کور / علمي / یوه نۍ ، دوه نۍ … مه لیکئ !

یوه نۍ ، دوه نۍ … مه لیکئ !

د خبريال ويبپاڼي څخه په مننه


استاد پروفیسور عبدالخالق رشید  نهرو پوهنتون –  نوی ډیلی


خدای د زموږ یوشمیر شازلمیان لري ، بری یی په برخه ، دوی کله کله دخپلو لیکنو او انترنیټ پاڼو په ترڅ کې داسې څه لیکي چې سړی ورته حیرانیږي او بې ښه اوبده یې  پرځان يې شکمن کوي چي ګواکي په هغه څه چې موږ  پوهیږو او یاهم د نړۍ پوهان دهغو په اړه دڅیړنیزو ستونزو په درشل کې دي ټول هیڅ دي او ددوی دغه منفی هڅه ( ناولی نبوغ ) چې دوی کړی دا نوهغه کشف چی ګواکي تردغه دمه دبل چا ورفکر نه و او یانه بل چا په دغه اړه  کله فکر کړی ، زموږ په ګران هیواد کي خو نوره دڅیړنو جنازه بارده په دې چې یوشمیرځیرک سیاسي معامله ګر وهم اوس دخپلو ناوړتیاوو دسترپوشی په خاطر تش په نامه څیړنیزې لیکنې چې له علمي پلوه هیڅ ارزښته هم نه لري


 هلته دلته خپروې او په دلو دلو یۍ په خلکو پسې ګرزوي ، د دوی یوشمیرحق اوناحق په یوشمیرموضوعاتو باندې چی نه خپله پوهیږي اونه نورپو
هولی شي خروارونه پاڼي  دکمپیوټر پر ټنیوتوروي او په پای کې په سپین سترګۍ  او غیرعلمي منطق سره دخلکو پرسترګو له خپلو ټولو درواغو سره نیغ هم ورننوځي چې دغه کارته یی په علمي نړۍ کې نن سبا علمی  انصاف نه شو ویلای .
یوه له هغو ډیرو موضوعاتو څخه چې داډیره موده زه ورته ګوته پرغاښ یم او د لیکلو په لامل یي نه پوهیږم  هغه د اوونۍ د ورځو دنومونو وینه اولیکنه ده . زموږ یو شمیر یارانوخو  په دغه برخه کې خبره دومره آسانه کړې لکه  دیوه نالوستي چا په شان چې یوازی په ژبه خبرې کوي اوهغه په رښتیا هم په غیرشعوري توګه  دپوهولو را پوهولو په موخه په خوله کې اړوي را اړوي . دبیلګي په توګه دوی دغه ځنځیر داسي لیکي ( یوه نۍ ، دوه ني ، درني ، څلورني ، پنځه ني او نور نور… ) په دغه اړه یوه بل ظلم داهم کیږي چې  تراوسه هغته موږ سمه نه هم نه وایو  اونه یی لیکو  وایو (اوونۍ ) خو هغه باید (اووه نۍ ) وي … زه په دغه اړه له خپلو ګرانو لوستونکو سره په دریو پوښتنو باندې اوس خبرې کوم ، لومړی داچی دغې نومونې لپاره دپښتوژبې دویي پوهنې له مخې علمي لاملونه او دلایل څه دي  ؟ او دویم داچي زموږ تیروپوهانو او تیرو نسلونو ولې دغه آسانه نسخه په خپل وخت اوزمان کې نه وه سپارښتنه کړې ؟  اودریم داچې زموږ دپښتوژبې تاریخی – پرتلیزه علمي څیړنه او شننه دغه ( ناولي نبوغ ) ته دهرکلي ویلو خوله او منطق لري ؟ 
زه ددغو دریوپوښتنو له مخې په علمي لحاظ هیڅ داسې لامل نه وینم چي دهغو له مخې خپلو ځوانانو او یوشمیر خپرونو لکه  (پښتو تلویزیون ) او په لسګونو نورو ته دا مشوره ورکړم چي ګواکي مبارک دا کا رمو دستایني وړدی ، جالبه خو داده چې دغه نومونې مې دیوشمیرنومیالیو لیکوالو هغو ی چي د ژبي په تیره بیاد تاریخي ژبپوهنې پراصولواو آرو باندې هم ښه پوهیږي  په لیکنو تر سترګوشوې چی له علمي  انصافه لرې خبره را ته ښکاره شوه ، ځکه زه هیله من یم چې هغوی درانه اوښاغلي هم په خپلو لیکنو باندې غور وکړي او دغې نیمګړتیا ته چي دپښتو ژبې د تاریخي – ژبني جوړښت په زیان ده نوره پراختیا ورنه کړي . په دغه برخه کې ترهرڅه دمخه دخپلو لوستونکوپاملرنه دغه ټکي ته را اړوم چي د ( یوه ني ، دوه ني ، دري ني  … ) ارزښت  هغه څه نه دي لکه چی موږ د زماني وروستاړی په توګه  لکه ( سهارني ، بیګاني ، میاشتني ، غرمنی – یا په ښځینه بڼه  بیګانۍ ، سهارنۍ ، میاشتنۍ ) کې کاروو ، په دغه وروستۍ لړۍ اوکارونه کې که ووایو اوکه نه یو ژبني وینګي اوعملي کاریدلی منطق چي په دغه برخه کې یې شته والی په ژبنۍ لحاظ  ډیرمهم او اړین دی ترسترګوکیږي ، په داسې حال کې چې په ( یوه نی  ، دوه ني  او … ) کې دغه منطق نه ترسترګوکیږي ځکه یی ارزښت پرته له دي چي یو اهنګ لرونکي ویي وي نورڅه نه شي کیدای  یوازې هم هغه وزن لري لکه چې د( ډوډۍ ، خولۍ  او نجلۍ ) ويی اونومونه یې لري  مانا داچي ارزښت یې په علمي اوګرامري لحاظ  له همدغه آهنګه پرته نورڅه نه دی . که زما ناسمه درته ښکاري  راخۍ چې دغه ( یوه نۍ  دوه نۍ  ) تر دیرش نۍ  پورې له ځان سره ووایاست باوردي چې د ژبی په لابراتوارکې به هم دهغه لپاره یو قانونمندی جوړه نه شي . ځکه نو داباید ومنو چې داوس لپاره خو دغه مصنوعی  یوه نۍ ، دوه نۍ یوه مبتذله اوله ژبني منطقه لرې جوړونه ده چې کارول یی باید په خورا دقت سره په پام کې ونیول شي ځکه دا په  پښتوکې داسې جوړښت دی چې له زماني پلوه پرته په نورو برخو کې هم  په څه اوښتې بڼه دتطبیق اوکارونې وړدی  لکه (وطنۍ ، برنۍ ، افغانۍ اونور ) که (نۍ ) یوازې زماني نښه ( ورستاړی ) وبولو نو بیا په دغو بیلګو کې به یی نوم څه وي او څه ډول  (نۍ ) ورته ووایو ؟ لوښیز (ظرفی ) اوکه مهالیزه یا (زماني ) ؟
وړاندیز دیوه تاریخي تحلیل په رڼاکې  :
 لکه چې زه او په سلګونو ماغوندې ددغې لارې لارویان تل وایو چې پښتو یوه داسې زړه اولرغونې ژبه ده چې له بده مرغه نه یې ویونکو او نه یي پالونکو د ودې او پیاوړتیا خیال ساتلی دی یوازې یوڅو ول چې ځانونه یې ورته ونډه کړل او تریوې کچې یې ددغې ژبې اصالت اوتاریخي لرغونتیا را وسپړله اوخدمت یې ورته وکړ خو نورو یې پروا ونه کړه ، دوی یوازې معامله پرې و کړه  هغوی چې کله وږی شوی هم یی سندرې پرې ویلی اوهم یې شعر پرې ویلی خوچې سوکړک یی په شوروا اوښتی بیا نه پښتو وه اونه هم دهغې پالنه ، زما هیله له یوشمیریارانو څخه داده چې  (خیرمو له وسه نه کیږي دشرملاتړهم مه کوئ )  د یوه نۍ ، دوه نۍ ، بدنۍ او نجلۍ  جوړښتونه په پوره توپیرکې په پام کې ونیسي او په لوی لاس دغه لرغونی ، بډایه ژبه په عامیانه تحلیل او بی ژبني منطقه ګرامري اوښتنو او جوړښتنو مه نوم بدې کوې اومه په خپله ناپوهي او بې ژبنې منطقه  وینو او لیکنو نور راباندې خندوۍ .  دهندوستان اوکشمیرله ډیرو پخوانیو تاریخ پوهانو څخه یو کشمیری مورخ (کلهن یا کلهنا ) دی چې دهند او سیمې ترټولوپخوانی تاریخ ( راج ترنګني ) یې لیکلی دی  په دغه کتاب کې دافغانستان او آریایی ژوند ، ځایونو اوجغرافیي په اړه خورا ډیرې خبرې راغلې دي ، ددغه کتاب د انګریزی ژباړې سریزه لیکونکي  ددعه اثر په سریزه کې  زموږ له موضوع سره اړوند په زړه پورې معلومات راکوي  اویوه  ژوره څیړنه یي کړیده ددغې سریزې په یوه برخه کې پرهغه مهال چې موریا کورنۍ پرهند او شاوخوا سیمو باندې واکمنه وه په هندوستان کې یوه ایراني ژبه (آریایی ژبه ) آشنا ژبه وه لکه چې لیکي : 
The language of Iran, however, which must have been dominated in the Indian satrapy, gradually disappeared. In the succeeding centuries when  the Greeks, Parthian and Scythians in turn established their rule in the north-west of India, Iranian influence was once more revived through the influence of the religion and language of Iran.( River of Kings  Appendix D  p 731)
یوازې یوه خبره د پاملرنې وړ ده اوهغه داچی پردغه مهال لکه چې پورتني لیکوال هم وایي د اندیا پرشمال غرب کې چې کومه ایرانۍ ( آریانۍ ) ژبه برلاسې  اوژوندۍ وه هغه همدغه پښتویایې دوه  دوه نیم زره پخوانۍ بڼه وه چې له سانسکریت سره په پوله کې پرته وه اوآن هغې ( سانسکریت ) ته یې هم یوشمیرویی ورسپارلي دی . ځکه نو زما له دغې یادونې څخه موخه همداده چې پښتو داسې ژبه نه ده چې یوشمیر فکرکوي دوی جوړه کړې او دوی چې هرڅه ووایی هغه به سم وي او رښتیا  ، نه دا سې سوچ باید ددغې لرغونۍ ژبې په اړه کله هم ونه شي ،  زه  چې یوه نۍ او  دوه نۍ نه شم منلای مانا دا ده چې زه او ماغوندې نور په عملی ، علمي اوذهني لحاظ  ددغو ناویاتو لپاره دلایل نه لري ، ځکه چې پښتو دیوې داسې آریایی ژبې په توګه په سیمه کې  دپاملرنې وړژبه وه چې اوس یې موږ تصورهم نه شو کولای . وایي چې ساکایان د اوسني افغانستان له شما له پرجنوب را واوښتل او ترهند او په را ورسته کې تر سیستان پورې ورسیدل ، له دوی سره خو یوازې توره نه وه چې د فارسیانو او هندیانو په وړاندې یې کاروله ، دوی دومره دلوړفرهنګ لرونکی  قوم و چې خپلهه  لوړفرهنګ ، تاریخ اوتمدن هم له ځان سره هغو سمو ته چې ترخپل واک لاندې یې راوستې هم ورساوه ، چې په هغو کې یې ژبه ( پښتو) هم وه :
In the fourth century Fa- hein, the Chinese Buddhist pilgrim to India, travelled through Central Asia and Afghanistan which was all Buddhist territory. The Tkhara country in s mentioned by Kalhana. In Tokharistan the city of Kucha became the centre of Samskrata learning.
له (سمس کړه ته ) څخه هماغه  (سمه کړه شوې ) یا سانسکریت مراد ده . پښتانه اوس هم  په کومه ژبه اوخبره چې نه پوهیږی ، نو وایی ( څه کړتې پړتې ) وایی ،  له (کړتې  پړتې ) څخه موخه هماغه (پراکرتي ) دي چې د سانسکریت ژبې په منځنې پیر پورې اړه لري او اوسنۍ هندي ژبې یې میراث خورې دي .
زما موخه بیاهم داده چې تخار اوتخاري سیمې ته سانسکریت رسیدلی او هلته ویل شوې ، نو په دې کې خو شک نشته چې پښتو خو به ترهغې دمخه هلته دود وه ، ځکه يی نږدیوالی له  سغدي ، باخترې او تخاری څخه چې ژبپوهانو  په دغو نومونه یادې کړې ژبې او لهجې دي حتمی و . له بله پلوه  په ( سمس کړه ته ) ادبیاتو چې تر ختن او مرکزي آسیا پورې را رسیدلي په هغو کې پښتو هم راځي ، ځکه نو کیدای شي دهغو پوهانو لپاره چې د ژبو په اړه کارکوي دا طرحه یوه علمی طرحه  وي چې با ید کار پرې وکړي  په دغه اړه تراوسه پورې یو بشپړ اومکمل کار نه دي ترسره شوی چې باید وشي . ځکه :
Apabahrmsa means ‘corrupt’ or ‘decayed’ and was applied to the dialects in contrast to the Prakrta par excellence, which in its turn, like samskrta and Pali become stereotyped by being employed for literature. The various Apabahrmsa have since become the parents of our modern provincial languages. The Apabahemsas mentioned in Sanskrita literature  are  as follows:  paisaca (pushto, Kashmiri) Saurasena (Panjabi and Western Hindi), Avanta (Rajastani), Gaujara(Gujerati) Ardha-magadha (Eastern Hindi) Vracala (Sindhi), Maharastri( Marathi) Magadha (Behari, Oriya , Bengali). (.River of Kings  Appendix D  p 734)
ځکه نو دا ویلای شو چې  سغدي دمرکزي آسیا د سغدیانې له پخوانیو ژبو څخه ده ، دغه ژبه له یو شمیرختیزو ژبو سره خورا نژديوالی لري لکه له ختني اوپښتو ژبوسره ، سغدي یوآریایی ژبه ده چي له پښتو سره په ډیرو برخو خورا زیات ورته والي لري ،یوزیات شمیرتوري او ویي یې داسې دي چي هغه په پراخه کچه له پشتو سره یو رنګه او یوشی دی چې په هغو کې کیدای موږ دخپلې ارې ادعا لپاره  چې هغه ( یوه نې … دوه نې او بدنۍ  … ) دي هم یو لرغوني لامل ومومو ځکه نو په کارده چې ددغه لوی قدامت او لرغونتیا په پام کې نیولو ( یوه نې  دوه نې ) ته چې تراوسه یې دخلکو په وینا نراوښځه نه دي معلوم هغه برلاسې پښتو نومونه  چې لرغونتیا تر دوه نیم ززه کاله هم اوړې  او نورې ژبې لکه پارسۍ  اونورو ته هم نا آشنا دي په وړیا توګه له ځانه پردي نه کړو راځۍ لومړې یې ولولو :
 
سغدي                                                          پښتو
یوشنبد                                             یو شنبه  (یکشنبه)
دوه شنبید                                        دوه شنبید (دوشنبه)
سی شنبید                                       دریشنبید (سه شنبه )
څاروشنبید                                       چهارشنبه
پنس (پنڅ) شنبید                                         پنجشنبه
په مانوي متونوکي  پنځ (پنز)  شنبید راغلې ده .
شنبید   په سغدي کې ( دکیی وان – زمانو) په بڼه هم راغلی ده
جمعه / ادینه    اصل په سغدی کي د ( نخید) یا (ناهیت – ناهید) په بڼه راغلی ده. لاتیني بڼه یې داسې ده 
میر                                           مر نمر لمر
ماخ                                           میاشت
Yw smbed
Dwa smbed
Si smbed
Caro smbed
Panj smbed 
ایرانی ژبپوهان زیاتره وایی چې د (میر )
(mir ) – (mer)
ویی په احتمالی توګه له بلخی ژبی سره تړاو لري ، داچي دوی په پښتو نه پوهیږي همداده چې هرڅه ته د احتمال په سترګو ګوري ، اوکه نه پښتانه همدا اوس لمر ته مر میر وایی. زه باورلرم چې له دغې بلخي ژبې څخه په دغه ځای موخه بیاهم پښتو ده.
میر                                                 مر نمر لمر
ماخ                                                میاشت
داو زما وړاندیز او زما لنډه څیړنه ، چې تا سو ته مې د دغې موضوع  په اړوند دتاریخی او پرتلیزې ژب څیړنې په رڼا کې ولیکه نورمو زړه چې منۍ اوکه نه ؟  د حافظ دنده یوازې ویل دي او بس  .
په درنښت
لیکوال : استاد پروفیسور عبدالخالق رشید  نهرو پوهنتون –  نوی ډیلی
 
 
—————————————————————————————-
دپورتني  لیکنې لپاره اخځونه : 
(۱)    نامه فرهنګستان  تهران  ،  ۱۳۷۶  ص ۲۲
(2)A.A.macdonell . A Vedic Grammer for Students New Delhi 1999
(3) Dines Anderson , Pali Glossary. New Delhi 1979.
(4) Khalhana, RAJATARANGINI (English Taranslation ) New Delhi 1977.