کور / تازه خبرونه / په کندهار او هلمند کي وسله وال نيول سويدي

په کندهار او هلمند کي وسله وال نيول سويدي

د افغان او ګډو ځواکونو په عملياتو کي چي په لښکرګاه کي ترسره سوه د طالبانو دهغه ډلي قومندان نيول سوی دی چي په نادعلي ولسوالي کي د ماينونو ښخولو او چاودنو په پېښو کي په لاس لرلو تورن و.
د ايتلافيٍ ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي په دغو عملياتو کي دوه نور وسله وال هم نيول سويدي .
بله خوا نن په کندهار کي هم د افغان او امريکايي ځواکونو په عملياتو کي د طالبانو هغه سيمه ايز کس نيول سوی دی چي په سيمه کي يې طالبانو ته د ماينونو او چاوديدونکو توکو د لېږد رالېږد او رسولو چاري يې سمبالولې.
د ياد سوي کس سره يو بل وسله وال هم نيول سوی دی .
په دواړو پېښو کي د نيول سوو کسانو نومونه د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پټ ساتل سويدي .