کور / تازه خبرونه / كندهار:په نښته كي ۱ پوليس او ۳ وسله وال ووژل سول

كندهار:په نښته كي ۱ پوليس او ۳ وسله وال ووژل سول

د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره لر او بر ته په رارسيدلي خبرپاڼه كي راغالي چي افغان سيمه ييزو پوليسو د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د وسلوالي نښتي پرمهال درې تنه وسلوال طالبان وژلي او ورسره وسلې او مهمات يې تر لاسه کړي دي.
نښته تېره ورځ ناوخته ماځيګر د ژړۍ او پنجوايي ولسواليو پر سرحد باندي د کډل په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوې کله چي د وسلوالو مخالفينو يوې ډلې د محلي پوليسو پر پوسته باندي د سپکو او درنو وسلو څخه په استفاده بريد وکړى.
د خبرپاڼي له قوله چي د وسلوالو مخالفينو دغه ډله د پنجوايي ولسوالۍ له مربوطاتو ژړۍ ته را اوښتې وه چي دلته له کلک مقاومت سره مخ سول او بيرته هغې ولسوالۍ ته وتښتېدل.
په خبرپاڼه كي د نښتي پرمهال د يوه پوليسو د وژل كيدو خبر هم وركول سوي دي

د پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي