کور / تازه خبرونه / CADG تېر کال شل زره خلکو ته د کار زمينه برابره کړې وه

CADG تېر کال شل زره خلکو ته د کار زمينه برابره کړې وه

د افغانستان لپاره د CADG يا د منځنۍ آسيا د پرمختيايي ګروپ مشر کريس کورسټن نن له کندهار والي سره په ليدنه کي وويل چي ادارې تېر کال په کندهار ولايت کي شل زره کسانو ته د کارونو زمينه مساعده کړې وه.

نوموړى نن ماځيګر له يوه پلاوي سره چي پکښي د سهيلي حوزې او همداراز د کندهار ولايت لپاره ددې ادارې مشران موجود ول، له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.

ښاغلي کورسټن په دې ليدنه کي وويل چي د کندهار څانګي يې د تيرو څلورو کلونو راهيسي په دې ولايت بې شمېره پرمختيايي کارونه کړي دي او يوازي تېر کال يې دلته د سړک غاړو د درې ګزيانو او ويالو او يوشمېر نورو عامل المنفعه تاسيساتو په جوړولو باندي ١٧ ميليونه ډالر لګولي او ٢٠ زره کندهاريانو ته يې د کار زمينه برابره کړې وه.

نوموړي زياته کړه چي ددوى اداره همدارز د ظرفيتونو لوړولو او د محلي حکومتدارۍ د تقويې لپاره هم کار کوي او خپلي پروژې يې دامهال له کندهار ښار څخه ژړۍ، پنجوايي، ميوند، ارغنداؤ، دامان، سپين بولدک او شاوليکوټ ولسواليوته غځولي دي.

د CADG د پروګرام مسؤل وويل چي دوى به په ځينو سيمو کي خپل پروګرام پاى ته رسوي او پلان لري چي خپل ټول اضافه کېدونکي وسايط او سامانونه ولايتي ادارې ته په واک کي ورکړي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا دغه هيئت سره په خبرو کي د هغوى له کارونو او فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه خو زياته يې کړه چي بايد پروژې تر ډېره حده د ځوانانو پر ژوند باندي تاثيرات واچوي او د هغوى لپاره مصروفيتونه پيدا کړي.

هغه زياته کړه چي بايد د مخالفينو ليکو ته د ځوانانو د جلبولو د مخنيوي او هغوى ته د سالمو فرصتونو د پيداکولو په خاطر هڅه وسي چي د کندهار ښار ترڅنګ په ولسواليو کي هم سپورتي لوبغاړي او جمنازيمونه جوړ سي.

نوموړي وړانديز وکړى چي دغه اداره دي د خلکو تر غوږونو پوري د خپلو فعاليتونو در سولو لپاره په مطبوعاتي برخه کي فعاليتونه زيات کړي ترڅو خلک پر وخت خبر او پوښتنو ته يې ځوابونه وويل سي.