دافغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو ځانګړى استازى ډېويډ فيرس نن کندهار ولايت ته راغلى او دلته يې د والي، رئيسانو او نورو قومي مشرانو سره وليدل.
نوموړي نن غرمه لومړى له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل او هلته يې ددې ولايت د امنيت، حکومتدارۍ او پرمختګ په باب هر اړخيز معلومات واخستل.
کندهار والي ښاغلي فيرس ته وويل (( په کندهار کي ټولي ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندي دي، د حکومتدارۍ لمن ټولو ساحو ته پراخه سوې، د مخالفينو لوړ پوړي او ټيټ پوړي قومندان وژل سوي او نيول سوي دي، د سولي په برخه کي بېساري پرمختګ سوى، تقريباً ٤ سوه مکاتب خلاص دي، کرهڼيز محصولات تر نړيوالو مارکېټونو رسېدلي او د عدلي او قضايي سستم د ودي لپاره اساسي ګامونه اخستل سوي دي)).
نوموړي زياته کړه چي د ډېرو پرمختګونو سره سره بيا هم په دې ولايت کي يو شمېر ستونزي پر خپل ځاى پاته دي او ضروري ده چي نړيواله ټولنه او د امريکا دولت ورته ځانګړې توجه وکړي.
هغه يادونه وکړه چي د ځوانانو او ښځو لپاره کاري فرصتونه او هغوى خودکفا کول، د نشه يي توکو سره د ښې مبارزې لپاره د بزګرانو محصولاتو ته د مارکېټونو پيداکولو او دسولي خبرو د بريالي کېدو په هدف د اصلي لوبغاړو ښکېلول هغه ټکي چي نړيواله ټولنه او په خاصه توګه امريکا ورته خپله توجه زياته کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره امريکا دغه استازي له والي سره تر ليدني وروسته په ولايت مقام کي د ولايتي شورا، سولي شورا، علماؤ شورا او سکتوري رياستونو له رئيسانو سره هم وليدل.
د ولايتي شورا غړو د خپلو خبرو په جريان کي له ښاغلي فيرس څخه وغوښتل چي د پروژو شکل ته تر خپله وسه تغير ورکړي او له لنډمهالو څخه يې اوږدمهالو هغو ته واړوي ترڅو د ډېر وخت لپاره د خلکو استفادې وړ وي.
هغوى وويل چي افغان ملي امنيتي ځواکونه دي نور هم قوي سي او امريکا او متحدين دي يې د ترهګرو ځالي د افغان کليو کورونو څخه د باندي د پاکستان په خاوره کي ولټوي او له منځه دي يې يوسي.
د کندهار پوهنتون تقويه، کندهاريو محصلينو ته په بهرنيو هيوادونو کي د لوړو زدکړو زمينې برابرول او په کندهار ولايت کي د امريکا د کونسلګرۍ ايجاد هغه غوښتني وې چي د ولايتي شورا غړو او سکتوري رئيسانو د خپلو خبرو پرمهال مطرح کړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو ځانګړي استازي ډيويډ فيرس وروسته د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي رسنيزي غونډي ته هم د کندهار والي سره يو ځاى خبري وکړې او د نړيوالي ټولني او امريکا هغه ژمني يې بيا تازه کړې چي تر ٢٠١٤ کال وروسته به افغانستان او افغانان يوازي نه پرېږدي.
نوموړي زياته کړه دوى د افغانستان او پاکستان سره په ګډه کار کوي څو د افغانستان د سولي او ملي پخلايني پروسه پياوړې او بريالى کړي او په خبره يې چي د افغانستان د حالاتو په ښه کولو کي تر هرچا زيات د پاکستان او ايران ونډه ډېره حياتي او کليدي ده.