کور / سياسي / خلیلزاد او راتلونکي انتخابات

خلیلزاد او راتلونکي انتخابات

د ډسمبر پر ۷، له بي بي سي سره د ښاغلي خلیلزاد وروستۍ مرکه ځکه جالبه او مهمه وه چي د مرکې په جریان کي یې د یوه احتمالي کاندید اکټ کاوه. لحن او انداز يې د یوه نوماند ښکارېده، او په خبرو کي يې د یوه مصلح او خواخوږي مشر چم کاوه. که څه هم خلیلزاد پخپله مرکه کي پر تفاهم راوستولو، ټیم جوړولو، نیټ ورکینګ، ملي ډایالوګ، او د ۲۰۱۴ انتخاباتو ته پر تیاري نیولو باندي ټینګار کاوه، خو د بي بي سي خبریال د خلیلزاد د کاندیدېدنګ پوښتنه په نورو عباراتو تکرارلوه څو بالاخره يې خلیلزاد دېته اړ کړ چي د خپل کاندیدېدو لاره خلاصه پرېږدي. هغه وویل: د سفر هدف سیاسي تماسونه دي. د افغان مطرح مشرانو سره د دغو سیاسي غونډو اساسي ټکي — راتلونکي انتخابات، له ۲۰۱۴ ها خواته د امریکايي قواو پاته کېدل، د طالبانو سره د سولي خبري کول، او د افغانستان اقتصادي وضع ده.

د افغانستان په راتلونکي انتخاباتو کي د خلیلزاد فعال ګډون څه سوالونه او اندېښنې راپورته کوي ځکه هغه په افغانستان کي نه یوازي د متحده ایالاتو سفیر وو، بلکي د جمهورریس بش لاسي سړی هم وو. د کابل د سفارت په دوران کي، هغه په افغانستان کي د بش د وایسرای صلاحیتونه لرل، او کرزي صاحب هر سهار هدایت ترې غوښت. هغه دغه راز د بش په حکومت کي په عراق او ملګرو ملتونو کي د امریکا سفاروتونه هم کړي دي. لنډه داچي خلیلزاد د «ټروریزم پر خلاف» د بش د جنګ په خورولو او توجیه کولو کي د زړه له اخلاصه کوښښونه او خولې بهولي دي. خلیلزاد په امریکا کي د محافظه کاره ښی او جمهوري غوښتونکي ګوند سره نژدې سیاسي او عقیدتي تعهدات او وفاداري لري. هغه د بش په دوران کي د نیوکان په سیاسي ډله کي شامل او مطرح کس وو، او د افغانستان او عراق د اشغالولو لپاره يې شرایط برابرول.

د بن په ناکام کانفرانس کي د خلیلزاد منفي رول ټولو افغانانو ته څرګند دی. هلته د افغانستان د نوي حکومت جوړښت او ليډرشیپ نا اهلو خلګو او ډلو ته وسپارل سو؛ وارلاډانو ته مشروعیت او رسمیت ورکړه سو؛ د خلیلزاد تر څارني لاندي په کابل کي سیاسي قدرت پر سمتي او سکتوري مصلحتونو باندي ووېشل سو؛ او د نړۍ یوازنی سوپرپاور د افغان ولس په داخلي لانجې کي د یوې متخاصمي ډلي حامي او ملګری سو. په بل عبارت، په افغانستان کي د امریکا او ناټو د نن ورځي د ناکامۍ او رسوايۍ منشا د بن په کانفرانس کي پرته ده. خلیلزاد په همدې کانفرانس کي د ډیموکراسۍ د لومړي اصل پر خلاف حامد کرزی مشر کړ.

همدا راز، د کرزي صاحب اوسنی فاسد او بې کفایته حکومت چي په اداري فساد کي يې ماشاالله تازه نړیوال رکاډ مات کړ، د خلیلزاد د لاس نښانه ده. البته، د کابل بانک په چور کي د خلیلزاد نوم ندی یاد سوی، خو د بین المللي قواو په قراردادونو کي د خلیلزاد زوی، الکزاندر، د میلونهاو ډالرو کاروبار لري. خلیلزاد شخصا د طالبانو له دوران راهیسي د تیلو په بزنس کي پاڼګونه او فعالیت لري.

د خلیلزاد د بیا فعالېدنګ یو بل علت ښايي دا وي چي د ۲۰۱۴ جمهوري ریاست انتخاباتو میدان باید ګرم وساتل سي، ځکه زیاتره خلګ د انتخاباتو په ارتباط شکمن دي. څرنګه چي افغانانو په تېرو څو انتخاباتو کي پراخ تقلب د سر په سترګو تجربه کړي دی، هغوی د راتلونکو انتخاباتو لپاره علاقه نه ښيي. مطلب مي دا دی چي ښايي خلیلزاد د انتخاباتي کمپېن د روانولو او تودولو نقش ولري. د هغه موجودیت به په انتخاباتو کي د نورو اشخاصو او سیاسي ډلو ګډون تشویق کړي. عامه ذهنیت به مشغول وساتل سي، او په عین زمان کي به د انتخاباتو ډ‌رامه ګرمه وساتلای سي.

په پای کي، خلیلزاد د اوباما په حکومت کي نه یوازي د بش د دوران غوندي نفوذ نه لري، بلکي له حکومت څخه لیري ساتل سوی هم دی. ځکه د امریکایانو په عامه ذهنیت کي بش، نیوکان، او په عمومي توګه ټول سیاسي راست بې اعتباره سوی دی. همدا یوه وجه وه چي اوباما دوهم ځل انتخابات وګټل. البته، که چیري میت رامني جمهورریس سوی وای، هله به یو وار بیا خلیلزاد کش کړی وای. خو اوس د امریکا د بېکارانو په کتارونو کي نیوکان او راستیان زیات ولاړ وي او تل له دیغت ، یوازیتوب، او ډېر وخت څخه شکایت کوي.

والسلام