کور / تازه خبرونه / د مصر ولسمشرډاکټر محمد مرسی د ننګونو سره مخ شوی

د مصر ولسمشرډاکټر محمد مرسی د ننګونو سره مخ شوی

په مصر کی د اخ او ډب نه ډک لاریونونه دوام لری ،  د مصر د ولسمشر ډاکټر محمد مرسی  د پلویانو او مخالفینو ترمنځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څیرمه تیره ورځ  خونړۍ نښتی شوی ، چی لږ تر لږه  ۷ تنو پکی ژوند له لاسه ورکړی ، او تر ۱۰۰۰ تنو نور پکی ټپیان شوی ، همداشان  مخالفو لاریون کونکو د اخوان المسلمین د ډلی دفترونه د مصر په ګڼو ولایتونو کی سوزولی دی، همداراز د اخوان السملمین د سیاسی ګوڼد( ازادی او عدالت ) دفترونه هم د مخالفو لاریون کونکو له لوری سوزول شوی دی.


 بیګا دشپی مخالینو د اخوان المسلمین مرکزی دفتر هم وسوزاوه ، د ولسمشر مرسی مخالفینو لاریون کونکو دولسمشری ماڼی ته د ننوتلو هڅه کړی، د ولسمشر ماڼی چی دنوی مصر په سیمه کی ده ، د مخالفو لاریون کونکو له خوا د څه مودی لپاره کلابنده وه ، چی له امله یی د مخالفو او پلویان ترمنځ خونړی پیښی رامنځ ته شوی ، اوس د ولسمشر ماڼۍ ته څیرمه ټولی لاری د جمهوریت ساتونکی امنیتی اورګان له لوری تړل شوی ، او د ماڼی په خواوشا کی ټانګونه ځای پرځای شوی ، او د دواړو لورو غوښتل شوی چی د ماڼی خوا پریږدي.


د مرسی پلویان اوس له دغه سیمی تللی ، او مخالفین  ماڼۍ ته څیرمه وخت ناوخت راغونډیږی  ، نن د جمعی په ورځ د مخافلینو ډلو ټپلو یوځل بیا د ولسمشرۍ ماڼی ته د ورتګ ویلی ، بلخوا داخوان المسلمینو ډلی ویلی چی د تیری ورځی په نښتو کی دوژل شیو ۷ تنو څخه ۶ د دوی پلویان دی ، چی د دریو تنو جنازه نن د جمعی په ورځ د ازهر شریف  په مسجد کی د لکونو پلویانو له لوری وشوه ،د نورو دریو تنو جنازی په نورو ولایتونو کی شوی دی ، همداشان د مرسی مخالفینو هم د یوتن جنازه په میدان کی کړی ده ، په مصر کی حالات د ولسمشر د اساسی فرمان د صادریدو نه روسته ترنګلی شوی دی ، د تیرنومبر د میاشتی په ۲۲ نیټه ولسمشر مرسی د اساسی قانون فرمان صادرکړ .


په فرمان کی مرسی د خپل واک د پراخه کیدو، اود نوی اساسی قانون د کار د ټولنی دخوندی توپ سپارښتنه کړی وه ، او هم یی  د ۲۵ د جنوری د پاڅون په پیښو کی د تورنو کسانو د بیا محکمه کولو امر کړی وو ، په فرمان کی راغلی چی د ولسمشر فرمانونه  د محکمو د ننګونو څخه محفوظ دی ، د ولسمشر مرسی د اساسی قانون د فرمان په غبرګون کی مخالفینو د ۲۳ د نومبر څخه په لاریونونو لاس پوری کړی ، او د ازادی په ډګر ( میدان التحریر ) کی یی د دوه ملیونو لاریون کونکو لړۍ ته دوام ورکړی ، همداشان په نوموړی میدان کی سلګونو تنو مخالفینو  خیمی ودرولی او د دوو وونیو څخه یی  اعتصاب  ته  دوام ور کړی دی ، د تیری جمعی به ورځ د مصر د قاهری پوهنتون په میدان او غځیدلی لویه لار کی د  مرسی پلویانو د ولسمشر په ملاتړ کی ستر لاریون وکړ ، چی د ځینو لودیځو رسنیو په وینا  د ملاتړ لاریون شمیر تر ۵ ملیونو پوری رسیده.


 بیګا ماښام د مصر ولسمشر محمد مرسی ولس ته به وینا کی ، د مخالفینو څخه وغوښتل چی د خبرومیز ته دی راشی ، مرسی و ویل که په خبرو کی دواړه لوری په دی منښته وکړی چی د اساسی فرمان ځینی مادی دی له منځه یوړل شی  ، زه ورسره مخالفت نه کوم ، مرسی و ویل چی د فرمان مقصد د واک پرخوالی نه دی ، بلکی د ادارو ساتنه ده ، اوپه مصر کی د ۲ کالو څخه روان کړکیچ دختمولو هڅه ده ، مرسی وویل چی د نوی اساسی قانون د ټول پوښتنی د پیلو سره سم د غه فرمان له منځه ځی ، د مصر د نوی اساسی قانون مسوده  ټول پوشتنی ته وړاندی شوی دی ، چی په ۱۵ د روانی میاشتی به ترسره شی ، مخالفین د نوی اساسی قانون پرسره هم د ولسمشر سره  وران دی ،وایی نوی اساسی قانون کی ډیري نیمګړ تیاوی دی ، چی د مصر د ټولني سره برابرښت نه خوری ،   د مرسی دمخالفو اکثروسیاسی ګوندونو له لوری د مرسی د خبرو اترو وړاندیز ته نه ویل شوی دی ، مخافو ګوندونو ویلی که و لسمشر غواړی چی ریښتنی خبری تر سره شی ، نو باید  فرمان له منځه یوړل شی ،او  دنوی اساسی قانو په اړه دی ټول پوښتنه د څه مودی لپاره ځنډه کړی ،  ترڅو په اتفاق سره د نوی اساسی قانون مسوده ټول پوښتنی ته وړاندی شی، او په اساسی قانون کی  په اختلافی مادو سره اتفاق رامنځ ته شي.