کور / تازه خبرونه / كندهار: چاودني ۳ پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

كندهار: چاودني ۳ پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

د كندهار د ډنډ ولسوالي د شيرين جان پير د زيارت سره د سړك غاړي د ماين په چاودنه كي دريو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښتل .
چاودنه چي د سړك غاړي ماين وو نن د يوي بجي په شاوخوا كي هغه مهال رامنځ ته سوه كله چي ددي ولسوالي د يوي امنتي پوستي قوماندان په رنجر موټر كي د سړك څخه د تيريدو په حال كي وو .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي په پيښه كي د ډنډ ولسوالي د يوي امنتي پوستي قوماندان وژل سوي او دوه پوليس ټپيان دي .
د پيښي مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي دي .