil – 0.029 g/25 g grass lungwort – 4 g/25 g, stems with leaves of ivy creeping – 3 g/25 g root tsimitsifugi – 9.5 g/25 g root licorice – 6.5 g/25 g of ammonium chloride – 0.25 g/25 g saponin – 0.1 g/25, the drug is used in tracheobronchitis.


3. Digestodoron ® (Weleda SA, France


د اوبو الکول لرونکی 30 ملي لیتره محلول دی چې په 100ګرامه کې يي د مواد لاندې انډول لیدل کېږي:


t otal extract, made from 4 g of male fern rhizomes, 1 g rhizomes Polypodium vulgare, 4 g roots Pteridium, 1 g rhizomes Scolopendrium, 2 g of white willow bark, 2 g of purple willow bark (Salx purpurea), 4 g leaf prutovidnoy willow (Salix viminalis), 2 g of leaves Salix vitellina.


نوموړي درمل د هاظمې د تنظیموونکي وسیلې په توګه د هاضمي جهاز د مختل کېدو او د معدې د سیکرېتولېتیک فعالیت په ځانګړي ډول  د ګاستریت ، سپاستیک کولیت او قبضیت په صورت کې کارول کېږي . نوموړي درمل 20 څاڅکي درې ځله د ورځې مخکې له خوړو کارول کېږي .


4. Ephydrol® (Saunier — Daguin, Франция


د اوبو الکلي محلول  په شان جوړېږي    چې لاندې ترکیب لري:


tincture Sanicle – 20 ml; camphor – 2 g lavender essence – 600 mg essences of bergamot – 400 mg, lemon essences – 400 mg menthol – 500 mg saligenina – 300 mg officinal solution of formaldehyde – 3 g


نوموړي درمل پرته  له محلوله  د ښکلا اوسینګار جوړونکي کریم په شان په 60او 120 ګرامه تیوبونو کې هم تولیدېږي چې لاندې ترکیب لري :


extract Fioravanti – 250 mg essences avocado – 300 mg essences of bergamot – 200 mg camphor – 2 g of menthol – 500 mg saligenina – 3500 mg officinal solution of formaldehyde – 2 g


 


نوموړي درمل د پښو او د بدن  دنورو برخو د خولو په برطرفولو کې مرسته کوي .


 


5. Insti (Herbalage, Pakistan


 


ګرانول داره پوډري پاکټ  چي د سپینې ولې د پوټکي ، د  adgatod ریشه لرونکی بوټی ،معطره بنفشه ،Licorice root ، د والرین د ریشه  لرونکی دی   . نوموړي درمل په اوبو کې ډېر ژر حلېږي او د ټوخي ،تبي ، ذکام ، ګریپ او سردردي لپاره ډېره موثر وسیله ګڼل کېږي . یو پاکټ په ګرمو اوبو کې حلوي او د ورځې 3 ځله د پورته یادو شوو ناروغیو په درملنه کې ورڅخه کار اخستل کېږي .


نور بيا