کور / تازه خبرونه / ولسی جرګي اسمعیل خان بې واکه نکړی

ولسی جرګي اسمعیل خان بې واکه نکړی

نن داوبواو برېښناوزیر اسمعيل خان دولسي جرګې عمومي غونډې ته داستيضاح لپاره حاضر شوی و، نوموړي د ولسي جرګې دغړوپوښتونوته ځوابونه وویل او له رايې اچوونې وروسته اسماعیل خان دباور رايه ترلاسه کړه.
نوموړی تېره اوونۍ ديو شمېر دلايلو په اساس دولسي جرګې استازو د ۶۷ تنوپه غوښتنه داستيضاح لپاره رابللي شوی وو. خونن دولسی جرګي دعمومي غونډي یواځی۳۲وکیلانودسره کاټ په پورته کولوسره دهغه ځوابونه تآیید نکړل اونورو وکیلانوته داسمعیل خان ځوابونه دقناعت وړوګرځیدل.
اسماعیل خان دلمړۍ ځل لپاره د ولسي جرګي دوکیلانوله خواه داوبواوبریښنا وزارت دمقام څخه هغه وخت ګوښه شو ،چي دوی ته دهغه دکارپروګرامونه دقناعت وړ ونه ګرځیدل، ولي وروسته ولسمشر کرزی نوموړۍ ددغه وزارت پرچوکۍ باندي دسر پرست وزیر په توګه دیوه کال نه په زیاته موده کي وګماری اوپه دوهم ځل ولسمشر کرزی اسماعیل خان بیا همدغه وزارت ته معرفی کړی او وکیلانو هم اسمعاعیل خان ته دباور رایي ورکړي چي تر ننه پوری داوبواو بریښنا دوزیر په توګه خپله دنده پرمخ بیایی .
په ننې غوڼده کي داوبواو بریښنا وزارت دچارو پرستونځو سربیره ،نوموړی په دی هم تورن و، چې په هرات کې يې په خپلو پخوانيو ملګروباندي وسلې ويشلې دي او داسې انګېرل کېده، چې د ۲۰۱۴ م کال وروسته د واک د نېولو کوښښ کوي، خواسمعيل دغه تورونه ردکړل او ویې ويل، چې يوازې يې له مجاهدينوغوښتي ترڅو په راتلوونکې کې ددولت سره په امنيتي چاروکې مرسته وکړي.
د اساسي قانون د ۹۲ يمې مادې له مخې، د ولسي جرګې شل سلنه استازي چې پنځوس تنه راځي کولای شي، ديو وزير په اړه د استيضاح غوښتنه وکړي، البته د استيضاح لپاره بايد ځانګړي دلايل ولري.
اسمعیل خان نن د ولسي جرګې داستيضاح په غونډه کې دولس استازو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه وویل، همدا لامل شو، چې نوموړی له استيضاح بريالی ووت او په خپله دنده پاتې شو.
په ننۍ ناسته کې له ۱۷۴ حاضرو تنووکیلانو څخه يوازې ۳۲ تنو يې داسمعيل خان ځوابونه قانع کوونکي ونه بلل اود باور رايه يې ورنه کړه، پاتې نورو ته د قناعت وړ وو.
د یادولو وړده چي دولسی جرګي وکیلان دیوه وزارت په چاروکي د هغه وزیر دنیمګړتیا وو له کبله دهغه څخه د باور رایه اخلي مګر بیا وروسته هغه وزیربیر ته دیوه بل وزارت پرچوکي باندی دټاکلو لپاره د باور رایی ورکوی. چي دغه کارد ملي دفاع وزیر ښاغلی بسم الله محمدی په هکله شوی و ،چي دکورنیو چارو وزارت څخه یی ګوښه شواودملي دفاع وزارت ته یی منظورکړی.