کور / تازه خبرونه / بګرام ايساف روغتون:اسدالله خالدمخ پر ښه کېدو دئ

بګرام ايساف روغتون:اسدالله خالدمخ پر ښه کېدو دئ

د افغانستان د ملي امنيت مشر اسدالله خالد پرون په خپل مېلمستون کي د ځانمرګي بريد پذريعه زخمي سو ، د معلوماتو له مخي بريدګر د اسدالله خالد سره د ليدني کتني په موخه د هغه شخصي مېلمستون ته ورغلئ و چي چاودنه يې رامنځته کړه .
تر پېښي لږ وروسته طالبانو په رسمي توګه ومنله چي غوښتل يې ددغه ځانمرګي بريد په ترڅ کي اسدالله خالد ووژني .

اسدالله خالد چي ويل کيږي په نس او پښو کي زخمي سويدی ،د درملنې لپاره په بيړه د اسخباراتو طبي مرکز او وروسته په باګرام کي د ايساف روغتون ته ددرملني دپاره لېږدول سوی دی.
ولسمشر کرزی تر پېښي د ملي امنيت په روغتون کي د اسدالله خالد ليدلو ته ورغئ، نوموړي په خپلو خبرو کي وويل چي د اسدالله خالد روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی خو که اړتيا پېښه سي بل مناسب ځای ته به يې ددرملني د پاره ولېږدوي.

تر پېښي څو ساعته وروسته نوموړئ په باګرام کي د ايساف نظامي روغتون ته ولېږدول سو ، ددغه روغتون ډاکټرانو نن سهار خبر ورکړ چي د نوموړي روغتيايي حالت مخ پر ښه کېدو دئ .

بله خوا د ولسمشر کرزي په حکم د کورنيو چارو وزير غلام مجتبی پتنګ په مشرۍ ددغي پېښي د پلټنو لوړ رتبه پلاوي نن په کار پيل وکړ ، لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر اساس د پېښي په اړه لومړنۍ پوښتني ګروېږني د اسدالله خالد د ساتونکو څخه پيل سويدي .

د افغانستان د ملي امنيت مشر تر مېلمستون پوري د ځانمرګي بريدګر رسيدلو په کور دننه او بهر اندېښنې او پوښتني راپورته کړيدي .
د سياسي چارو کارپوهان ، افغان وګړي او بهرمېشتي افغانان ټوله ددغه بريد تر شا د پاکستان د استخباراتو ادارې لار لرلو باندي شک څرګندوي .

لندن مېشتي افغان عبدالتواب اريايي لراوبر ته وويل که څه هم د افغانانو تر منځ يو شمېر اختلافات سته خو د افغانستان د ملي امنيت پر ريس بريد د افغانستان د حيثيت خبره ده، د هر بهرني لخوا داسي عمل د سختي غندني وړ دی .

په اسټراليا کي د مېشتو افغانانو نظريات حُسن مبارک بارکزی رالېږلي دي.

ښاغلی خوشال تڼیوال د مرحوم حکیم تڼیوال زوی وایي: زه او زمونږ ټوله کورنۍ د ښاغلي اسدالله خالد د محترمي کورنۍ له زړه څخه راځو؛ ځکه مونږ خپل والد صاحب حکیم تڼیوال په همدا شان یوې نا جوانمردانه او بزدلانه حمله کي له لاسه ورکړی دی، خو ښاغلي اسدالله خالد ته د عاجلي شفاء غوښتونکی یم ځکه چي هغه د افغانستان په اوسنیو حساسو شرایطو کي یو مهم سیاسي عنصر دی.

د مېلبورن څخه سياسي شخصيت ښاغلی عبدالخالق فضل د ټولګټو چارو پخوانی وزېر خپل نظر داسي راسره شریکوي: د افغانستان په اوسنیو حساسو سیاسي حالاتو کي پر داسي یوه سیاسي غړي چي د ملي امنیت مشري پر غاړه لري داسي یوه تروریستي او ناځوانه بريد ډېر خطرناکه ثابتېدی شي، دا که د ځینو ډلو او ټپلو له لاري او یاهم سیمه اېزو استخباراتي کړیو له لاري ترسره شوي وي د نه منلو وړ او د سیمه اېز ثبات پر خلاف چاره ده او مونږ یې په کلکه غندو.

د سېدني څخه ښاغلی عزیز منګل د نیو ساوت وېلز د افغانانو د همکارۍ د ټولني اوسنی غړی او پخوانی مشر بیا وایي: هره تروریستي کړنه او عمل دا که د ځینو ډلو او ټپلو له لاري وي او یا هم که په سیمه ایزه کچه د استخباراتي کړیو له لاري وي مونږ يې په کلکه غندو، حتي مونږ د بهرنیو ځواکونو د هغو کړنو او عملیاتو پر خلاف یو چي په ترڅ کي یې بېګناه افغانان وژل کېږي.

همدا راز د آسټرالیا هیواد د مرکز کانبېرا څخه، په آسټرالیا کي د افغان سفارت لومړی سکرتر ښاغلی فضل الرحمن کټوازی خپل نظر داسي راسره شریکوي: زه د یوه افغان دیپلومات او د دولت د یوه آستازي په توګه د افغان ولسمشر حامد کرزي خبري تائیدوم او دا یوه بزدلانه حمله ګڼم.