کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا په بنو کې ځانمرګی بریدشوى

د پښتونخوا په بنو کې ځانمرګی بریدشوى

د خیبر پښتونخوا د جنوبي سیمې په بنوښار کې یو موټر بم ځانمرګي برید ۹تنه ټپیان کړي دي.د بنو پولیس یوه چارواکي مجیب خان رسنيو ته وویل، چې د اوېدا تاڼې ودانۍ سره یوه ځانمرګي برید ګر په بارودي توکیو بار یو پيک اپ موټر جنګولی چې په کې د تاڼې د اېس اېچ او ګل نواز په ګډون پنځه امنیتي کسان او څلور ولسي وګړي ژوبل دي. له درنې چاودنې وروسته د تاڼې په ګډون شاخوا د کورنو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې دوه تنه د پولیس ځانګړي ځواک سرتېري، یو اېس اېچ او یو د اېف سي سرتېری او یو د پولیس ډرایور ژوبل دی. او څلور تنه ولسي وګړو بیا له چادونې وروسته په خپلو کورونو کې د ودانیو له راپرځېدو ژوبل دي چې په کې دوې ښځې او یو ماشوم دی.ټول ټپیان د بنو لوی روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.د بنو بم شنډلو (پوچولو) ډلې مشر وصال خان وويل، په دغه چاودنه کې شاوخوا اته سوه کلو ګرامه بارودي توکي استعمال شوي دي. دی وايي چې تاڼه یې نیمه رانسکوره کړېده. د تاڼې بهر اومه او پاخه دواړه دېوالونه یې راغوځار کړي دي.د یادولو ده چې کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو له خوا پر بنو پولیس چارواکو او تاڼو په بیا بیا په بریدونه کې یو شمېر امنیتي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دپاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان له رسنيو سره په خبرو کې د دغه برید پړه پر خپله غاړه اخیستې.