کور / کتاب / پښتو لومړۍ چاپي تذکره (پښتانه شعراء) چاپ سوه

پښتو لومړۍ چاپي تذکره (پښتانه شعراء) چاپ سوه

پښتانه شعراء د پښتو شاعرانو پنځه ټوکيزه تذکره ده. لومړى ټوک ئې علامه حبيبي په ١٣٢٠ش، دوهم ټوک ئې پوهاند رښتين په ١٣٢١ش، دريم ټوک ئې علامه رشاد په ١٣٤٢ش، څلرم ټوک ئې په ١٣٥٧ش او پنځم هغه ئې په ١٣٦٧ش کي سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار ليکلي دي.

په دغه پنځه ټوکيزه تذکره کي له بېټ نيکه څخه رانېولې تر علامه حبيبي پوري د پښتو ژبي ٥٤٣ تنه پښتانه شاعران د هغوى د ژوندپېښو، آثارو او تخليقاتو سره په مفصله توګه معرفي سوي دي.

ياده پنځه ټوکيزه تذکره چي په افغانستان کي له لومړيو چاپي تذکرو څخه ګڼله کېږي، په يوه ټوک کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د زرو ټوکو په تېراژ پر غوړ کاغذ، ډبله وقايه او ښکلي صحافت خپره سوې ده.

د تصحيح، ترتيب او اضافاتو کار ئې د مطيع الله روهيال له خوا تر سره سوى دئ.

علاقه مندان کولاى سي، د نوموړي کتاب د تر لاسه کولو له پاره د لاندي تليفون لمبر او ايميل ادرس څخه کار واخلي:

تليفون: ٠٧٠٠٣٢٦٠١١

ايميل: mrohyal@yahoo.com