کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان ليکوال او شاعر شرر ساپی سوځېدلی دی

افغان ليکوال او شاعر شرر ساپی سوځېدلی دی

يو افغان خبريال ، ليکوال او شاعر شرر ساپی له څلورو اونيو راهيسې د
پاکستان په یو روغتون کې له سوځېدلو ټپونو سره د ځانکندن سلګۍ وهي، ډاکټران وایی د
شرر بدن 60 سلنه برخه سوځېدلی ده او په پاکستان کې یې تداوی ناشونی ده . خو د
بېوزلۍ له وجې د خپلې تداوۍ جوګه ندی .دغه افغان خبریال د افغانستان دولت او د
هیوادوالو نه د مرستې غوښتنه کوی

په پاکستان کې افغان خبریال عبدالحی سحر
بیا وایی باید د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت د خبریالانو او فرهنګیانو ته
مالی صندوق جوړ کړی ترڅو د اړتیا په وخت ورسره مرسته وشی

خو بیا اسلام اباد
کې د افغانستان سفارت فرهنګي اتشه زردشت شمس وایی چی تر اوسه پورې د شرر ساپی سره د
دولت لخوا کومه مرسته نه ده شوی او زیاتوی چی د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ
وزارت د خبریالانو او فرهنګیانو ته کومه ځانګړې مالی صندوق نه لری

افغان
لیکوال، ژورنالیست او شاعر شرر ساپی څلور اونۍ وړاندې د ګاز ډبې د چاودېدو له وجې
پخپل کورکې وسوځېد. د کابل په استقلال روغتون کې له پېنځه ورځنۍ تداوۍ وروسته
نوموړی يې د کورنۍ له خوا د پاکستان يو روغتون ته انتقال شو، خو د نوموړي درملنه په
پاکستان کې هم ډاکترانو ناشونې .