کور / تازه خبرونه / تازه خبر: پر اسدالله خالد باندي چاودنه وسوه

تازه خبر: پر اسدالله خالد باندي چاودنه وسوه

د ملي امنيت لوى رييس اسدالله خالد په کابل ښار کې د يوې چاودنې له امله ټپي سو. د اسدالله خالد د کورنۍ يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته ويلی، چې څو شېبې مخکې د کابل ښار د تايمني سيمې په اتم سړک کې پر خالد چاودنه وسوه او له امله يې نوموړي ټپي سو. د هغه په وينا، نوموړى دا مهال د امنيت په روغتون کې تر درملنې لاندې دى. خو د ملي امنيت مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره سوي خبرپاڼه كي ويل سوي چې نوموړى له دغه بريده روغ وتلى دى. ن
نور جزيات به وروسته پر ليكه سي …