کور / تازه خبرونه / د کندهار پوهنتون لپاره مطبوعاتي مرکز جوړيږي

د کندهار پوهنتون لپاره مطبوعاتي مرکز جوړيږي

ټاکل سوې چي ډېر ژر د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي لپاره يو رسنيز مرکز جوړ سي ترڅو پکښي د محصلينو لپاره د عملي کار کولو زمينه برابره سي.
په پلان کي ده چي د ياد سوي مرکز مالي لګښت به په افغانستان کي د امريکا د متحدو ايالاتو سفارت ورکوي او د مرکز جوړېدني ژمنه په ٢٠١٠ ميلادي کال کي د امريکا د وخت د سفير کارل ايکن بيري لخوا سوې وه.
په پوهنتون کي د ياد مرکز د جوړېدني لپاره لا هم پر يو شمېر تخنيکي مسايلو باندي کار روان دى او هيله ده چي دغه پړاو به ژر بشپړ او رغنيز کارونه به يې پيل سي.
ددې مرکز د جوړېدني لپاره له پلازمينې کابل څخه د هودا په نوم د مطبوعاتو په برخه کي د کارکوونکي غير دولتي مؤسسې يو با صلاحيته هيئت راغلى و چي دلته يې د پوهنتون له مسؤلينو او کندهار والي سره وکتل.
د نني پلاوي مشري د ټايو فاګبيرو په نوم د هودا مؤسسې د ډلي مشر کول او له کندهار والي سره يې په ليدنه کي وويل چي دوى نن پوهنتون ته تللي وه او هلته يې د ټولو تخنيکي چارو پر بشپړولو باندي بحث وکړى.
نوموړي زياته کړه چي سفارت د اوس لپاره يوازي يو پوړ ددې مرکز د جوړوني لپاره په نظر کي نيولى چي په هيڅ صورت کافي نه دى او بايد درې پوړيزه ودانۍ جوړه سي ترڅو پکښي د راډيو او ټلوېزون لپاره عصري او اساسي ودانۍ جوړي سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا دغه پلاوي ته وويل چي خپل ولايت مقام او د کندهار پوهنتون هم تر دې دمه د يوه پوړ د جوړېدو په اړه موافقه نه ده کړې او په دې ارتباط له اړوندي مرجې سره خبري وکړي ترڅو د اوږدمهالي اړتيا په پام کي نيولو سره دغه مرکز په درې پوړه کي جوړه سي.
هغه زياته کړه چي د تعليم په برخه کي هرڅومره کار چي کيږي بيا هم کم دى او هره خښته چي ايښودل کيږي هغه بايد د اوږدمهالو ضرورتونو په پام کي نيولو سره وسي ترڅو د ډېر وخت لپاره ورڅخه استفاده سي.
نوموړي زياته کړه چي مطبوعاتو ورځ تر بلي په کندهار کي د ودي په حال کي ده او دغه وده، ددې لامل کيږي چي په دې ولايت کي د يوه ډېر اساسي او ښه مطبوعاتي مرکز جوړېدو لپاره اړتيا نوره هم زياته سي.
د کندهار ژورناليزم پوهنځى دامهال ٩٠ تنه محصلين لري او داسي هيلي دي چي دغه شمېر به راتلونکي کال ته دوه برابره نور هم زيات سي.