کور / تازه خبرونه / پروان: د ۱۳ ښوونځيو د ودانيو کار بشپړ سو

پروان: د ۱۳ ښوونځيو د ودانيو کار بشپړ سو

د پوهنې وزیر فاروق وردګ پروان ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۱۳ بابه نویو جوړو شویو ښوونځیو تعمیرونه ګټې اخستنې ته وسپارل.

د پوهنې وزارت د ویاند له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ((نن د پوهنې وزارت په پروان ولایت کې ۱۳ بابه د ښوونځیو نوي تعمیرونه ګټې اخستنې ته سپاري، چې مجموعي لګښت یې ۸۰ میلیونه افغانۍ د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې څخه ورکړل شوی او په جوړولو سره به یې ۱۰ زره زده کوونکو ته په مصوون ماحول کې د زده کړو زمینه برابره شي. ))

اعلامیه زیاتوي، چې په یادو ۱۳ بابه ښوونځیو کې زده کوونکو ته د ۲۷۸ تنو ښوونکو له خوا په معیاري توګه له دې وروسته زده کړې ورکول کیږي، چې د تعمیرونو د جوړولو ترڅنګه، د مصوون ماحول نور ټول سهولتونه لکه کتابتون، لابراتوارونه، د پاکو اوبو څاګان هم چمتو شوي دي.

هغه ښوونځي چې تعمیرونه یې ګټې اخستنې ته سپارل شوي، په هغه کې د جهاد عالي متوسطه، دعشق آباد د نسوانو لیسه، د جبل سراج د ذکورو لیسه، د جبل السراج دوهم نمبر متوسطه، د گذر پایان د نسوانو لیسه، د حاجی خیرالدین د نسوانو لیسه، د علوم الدین متوسطه، د عزت خیل د ذکور لیسه، د گلبهار دارالحفاظ، د ابو ذر غفاری دارالحفاظ، د گلبهارنمبر دو د نسوانو لیسه، د گلبهار دوهم نمبر د ذکور لیسه او د امام اعظم رح مدرسې او ښوونځیو تعمیرونه شامل دي.

د پوهنې وزارت د ویاند له دفتر خپره شوې اعلامیه کاږي، چې د پرانیستې په غونډه کې د پروان د پوهنې رییس زلمي شهید هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پروان ولایت د ولس په مرسته او د دولت په خاصه پاملرنه، د میز، څوکۍ او نورو لوازمو له اړخونو ددغه ولایت معارف خودکفا دی خو د مسلکي ښوونکو او د مصوون ماحول په برخه کې لا هم ځینې ستونزې شته دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پوهنې وزیر د پروان له خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي کال کې به هم په دغه ولایت کې ۱۵ بابه ښوونځیو ته تعمیرونه جوړوي او د میز او څوکیو ټوله بودجه به په هغه برخه کې لګول کیږی، چې په دغه ولایت کې د معارف په برخه کې ورته اړتیا ده.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې، همدا اوس په پروان ولایت کې 225,830 تنه زده کوونکو ته د 6,306 تنو ښوونکو له لوري په ۴۶۰ بابه ښوونځیو کې زده کړې ورکول کیږي چې ۳۴ بابه يې د اسلامي زده کړو او پنځه بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه دي.