کور / تازه خبرونه / كندهار: ۵ تنه وسله وال مخالفين نيول سوي

كندهار: ۵ تنه وسله وال مخالفين نيول سوي

د پنځو تنو وسله والو مخالفينو د نيولو خبر وركړل سو .
د كندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي افغان ځواكونو په تيرو ۲۴ ساعتونو كي د عملياتو پرمهال پنځه تنه وسله وال مخالفين له زياتو چاوديدونكو توكو ، وسلو او مهماتو سره نيولي دي .
په خبرپاڼه كي راغلي چي عمليات د كندهار ولايت په پنجوايي ، شاوليكوټ ، ژړي او ميوند ولسواليو كي تر سره سوي دي .
دپيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي