کور / هراړخیز / د تجربو خاوره

د تجربو خاوره

د پنځه دېرشوکلونوپه جگړه کښې د هیواد د مځکي بڼه لا بدله سوه.
چې کله ډېر کوشنئ وم د شمال لوېدېځ له خوا به دشپې وخت یوه سپینه رڼا را پورته سوه !
ټوله اسمان بې لکه ورېځ داسي ونیوه.ټول کلي وال به و وېردل.بیا به یو ساعت ورسته دا دوېري ډکه رڼا ورکه سوه.خو بیا ډېره موده ورسته مي خپله دا ځان ته مالومه کړه!چې شوروي د افغانانو پر مځکه د کلسټر بمونو تجربې وکړې.دا تجربې دافغان وطن په هوا کښې تر سره کېدې.یاني هغه د خپلي هوا پر ځای د افغان هوا انتخاب کړه.که تاوان او نوري اغېزې وي نو ي دافغانانو پر مځکه وي.ولي هغو خپله هوا صفا ساتله.
نېټو هم بیا دلته د وسلو د استیمال تجربه گاه جوړه کړه.بېگناه وگړي او خلگ یې ویشتل بمبار کول یې.
فقط د خپلو تجربو د پاره.په دې کښې بمونه توغندي او کیمیاوي گېسونه په کار راوړل سول.لکه په لیبیا کښې چې نیو کلیایي بمونه استعمال کړل.
د افغان خاوري هوا مځکه د مځکي تل غرونه ډاگونه ټول له داسي کیمیا وي زه و ډک دي چې په پېړیو کښې بې لااثر ورک نسي اوبه چینې دریابونه کښت پر هر څه به دا اثر لوېږي.
حیوانان ،مرغان به هم تر دې اثر لاندي راځي .په انسانو کښې به نا ولده نا روغۍ او مرضونه را پورته کېږي.
له نورو تاوانو سره ودې ته هم فکر پکا ر دئ چې وگورو.چې افغان خاوره د نړۍ د نوي جوړ کړل سوو وسلو دپاره دا پنځه دېرش کاله یوه تجربه گاه وه .