کور / تازه خبرونه / افغانستان د جنوبي اسيادځوانانو په کنفرانس کي برخه واخسته

افغانستان د جنوبي اسيادځوانانو په کنفرانس کي برخه واخسته

اسلام اباد:د جنوبي اسيا د ځوانانو کنفرانس چې د ٢٠١٢ م کال د نومبر له پنځمې (٥) تر لسمې (١٠) يې دوام درلود سږ کال په اسلام اباد کې جوړشوی و. دغه کنفرانس کې د سارک د سازمان د غړيو هيوادونو هندوستان، افغانستان، پاکستان، بنګله ديش، سري لنکا، نيپال، بوټان او مالديپ ١٢٠ ځوانان په خپلواک ډول سره راټول شوي وو.
له افغانستان نه پکې ١٢ تنو برخه اخستې وه ډاکټر عبدالسميع ژمن، عبد الرحيم جامي، سميع الله حسيني، رياض درمل، نجيب ننګيال، مطيع الله شهاب، خالد حکيمي، سيد منصور، پیمانه اسد، زينب خواجه، محمد امين او احمد تکي ګډون کړی وو. دا د جنوبي اسيا د ځوانانو دوهم کنفرانس دی، چې لومړی يې د ٢٠١١ کال په مئ کې د هند په بنګلور ښار کې دائر شوی وو.
د نومبر په پنځمه (٥) ئې د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزير قمرزمان کائره پرانسته وکړه. دکنفرانس د ټاکل شوې اجنډا مطابق د نومبر په شپږمه (٦) په جنوبي اسيا کې د سولې او امنيت په ټينګښت، د نومبر په اوومه (٧)د زده کړې په څرنګوالي او د نومبر په اتمه (٨) په جنوبي اسيا کې د دوام داره پرمختيا په لارو چارو بحث وشو.دغه کنفرانس ته د نورو سترو علمي کدرونو تر څنګ د پاکستان د بهر نيو چارو وزيرې حنا رباني کهر هم وينا وکړه او هوډ يې څرګند کړ چې د جنوبي اسيا د ځوانانو کنفرانس به دسارک سازمان رسمي برخه ګرځوو. د نومبر د اتمې (٨) په ماښام دکلتوري ميلې تابيا نيول شوې وه چې افغاني ځوانانو په ډیره ښه طريقه د اصيل افغاني کلتور نندارتون وړاندې کړ. د کلتوري مېلې زياتره توکي په پيښورکې د افغانستان د فرهنګي خونې د مشرې اغلې پروين ملال لخوا ورکړل شوي وو، چې د ګــډونوالو لخوا ئې ښه ډيره ستاينه وشوه. د نومبر په لسمه (١٠) د يوې اعلاميې په خپرولو پای ته ورسېد او هوډ څرګند شو راتلونکی کنفرانس به په کابل او يا هم په کټمنډو کې ترسره شي.