کور / هراړخیز / اخلاقي کنايې – د پښتو کتاب مينه والو ته ښه زيرئ

اخلاقي کنايې – د پښتو کتاب مينه والو ته ښه زيرئ

څو ورځی مخکی زما یو انډیوال د کویټې څخه یو کتاب راولیږی چی عنوان یې ( اخلاقی کنایې ) او مؤلف یې مشهور لیکوال ، د افغانستان د سياسي چارو څیړونکی او تکړه ژباړن ښاغلی ډاکټر نثار احمد صمد دی .


کله چی می کتاب کور ته راوړ او دروازې ته په ننوتلو سره می د هغه لومړۍ صفحه ولوستله ، نو ډیره دلچسپه وه . ژر مي بله صفحه ولوستله او په همدې ترتیب می بېله وقفې څخه ۴۵ صفحې ولوستلې او وروسته می بوټونه وکښل او د لیپ ټاپ کمپیوټر درنه بسته می له اوږې څخه ایسته کړه .


تر کومه ځایه چی می دا کتاب ولوست ، راته معلومه سوه چی ډاکټر صاحب صمد ډیره خواري په کښلې ده او عجیب نوي مواد یې راټول او تدوین کړي دي چی دا څه اسانه کار نه دی . الله (ج) دی روغ صحت او عزت ورکړی .


په دې کتاب کی ۴۴۴ بیلابیلی اخلاقی ، تربیوي او اصلاحی لنډی قصې ، وجیزې او ټوټې په ۳۲۸ صفحو کی ذکر سوي دي چی هره یوه یې د ژوند فلسفه ده . که رشتیا ووایم تر اوسه می داسی تأثیرناکه کتاب نه و لیدلی او نه می هم لوستلی و .



که څوک دا کتاب په غور سره ولولی نو فکر به وکړی چی لیکوال یې حتمأ د پوهنتون یو پروفیسر دی ، حال دا چی ډاکټر صمد یو ګوښه نشین او شکسه نفسه انسان دی .



د دغه کتاب مواد او مطالب دومره ډیر او پراخ دي چی یو ټلویزیونی او راډیویې پروګرام چلولای سی ، د یو اخبار ، یوې ویب پاڼی ، مجلې یا رسالې یوه برخه آن د پوره یو کال لپاره چلولای سی . لنډه دا چی د دې کتاب دلچسپه مواد او مطالب د نصیحت او هدایت لاره ده ، د څراغ په شان انسانی مخونه او فکرونه روښانه کوی ، د زړه خیره او کینه لیری کوی ، بدګومانی او بد بینی ورکه کوی ، خیرن وجدانونه صیقل کوی ؛ سمون ، اصلاح او متقابل احترام خپروی…..


زه یې د بیلګې په توګه څو قصې را اخلم . د کتاب لومړی مخ داسی دی :


یو اعرابی سړی چی غوښته یې د کوم مهم شخص سره وګوری ، په داسی حال کی ورته راغی چی هغه انځر خوړل . کله چی دغه شخص هغه اعرابی ولید نو ډیر ژر یې انځر تر خپلی عبا ( یعنی چپنی ) لاندی پټ کړل . اعرابی هم کښېناست .


د خبرو پر مهال دغه شخص ورته وویل چی آیا کولای سې یو څه قرآن راته تیر کړې ( یعنی راته ویې وایې ) ؟ اعرابی ورته وویل چی هو ولی نه ، او داسی یې شروع په وکړه : « والزیتون وطور سنین » دغه شخص بېله ځنډه په خوله کی ورولوېد او داسی یې ورڅخه وپوښتل : د « التین » کلمه څه سوه ؟ اعرابی په ځواب کی ورته وویل چی : التین تر چپنی لاندی پټ دی !


په دې سره نوموړﺉ شخص ډیر کم راغی او  له انځرو څخه یې چپنه پورته کړه او په دواړو یې سره وخوړل  ( منبع : احیأ العلوم الدین ؛ غزالی ، ۳۳۴/۳ ) .


هو ، دلته د بخیل او کنجوس انسان اصلیت راښودل کیږی چی هر څه یې صرف او صرف پر ځان پیرزو وی نه پر نورو . رسول الله (ص) فرمایلی دي چی : ستاسی هیچا ایمان تر هغه وخته نه بشپړیږی څو چی کوم شی مو د ځان لپاره خوښ وی ، هغه د بل دینی ورور لپاره هم خوښ نکړﺉ .


د کتاب دېرشم مخ داسی دی :


خواجه حسن بصری (رح) داسی فرمایلی دي : یوه ورځ چی لمر لویدلی و ، یو کوچنی هلک می ولیدﺉ چی یوه شمع یې لګولې وه او روان و . ما هغه ودراوه او پوښتنه می ځنی وکړه چی زویه ، راته ویلای سې چی را روښنایی له کومه راځی ؟


هلک چی کله زما سوال واورېد نو بېله ځنډه یې شمع پو کړه او هغه مړه سوه او را څخه ویې پوښتل چی : آیا ته راته ویلای سې چی دا روڼا چیری ولاړه ؟ که دې زما ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چی هغه له کومه ځایه راغلې وه .


حضرت بصری (رح) فرمایی چی کله می د هلک دا ځواب او غبرګون ولید ، نو بې ځوابه او پټه خوله روان سوم .


د کتاب ۱۹۴ صفحه داسی ده :


د یو سړي میرمنی د فقهی په علم کی ډیره پوهه درلوده . میړه چی به یې هر ډول مسأله ورمخته کړه ، هغې به په ښه تدبیر او معقولیت سره حل کړه .


یوه ورځ چی کله د ده میرمن په زینو کی ختله ، نو داسی ږغ یې پر وکړ : که ته یوه بله زینه هم وختې نو پر ما طلاقه یې ، او که صرف یوه زینه راکښته سې هم پر ما طلاقه یې ، او که په همدغه زینه کی هم ودریږې نو راباندی طلاقه یې .


هغې هم بېله ځنډه ځان لاندی راوغورځاوه او په دې ډول یې د خپل میړه درې سره شرطونه پر ځای کړل او د میرمنی په حیث یې پاته سوه او میړه یې نور د دغسی نامعقولو او چټی خبرو څخه ډډه وکړه او سخت پښېمان سو .


د کتاب ۲۱۴ مخ داسی دی :


یوه میږه وه او دوه ښکلي وري ورته ګرځېدل ، دوری هوری یې ځغستل او لوبی یې کولې . دا مهال د کور څښتن راغی او هغه غټ وری یې په غیږ کی واخیست او د ځان سره یې یووړ . میږې په حسرت او مأیوسۍ سره ورته کتل .
دا بل وري د مور څخه پوښتنه وکړه چی دا څه قصه ده او لالا یې چیری بوت ؟ مور یې ورته وویل چی هغه یې روغې جوړې ته بوتیً . ځکه د دواړو کلیو د خانانو شخړه وه . اوس ستا د ورور په ذریعه هغه جنجال ختم کیږی او هغوی سره پخلا کیږی .
کشر وري ورته وویل چی واه ، دا خو د خیر او د ډیری خوشالۍ خبره ده . مور یې غلې سوه او د اوښکو ډکی ستر ګی یې کښته واچولې او سوړ اسوېلی یې وکیښ خو وری هیڅ پوه نه سو .
کله چی مازیګر کور ته ولاړل که ګوری چی ګڼه ګوڼه ده ، مخالفت له منځه تللی دی او ټول یو بل په غیږ کی نیسی ، مګر د ده مشر ورور هلته په سرو وینو کی پروت دی چی د همدې محفل لپاره یې حلال کړی و .
مور یې په ژړا ورته وویل چی زما ګرانه زویه ! اوس پوه سوې چی ستا ورور د دې پخلاینی قرباني سو ؟
د کتاب ۲۳۴ صفحه داسی ده :


وایی چی کوم وخت ژبی په خوله کی ۳۲ غاښونو ته وویل چی تاسی زما څنګه ښه وروڼه یاست . پر ما څونه ډیره پاملرنه کوﺉ . ستاسو د دې پاملرنې له امله زه ستاسو په منځ کی څومره آزادانه خوځیږم او ږغیږم .
غاښونو په ځواب کی ورته وویل چی : خورې ، تا خو صحیح خبره وکړه ، مګر ته هم باید زموږ خیال وساتې . داسی نه چی د خلکو سره بد چلند او تونده لهجه استعمال کړې او موږ په بلا ګرفتار کړې ، یعنی دا چی څوک ستا ۳۲ وروڼه د کور څخه دباندی و نه شړی !


د کتاب ۲۵۶ مخ داسی دی :


الشعبی روایت کوی چی د مغیره بن شعیب (رض) څخه می داسی اورېدلي دي : یوازینی سړی چی په خپل ټول ژوند کی یې مات کړی یم هغه د بنو حارث بن کعب د ټبر یو ځوان و . کله چی ما په اړونده ټبر کی یوې ښځی ته مرکه وکړه ، نو دغه ځوان هم حاضر و . وروسته هغه ما ته راغی او داسی یې راته وویل : اې مشره ، هغه ښځه قطعأ ستا وړ نه ده ، پام کوه . ما ورته وویل چی اې وراره ، ولی ؟ او هغه څه نقص لری ؟ ځوان راته وویل چی ما یو سړی ولیدﺉ چی هغه ښځه یې مچوله .
نو هغه و چی زه هم ډیر ژر د هغې د غوښتلو څخه پر شا سوم . خو وروسته خبر سوم چی هماغه ځوان د دغی ښځی سره واده کړی دی . حیران سوم او ورغلم ، پوښتنه می ځنی وکړه چی تا خو ما ته ویلی وو چی یو سړي دغه ښځه مچوله ؛ خو اوس تا پخپله د هغې سره واده وکړ ؟ هغه راته وویل چی هو ، ما د هغې پلار لیدلی و چی لور یې مچوله !


او باالاخره د کتاب ۳۱۸ مخ داسی دی :


الله تعالی د نبیانو څخه پر یوه وحی نازله کړه چی اې د آدم اولاده ! تاسی دوږخ خورا ارزانه رانیسیً ، آیا جنت ارزانه نه رانیسیً ؟


د دې تفصیل داسی دی چی یو فاسق انسان د نوم او نښان لپاره په ملیونونو پیسې د یو معمولی او ناحقه شي لپاره مصرفوی چی په بدل کی یې جهنم رانیسي . خو د الله د رضا لپاره د یو غریب او مسکین انسان مړول چی معمولی مصرف لری ، ډیر سخت ورته تمامیږی حال دا چی دا کار د جنت په بیه دی . نو پس جنت ارزانه دی که دوږخ ؟


 د لر او بر ویب پاڼی درنو لوستونکو ، بله په زړه پوری لا دا چی دا کتاب اول جلد دی او دوهم جلد هم لری چی وروسته به انشاالله تکمیل او چاپ سی .


ډاکټر صمد نور ګټور کتابونه هم تألیف کړي دي لکه : ( قرآنی ریاضی ) ، ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی جلد ) ، ( د قرآن سره مرکه ) او نور .




لطفأ د ( اخلاقی کنایو ) دغه کتاب ولولیً او د ګټورو مطالبو څخه یې د سمون او سکون لپاره ګټه پورته کړﺉ . دا کتاب هغه وخت ښه اصلاحي او اخلاقی اثر ښندی که یې څوک له سره تر پایه په نیکه او پاکه اراده سره مطالعه کړی . زه او د لر او بر ویب پاڼی مسؤلین ډاکټر صمد صاحب ته د دې خورا ازښتمن کتاب د تألیف له امله مبارکي وایو او هغه ته د زړه له کومی اخلاص او احترام څرګندوو او د لوی خدای څخه روغ صحت او مؤفقیت ورته غواړو .


د ښاغلي ډاکټر صاحب نثاراحمد صمد سره پر دې پته اړيکه ټينګي کړئ Nsamad57@hotmail.com