کور / تازه خبرونه / د ۴ نیم میلیونه ټوکه کتابونو ویش پیل شو

د ۴ نیم میلیونه ټوکه کتابونو ویش پیل شو

دغه کتابونه په دې وروستیو کې له چا پ وروسته کابل ته را رسیدلي او سر له ننه یې د افغانستان ټولو ولایتونو ته د ور رسولو چاره پیل شوه .د اته میلیون ډالرو په ارزشت دغه نوي چاپ شوي کتابونه د لیسې د دورې دي او د نوي ښوونیز کال له پیل مخکې به لیسو ته ورسیږي او د کال له پیل سره سم به په زده کونکو وویشل شي .

ددغه ۴ نیم میلیونه نوي را رسیدلي کتابونه د دوبۍ په ښار کې چاپ شوي چې دویش چاره ېې د افغانستان د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ لخوا پیل شوه . دپوهنې وزیر ژمنه وکړه چې په را تلونکي کال کې به ټولو زده کونکو ته بشپړ کتابونه ور سیږي .
د افغانستان د پوهنې وزیر وویلې چې دکتابونو د چاپ لړۍ لا روانه ده .

( د راتلونکي کال لپاره د پوهنې وزارت ١١٣ ميليونه جلده کتابونه په پام کې نیولي چې له دې جملې څخه يې ٤٣ ميليونه چاپ شوي چې دغه کتابونه یې هم یوه برخه ده او د ٥٠ ميليونه جلده نورو کتابونو د چاپ چارې به ژر پیل او افغانستان ته به را وړل شي .)

ښاغلي وردګ وویلې چې دنورو مالي امکاناتو د موندلو په لټه کې دی چې د اړتیا وړ ټول کتابونه د افغانستان زده کوونکو ته چاپ او ورسوي .

هغه وويل چې د پوهنې وزارت له ١٣٨٢ هـ ش کال را په دې خوا ٢١٩ ميليونه جلده کتابونه چاپ کړي دي چې له هغې ډلې ٧٠ ميليونه جلده يې په لمړیو شپږو کلونو او ١٤٩ ميليونه نور یې له ١٣٨٨ کال را په دېخوا چاپ شوي دي اودغه چاره لا هم روانه ده .

د پوهنې وزارت په لمړي ځل د دويمو رسمي ژبو د زده کوونکو لپاره له لمړۍ تر شپږم ټولګي پورې د هغوی په مورنۍ ژبه کتابونه چاپ کړي دي چې دا د هغو سلګونوزره زده کوونکو لپاره لوی خدمت بلل کیږي چې پخوا یې په دویمه ژبه زده کړې کولې .

د پوهنې وزارت همداراز دلمړي ځل لپاره د دارالملمينونو او اسلامي زده کړو ښوونځيو ته هم د نوي نصاب سره سم کتابونه چاپ کړي ده.

د پوهنې وزیر ښاغلي وردګ وویلې چې د پوهنې په نظام کې ټول ټال ٢١٩ عنوانه کتابونه دي چې د پلان سره سم به په را تلونکي کال کې هيڅ زده کوونکى بې کتابه پاته نشي .

د کتابونو نشتوالی یا کموالی په تیرو کلونو کې یوه لویه ستونزه وه چې په ختمیدو ده .