کور / شعر / قیامت

قیامت

دلته ، هلته اوازه ده
چې زړه نړۍ به مړه شي
بس همدا دهستۍ پای دی
اوازه دقیامت ده
چې بیړۍ ددې نړۍ به
دتیاروپه سمندر کې
ماته ، ماته شي راړنګه ،
خلک وایي ، هلته دلته
چې دزمکې دابۍ تندی به مات شي
اوازه دقیامت ده
ځینې خاندي ، څوک ویریږي
خدای پوهیږي ، خدای خبر دی
مور لاهسې خپل ماشوم په تندي ښکل کړي
بوډالاهم په لکړه ، هدیرې نه په څنګ تېرشي
شپانه خوله پر چینه کېښوه
اوږده تنده یې سړه کړه
چا دیار په خوږو شونډو
دزړګي تلوسه مړه کړه
هلته دلته ویل کیږي
چې څوورځې ددنیا پای ته دي پاتې
اوازه دقیامت ده
خدای پوهیږي ، خدای خبردی
موږه وږي ، موږه تږي
دخیرات ډوډۍ ته ناست یو
ډک سیندونه ، لوی برجونه
تش منګي او تش نسونه
دبابا توره تیره ده
دنیکه شمله موهسکه
لادوینو ډنډ کې لامبو
چې په خپلو دواړو لاسو
یې له خپلو زړونو باسو
خلک وایی هلته دلته
دهستۍ دنندارې پای رانږدې دی
اوازه دقیامت ده
خدای پوهیږي ، خدای خبردی
که قیامت شي ، که نړۍ شي ړنګه بنګه
ګوندې زموږ ه دشرمونو
دازړه کیسه شي ختمه
دخیرات کنډول که مات شي
داحتیاج دوزخ که ړنګ شي
خدایه! ژر دې قیامت شي
رانه خلاص چې دژوند ننګ شي .

۳/۱۲/۲۰۱۲
کابل