کور / تازه خبرونه / دعلي اباد ولسوالۍ دسيمه ايزو پوليس تشکيل بشپړ سو

دعلي اباد ولسوالۍ دسيمه ايزو پوليس تشکيل بشپړ سو

د کندوز ولایت د پولیسو روزنیزمرکز څخه د ۸۰ تنوپولیسو په فراغت سره د علی آباد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو تشکیل بشپړشو. د کندوز امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسینې وايي د پولیسو ۷۰ تنو دوره دوه اونۍ دمخه فارغه شوی وه چې داوسنۍ دوری په فارغیدوسره يي تشکیل پشپړشو.تازه فارغ شویو سیمه ییزوپولیسو ته د بهرنیو اوکورنیومربیانو لخوا د پولیسوقانون،بشری حقونو،تالاشۍ،د وسیلې کارونې اوداسې نورو برخوکې روزنه ورکړل شوی وه. د کندوز ولایت سیمه ییزامنیتې چارواکې وايي سیمه ییزپولیس د سیمې اوسیدونکیوپه غوښتنه رامنځته شوی چې ترډیره يي دامنیت په برخه کې اغیزمن ګام لوبولي.د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند سیدسرور حسینې وویل ددغو ۸۰تنو فارغیدوسره په یاد ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو شمیر ۱۳۵۰ تنوته ورسیده چې په وینا يي فارغ شوي پولیس به په هغوسیموکې چې ملی پولیسوشمیر کم وی په دندو وګمارل شي.د سیمه ییزو پولیسوروزنې چارې یوکال دمخه پیل چې اوسمهال ددغه ولایت په چارده ،امام صیب،دشت ارچې اوعلې آباد ولسوالیوکې فعالیت لری. که څه هم پخوا کې د کندوز ولایت یوشمیر اوسیدونکیو د سیمه ییزو پولیسو د چال چلند نه سرټکوو خو په وروسیتوکې داسې ښکاری چې د خلکو رضایت کې یوڅه ډیروالې راغلې. د چاردرې اوسیدونکې وايي سیمه ییزو پولیسو په دغه ولسوالې کې امنیت ټینګ کړئ. ډیری سیمه ییزو پولیسوته د امریکايي خاصو ځواکونو لخوا روزنه ورکړل کیږی چې د مالوماتو له مخې په ټول هیواد کې ددغوپولیسوشمیر اتلسوزرو ته رسیږی چې تردی دمه دامریکاء ځواکونولخوا ورته زورنه ورکول کیږی. مګر افغان دولت د واشنګټن پست هغې مقالې سره کلک مخالفت ښودلې چې په کې راغلې دافغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتو وروسته به امریکاء سیمه ييزوپولیسو روزنې ته ادامه ورکړیپه افغانستان کې سیمه ییز پولیسوطرحه د مریکایی جنرال ډیويدپترایوس په وړاندیز رامنځته شوی چې په ځينو ولایتونو لکه دبیلګې په توګه کندوز او ارزګان ولایتونوکې عام ولس يي سخت کړولی دی.