کور / تازه خبرونه / خوستيان له دولته د اساسي پروژو پلي کول غواړي

خوستيان له دولته د اساسي پروژو پلي کول غواړي

دغه ټکې داسماعيل خيلو اومندوزيو ولسوالۍ اړوند دورزې قوم مشرانو دقوس دمياشتې په ٢٠نېټه له خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره دسولې کوردناستوپه تالارکې ديوې ليدنې پرمهال څرګندکړ.

په دغه ليدنه کې حاجي بادشاه او حاجي محمدولي شاه دنورو مشرانوپه استازيتوب په خپل وارسره خبرې وکړې ،دوى دخوست ولايتي ادارې ټولې هغه هڅې او کړنې وستايلې چې په دغه ولايت کې يې دقومي شخړو دهواري او ولس ته دخدمت په ډګرکې ترسره کوي ،دوى زياتوله چې دولايتي ادارې دقوي هوډ اوسپېڅلي تکل په اساس له قومي شخړو اوبدمرغيو څخه خلاص شوي او اوس مهال په خپله سيمه کې دسولې ،امن اوثبات په فضاء کې ژوند کوي.

مشرانوپه خپلو خبرو کې وويل چې دورزې قوم په بشپړ ولسي قوت سره دخپلې ولايتي ادارې سره همکار دى اوپه خپلو سيمو کې يې دښوونځيو ،سرکونو،پلونواونورو اساسي پروژو دپلي کيدو ترڅنګ دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه دزياتو مرستو غوښتنه وکړه او دامنيت په ټينګښت کې يې دولايتي ادارې مشرتابه ته دهراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دورزې قوم مشرانو څخه مننه وکړه چې دخپل نظام دپياوړتيا ترڅنګ په خپله سيمه کې دامنيت په ټينګښت کې دخپلو امنيتي ارګانونو سره همکاري کوي اوپه ولسي قوت دټولو هغه ننګونو اوبدمرغيو مخه نيسي چې دسيمې امنيت ،سولې ،بيارغونې اوپرمختګ ته ګواښ پېښوي.

ښاغلي نعيمي وويل چې ولايتي اداره دخوست په مرکز او ولسواليو کې روان حالت په جدي توګه څاري په ټولو هغه سيمو کې چې ولسونه له دولت سره همکاري کوي دبيارغونې اساسي پروژې به پلي کړي ترڅو له يوې خوا خلکو ته لازمه کاري فرصتونه رامنځته شي اودبلې خوا دولسونوپه وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

خوست والي زياتوله هرڅومره چې ولسي همکاري له دولت سره زياته شي په دغه ولايت کې دپرمختګ اوبيارغونې کارونه ګړندي کيږي ،دورزې قوم دمشرانو دستونزو او غوښتنو په تړاو يې وويل چې اړونده ادارو ته به لارښوونه وکړي چې په يادو برخو کې لازم اجراء ت ترسره کړي. ښاغلي نعيمي دورزې قوم دمشرانوڅخه غوښتنه وکړه ترڅو دخپلوځوانانو دروزنې ،دسيمې دامنيتي حالت په ټينګښت اوټولنيزو ستونزو په هواري کې کاروکړي ترڅوټولې بدمرغۍ اوناخوالۍ پاى ته ورسيږي.