کور / تازه خبرونه / د نشيي توکو په وړاندي به د عامه پوهاوي لړۍ وغځول سي

د نشيي توکو په وړاندي به د عامه پوهاوي لړۍ وغځول سي

په هلمند كې به د نيشه يي توكوپه وړاندې د عامه پوهاوي لړى ليرې پرتوسيموته وغځول شي
دغه ژمنه د دوشنبې په ورځ په لښكرگاه كې يوشميرديني عالمانودې يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د ولايت مقام مرستيال مسعود بختور،د يوشميرنوروادارومسؤلينواولسگونوديني عالمانوگډون درلود په ډاگه كړه.
په دې غونډه كې ديني عالمانود نيشه يي توكوكركيله،قاچاق اوكاروبارد اسلام له نظره يوناروا اوناوړه عمل وباله اوزياته يې كړه چې دامهال د ځينوكړيوپه لمسونه زموږيوشميرهيواد وال د كوكناروپه كركيله لاس پورې كوي چې په دې كښت سره نه يوازې خپلې كورنى ته دروند زيان اړوي بلكې ټولنه هم له يوشميرستونزوسره مخ كوي.
د دوى په وينا چې دا ډول كسان زياتره په ليرې پرتوكليوالوسيموكې هستوگن دي چې له بده مرغه د نيشه يي توكوله زيانونوڅخه پوره خبرتيا نه لري.
دوى ژمنه وكړه چې د نيشه يي توكود زيانونوپه اړه به هراړخيزد عامه پوهاوي كمپاين كليوالوسيموته وغځوي ترڅود هغه سيموخلك هم په دې خبرچې د نيشه يي توكوكښت،قاچاق اوكاروبارد اسلام له نظره يوناروا اوناوړه عمل دى.
دا په داسې حال كې ده چې د سه شنبې په ورځ هم په لښكرگاه لسگونوښځود يوې غونډې په ترڅ كې په ډاگه كړه چې دوى به هم د نيشه يي توكود مخنيوي په برخه كې پوره ونډه واخلي.
يادوښځوپه ډاگه كړه چې يوشميرښځې د نيښ وهلوپرمهال اويا هم د هغه نارينه ولخوا چې په نيشه روږدي دي د نيشه يي توكواستعمال ته مخه كوي چې دا پروسه يولړستونزې نه يوازې په كورنيوبلكې په ټولنه كې رامنځ ته كوي.
دوى ژمنه وكړه چې كورنى به په پوره ډول په دې پوهوي چې د نيشه يي توكواستعمال،قاچاق اوتوليد په ټولنه كې د يولړټولنيزستونزلامل كيږي اوبايد ورته د پاى ټكى كښيږدي.